پر پوهنتونونو د طالبانو د برید دوام

عبدالمنان توحیدیار

568

پر کابل پوهنتون له برید څخه طالبانو هڅه وکړه چې ځان مبرا کړي، خو کله چې د دې برید عاملین ونیول شول، هر څه واضح شول چې برید چا پلان کړی و او چا کړی و، عادل نومي کس هر څه واضح کړل چې برید د حقاني شبکې پلان کړی و او برید دوی تر کابل پوهنتون رسولي و.

تازه طالبانو پروان ولایت کې د کاپیسا البیروني پوهنتون باندې برید وکړ چې ۴ استادان او محصلین پکې شهیدان شوي او شاوخوا ۱۳ نور ټپیان دي.

دا د طالبانو د تاوتریخوالي د دوام څپه ده چې لا هم روانه ده، طالبان د تاوتریخوالي د دوام او دا ډول بریدونو سره غواړي چې خلک د حکومت پرضد راپورته کړي چې هر څه ژر په هر قیمت سوله وکړي.

خو افغان حکومت په ډير تدبیر سره مخ ته روان دی او هیڅکله داسې سوله نه کوي چې جګړه ورسره پای ته نه رسیږي، افغان حکومت د سولې ټول اړخونه څېړلي او سوله باندې معامله نه کوي.

طالبانو ته پر نظامي ځایونو بریدونه سخت شوي دي، هر ځای چې نظامي مرکز باندې برید کوي، له ماتې سره مخ کیږي، یواځینی چې طالبانو لپاره د خلکو وژل اسانه کوي، هغه د ملکیانو یا بې وسلې خلکو باندې برید دی.

تاسو به راپورونو کې اوریدلي وي چې کله د هدفي وژنو او نښلیدونکو ماینونو پيښې زیاتې شوې، خلیلزاد کابل ته راغی او له افغان لوري سره خبرو کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به طالبان نور هدفي وژني او ماین چاودنه پر عامو خلکو نه کوي.

همداسې وشول، طالبانو په دې اعتراف کړی و چې مدنې ټولنو غړو، ژورنالستانو، دیني عالمانو او نورو فعالانو باندې بریدونه دوی کول او تر دې وروسته به یې نه کوي.

خو کله چې طالبان پر عامو خلکو بریدونه و نه کړي، بیا وضعیت ښه وي، له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه کې دوی هیڅ لاس ته راوړنه نه شي درلودلی او نه یې کومه رسنۍ نوم اخلي.

یواځې پر ملکي وګړو د طالبانو بریدونه شور جوړولی شي او فشار زیاتولی شي، له همدې کبله طالبان پر ملکي وګړو بریدونه کوي او د دې بریدونو له درکه غواړي د دوی د تاوتریخوالي غږ پورته شي.

طالب جګړه د تاوتریخوالي لپاره پيل کړې، د سولې له خبرو ځکه تيښته کوي چې بیا پکې تاوتریخوالی نشته او د طالبانو ګټې پکې نشته.

طالبانو د خلکو له جهالت ناسمه ګټه پورته کوي، جاهله ځوانان جذب کوي، بیا ورته خلک کافر کوي او برید ته یې هڅوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.