جېمز: يو شمېر امریکايي پوځیان دې افغانستان کې پاتې شي

1,271

د افغانستان روان وضعیت او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدو ته په کتو باید، یوه ډله امریکايي پوځیان په یاد هېواد کې پاتې شي.
وال سټريټ ژورنال د امریکايي سناتور جېمز اینهوف مقاله خپره کړې، چې په کې راغلي، له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه په بېړه شوې ده.
نوموړي ويلي، چې بایډن له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته د بدو پېښو په اړه فکر نه دی کړی؛ ځکه یې داسې پرېکړه کړې ده.
اینهوف ویلي، چې په دوحې کې د افغان سولې خبرې یوې پایلې ته تر رسېدو پورې د امریکايي سرتېرو یوه ډله باید په افغانستان کې پاتې شي.
ده زیاته کړې، چې افغانستان کې روان وضعیت اندېښمن دی؛ ځکه طالبان هره ورځ د لا ډېر امتیاز ترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو بریدونه کوي او د تاوتریخوالي کچه ورځ نه بلې لوړیږي.
باید یاده شي، چې امریکا کې یو شمېر چارواکي او سیاسي شنوونکي هره ورځ د بایډن له پرېکړې سره خپل مخالفت اظهاروي او زیاتوي، چې باید د دوی سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.
دوی وايي، چې لا هم افغانستان کې طالبان له القاعدې ډلې سره اړیکې لري او امریکا ته په لوی ګواښ بدلېدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.