د الينا سندره

صدیق کاوون

780
په روانو غم لړلو شيبو کې ، نور څه نه لرم چې زما د ټاټوبي لغمان د مدافعينو پښو ته يې نذرانه کړم. دغه څوکرښې د ارادت د گلونو په حيث ورته ډالۍ کوم.
زما لغمانه، ښايسته لغمانه
بیا دې يادونه په زړه ووري راته
بيا مې په خوب، بيا مې په خيال کې ته يې
بيا دې غمونه په زړه ووري راته
*****
بيا د سکروټو په سين ننه وتې
بيا دې سينه په لمبو وسوځېده
بيا دې گرېوان له غمه څيرې څيرې
بيا دې پگړۍ له سره وغورځېده
*****
د الينگار له ذهنه و وتله
د « الينا » د لوی پرتم سندره
د اليشنگ پر شونډو وغوړېده
د غم سندره، د ماتم سندره
*****
بيا دې «کلمان» په تورو ورېځو کې پټ
بيا دې « سالاو» په سېلاوونو کې ډوب
بيا دې « سنگر» په سرو سکروټو ستي
بيا دې «منگو» په شنو دودونو کې ډوب
*****
بيا د «نرنگ » نښترو اور اخيستی
بيا د « وايگل» پر گلو اور ووري
بيا د «کرنج » مماڼې وينې ژاړي
بيا د « سايگل»پر ښکلو اور ووري
*****
بيا د غاټولو غاړې ټيټې ښکاري
بيا د نرگس له سترگو نم څاڅي
بيا د گلاب په تن کې وينه وچه
بيا له رامبېلو نه ماتم څاڅي
*****
بيا دې دانې دانې د اوښکو غمي
له سترگو څاڅي امیدونه کري
د اور او وينو پر تبجنه دښته
د سباني بهار گلونه کري
*****
زما لغمانه ښايسته لغمانه
ستا حماسه مې د وطن سندره
ستا د ننګونو د یادونو قصه
زما د زړه زما د تن سندره
*****
بيا به له دې آزمونه پورې وځې
بيا به سرلوړی لکه غر پاتې شې
د اتلانو شاه ځلمو وطنه
بيا به ځلانده لکه لمر پاتې شې
*****

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.