د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد جهاد

پوهندوی آصف بهاند

1,222

د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد جهاد

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

اوه ویشتمه برخه

بل ځای باران او واورې سپینې اوري

پـر مـوږ مـدام دلـته سرې وینې اوري

دا مـو د چـا ښـېـرا کوم وخت اخیستي

دلـتـه نـفـرت بـل ځای کې میـنه اوري

                         (تاج محمد یاري)

څوک کولای شي چې د دې کوچني د مور پلار د زړه حالت د قلم په ژبه ولیکي؟

اوس په عملي ډول لیدل کېـږي چې په افغانستان کې د لویانو تر څنگ، د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد هم جهاد اعلان شوی دی او له همدې سن نه یې د له منځه وړولو کار پیل شوی دی. دا د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد د تاوتریخوالي تر ټولو ظالمانه ډول دی چې په افغانستان کې یې مسلمان پر مسلمان تطبیقوي.

ما «د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي» ترسرلیک لاندې گڼې مقالې

لیکلې دي او لا د څو مقالو له ټولگې نه مې یو کتاب «د افغانستان له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه» د دې له پاره خپور کړی دی چې که زموږ په ټولنه کې له ماشومانو او کوچنیانو سره د روان تاوتریخوالي نه خلک خبر او د مخنیوي له پاره یې څه وکړي، خو داسې لیدل کېـږي چې زموږ په ټولنه کې هر څه سرچپه روان دي؛ د دې پر ځای چې له ماشومانو سره تاوتریخوالی یا بیخي ودروي او یا یې لږ راټيټ کړي، برعکس نور هم مخ په ډېرېدو دی او اوس په لغمان کې د روانې ناروا چگړې په ترڅ کې یې داسې یو کوچنی په وینو لیت پيت او وزلی چې د انسان پرېږده چې د څارویو به اوښکې ورته تويې شي.

ما د پاسني یاد کتاب په پیل کې داسې لیکلي وو:

ما د دې کتاب د مقالو په ترڅ کې ویلي او لیکلي دي چې زموږ د ټولنې عیني ستونزو او تجاربو ته په کتو زموږ په هېواد افغانستان کې د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی د یوې داسې سونامي حیثیت لري، چې زموږ د ټولنې په یوې محسوسې او عیني ستونزې بدله شوې ده. دا سونامي تر اوسه زموږ هر نسل، هره لسیزه، هر کال، هره میاشت هره اونۍ، هره ورځ، هر ساعت، هره دقیقه سره، د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی په لومړي ګام کې په دریو برخو باید و ویشل شي:

۱ ــ رواني تاوتریخوالی:

(ژبنی تاو تریخوالی: ډارول، ښکنځلې کول، بد رد ویل، تهدیدول او ډول ـ ډول نور رواني فشارونه)،

۲ ــ جسمي تاوتریخوالی:

(وهل ټکول، شاقه کارونه،جګړو ته اړایستل)،‎

۳ ــ جنسي تاوتریخوال.

زموږ په هېواد افغانستان کې، زموږ د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد د تاوتریخوالي دا درې واړه ډولونه ښه په درز کې روان دي او مجریان یې د بـېلابـېلو نومونو تر پردې لاندې، د خپلو اعمالو د توجې له پاره دلایل هم وړاندې کوي.»

خو چا ته وايې، په چا یې لولې او پر چا یې تطبیقوې.

د روسانو پر ضد زموږ په خلکو او ټولنه کې څه حق او څه ناحق تبلیغات شوي دي او کېـږي. حق په دې چې زموږ پر وطن یې نظامي تېری وکړ او نا حق په دې چې د روسانو نړیوالو رقیبانو د سړې جگړې په موده کې د دونیا څه عیبونه چې وو، د روسانو لمن پورې یې ونښلول. دا چې روسان د چا له نظره څه ډول دي، وي به، زه کار نه ورسره لرم، خو کله چې زه په ماسکو کې استوگن وم، په خپلو سترگو مې ولیدل چې روسان له ماشومانو او کوچنیانو سره څه ډول چلن کاوه.

په روسیه، په تېره په ماسکو کې د ډېری افغانانو تر ټولو لویه ستونزه بې اسنادي وه چې په هېڅ لاره او ځای کې له پولیسو خلاص نه و، خو همدې کافرو او ظالمو روسانو ماشومانو او کوچنیانو ته دومره درنای کاوه چې کله به له کوم چا سره کوچنی روان و، دوی به هېڅ نه ورته ویل. دوی ښه پوهېدل چې دا مهاجر دي او اسناد نه لري، خو د کوچنیانو په درناوي به یې ورته ویل چې ځه تېـرېـږه؛ خو زما په وطن کې مسلمانان، د خدای (ج) بنده گان او د محمد (ص) لارویان هم ځان ته وايي؛ خو له ماشوم او کوچني سره داسې چلن کوي لکه په دا پاسني عکس کې یې چې گورئ، اوس نو خپله نوم او جمله ورته ولیکئ چې دا له ماشومانو او کوچنیانو سره کوم ډول تاوتریخوالی دی او ولې ترسره کېـږي؟

د وطن، خلکو او کوچنیانو په درد دردېدليو دوو فرهنگیانو نظریاتو ته پاملرنه وکړئ:

ښاغلی نعمان دوست:

«په وینو ککړ ځوان حیران ناست دی او خپلې مخې ته پر غځیدلي ماشوم یې سترګې ګنډلي دي.

د ماشوم زنه تړل شوې او په ابدي خوب ویده دی.

دا عکس به نه دنیا ولړزوي او حتی نه نیمایي افغانستان،

نه به د جمعې د تقریر موضوع شي او نه د کومې اعتراضیه مظاهرې د بینر تصویر.

دا خو فلسطینی او کشمیری ماشوم نه دی کنه؛ دا شهید لغمانی ماشوم دی.

دا د هغې جګړې سوغات دی چې څوک یې د دې دنیا د ګټو لپاره مخکې بیایي او څوک د هغې.

په وینو ککړ ګلابه!

ارام ویده شه!

ستا کلي کې هسې هم خوب او ارام نشي کیدای.

د جګړې شوقیانو!

بس دی؛ نور زما د وطن بې خواخوږي ماشومان مه وژنئ.

متل دی؛ مړی په ژړا ښه ښکاري او دوی د ژړا څوک نه لري.»

ښاغلی نثار صالح:

«حیران تللی،

ډوب دئ.

وایي تېره شپه یې لا په غاړه کي لاسونه را اچولي وه سره خندل مو، خو نن یې زني ورتړلي مخ ته یې پروت دئ.

د باندي د تکبیر نارې شروع دي،

د امارت زنده باد چیغي وهل کیږي،

ملا صاحب تر لمانځه وروسته د جهاد پر فضیلتونو اوږد بحث وکړ ویل یې هر شهید د اویا کسانو شفاعت کوي، جهاد به تر قیامته دوام لري د غازیانو لپاره یې ښه دعاوي وکړې، په لوړ اواز یې وویل:

نصر من الله و فتح قریب

د سړي تر سترګو بې اختیاره اوښکي رواني وې، مځکه و اسمان یې پر سر ګرځېدل د خپل کنډواله کور پر خوا روان سو.

نه یې دنیا غمشریکي وکړه نه پلستین…»

پر فلسطین مینو او د پردیو نه د دفاع په مورچل ولاړو!

فلسطین پرېږدئ،

په خپل کور، کلي او وطن کې مو توره سپۍ لنگه ده، د تور رنگ او تور ذهن لرونکي کوکري یې زېـږولي دي، د دې غم وخورئ چې سبا تاسو ته هم خوله دراچوي.

دا ویرنه هم ولولئ چې د لغمان او لا ټول په اور او وینو ډوب افغانستان چیغې ورنه پورته کېـږي:

د لغمان ویرنه

پروت په وینو کې ګلاب زما د باغ دی

دې منظر راته جوړ کړی په زړه داغ دی

د ویالو د غاړو ټول شینشوبي سره دي

وینې داسې پکې ځي ته وا اوبه دي

له توتانو ډکې څانګې چا پرې کړي

شنه سپیدار یې د چمن ټول اره کړي

سیند ته ګورئ؛ جسدونو سره درومي

له غوڅ شویو اندامونه سره درومي

څپه پورته شي او سر پکې ښکاره شي

په ګولیو سور ټټر پکې ښکاره شي

شین لغمان مې په اورونو کې راګیر دی

په هر کور کې ژړاګانې دي او ویر دی

د غنمو په فصلونو اور بلیږي

د چنچڼو بچي ولږې نه مړه کیږي

د ښارو بچي په ځاله کې سوزیږي

تور لوګي له شنه چناره پورته کیږي

غلی غلی د خپل زوی جسد ته ګوري

تښتیدلي یې له ژبې ځنې توري

یوې مور د لور جسد غیږ کې نیولی:

دا ویریږي، ځان نه یې نشم بېلولی

هلته ګوره؛ جینۍ پریوته له منډې

سره مرمۍ یې شوه سړه په سپینې ټنډې

چیرته پاتې لوپټې چیرته پڼې دي

تښتیدلې سرتور سر لوڅې پښې دي

غورځیدلی دلته ناوې نه سور شال دی

دومره ویره خورول په خدای وبال دی

ځوانه! څه کوې لوګیو ته دې پام دی؟

چې نړیږي خو همدغه زموږ بام دی

تا د خپلې باغچې ټول ګلان پرې کړي

او چړې دې په خپل قام تکې سرې کړي

راشه وګوره؛ ویشتلی دې خپل ورور دی

ویجاړ کړی دې د خپلو خلکو کور دی

ته به مړ شې ښخیدو ته به څوک نه وي

ستا په ویر کې ژړیدو ته به څوک نه وي

د جګړې د سوداګرو کار روان دی

په خندا دي، وایي څه احمقه قام دی

چې ترڅو یې عقل سر ته پورته کیږي

تر هغې زموږ دوکان په خوند چلیږي

په خپل عقل د جګړې دوکان سم وران کړه

ښاد،خوشاله په دې کار غمجن نعمان کړه

۱۴۰۰/جوزا/۳

نعمان دوست

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.