ډاکتر ماخان مېږی شینواری
Interrogativsatz پوښتنغونډاله
پېژند د اوکسفورد ژبې څخه: اېنتېروګاتیوغونډاله یا پوښتنغنډاله څه ده؟
پوښتنغونډاله ( Interrogativsatz یا Erotema) یوه غونډاله ده، چې د هغې دنده تیپیکي پوښتنکونه ده. د پوښتنې ویېنډول د دې په چوپړ کې دۍ، چې یو معلوماتي ځواب ترې لاس ته راوړو. پوښتنغونډاله داسې ده، لکه ویناغونډاله او غوښتنغونډاله، یو د غونډالې ډول.
د اېنتروګاتیونومځاینیوو او نسبتي نومځاینیوو په منځ کې څه توپیر دي؟
Relativpronomen یا تسبتي نومځاینیوي د نومویو په ځای کارول کیږي. دا یوه غړېغونډاله ( نسبتي غونډاله) لارښودوي او د یوې په سر یا پورته ترتیب شوې غونډالې یوه نوم (یا نومځاینیوي) نښلوي یا تړي. اېتروګاتیو نومځاینیوي یوهپوښتنغونډاله (اېنتروګاتیو غونډالې) لارښودوي او د غږکونې غونډالو په څېر هم کارېدلی شي.
بېلګې؛
کتاب، کوم چې زه یې لولم، ستړیکېدونکی دی.
دا د باور نه دي، څه چې ته ماته وایې.
اېتروګاتیو غونډالې پوښتنغوډالې لارښودوي، کېدی شي دغږغونډالې پهڅېر هم راشي.
بېلګه: چا به دا فکر کړی وی!
ځنې نومځاینیوي کېدی شي نسبتي – او اېتروګاتیوڼومځاینیوي وي .
بېلکه: څوک،چا، څه (شی)، کوم،کومه، یوڅه لپاره.
دا کېدی شي چې وکارول شي.
اینتروګاتیو غونډاله – ناسیده پوښتنغونډاله.
۲ – ښونکی زدکونکي پوښتي، چې چا دا کړکۍ ماته کړې ده.
۲ – شونکی زدکونکي پوښتي، چې ایا له دوي څخه کوم دا کړکۍ ماته کړې ده. اېنتروګاتیو غونډاله( ناسیدهپوښتنغونډاله) یوه څنګغونډاله یا که غواړۍ څنګیزه غونډاله ده. د پوره کونکې پوښتمې په څېر(۱-) څنګغونډاله د یوې پوښتنغونډالې په څېر پیل کیږي. د پرېکړه غونډالې په څېر(۲ -) دا د ایا له لارې یا سره پیل کیږي.
یادونه: په دې ټولو لیکنو کې کمښت شته، چې باید تل ګران لوستونکي یا ډېر کار پرې وکړي.
د اېنتروګاتیو غونډالو برخکلیمي
۱ – غږډولیزه پوښتنغونډاله، ۲ – پرېکړi ییزه پوښتنغونډاله، پوره کېدونکې پوښتنغونډاله.
بېلګې:
۱ – یوه پوښتنغونډاله ده، ، چې ټیک د غږېدونکې د معلومات کنډو یا تشیا خوندي لري، او دا هممهال د خبرو و مل ته انځوروي، چې دا تشیا ډکه کړي.
( ۱ ) غونډاله: ،،( ایا) ته نن راځې؟،، یوه اېتروګاتیو غونډاله ده.
( ۱ ) اېتروګاتیو – یا پوښتنغونډاله د له غونډالنخښې،،؟،، سره په نخښه کیږي، که دا یوه سر – یا بنسټغونډاله وي.
(۱) ځنې پوښتنغونډالې د پوښتنغونډالې پهچوپړ کې نه دي، دوی(یو څه ته ) رابلنغونډالې دي، لکه د بېلګې په توګه،، نه غواړې تر اخره(بلاخره، یا بالاخره( رېښتیا نه پرې پوهېږم. په بخښنه)؟؟) راشې؟،، یا ،، بیا هم یا تر اخره نه غواړې راشې؟،، یا دا هم: پای خبره چې نه غواړې؟
غږیز:
Reziproke رامات – یا په څت- یا بېرته راګرځېدونی- یا ورغبرګ غږیز ویونه .
یادونه: که ،، غبرګ،، ولیکل شي، ناسم دۍ.
رامات شي حالتونه د ،،یو،، او ،،بل،، له لارې یا سره جوړیږي. بېلګې: یو له بل سره. یو له بل څخه. یو وبل ته او نور.
یادونه ( هیله ده، چې راته برګ نه شۍ): موږ د ډېرو وییونو سره نابلد یو یا د خپلې پښتو سره نابلد یو، خو ایا د،،بالاخره،، په ځای ،، بیاهم،، ، ،، په پای کې تر پایه،، یا ،، تراخره،، که وکاروو، نو موخې ته رسېږو. نابلدي هم بد شی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.