کوم سم او کوم ناسم دی؟

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

801

کوم سم او کوم ناسم دی؟

پوښتنه شوې وه، چې: د لوستونکو په اند کوم سم او کوم ناسم  دی.

۱ . زه له ملي یووالي څخه ملاتړ کوم.

۲ . زه د ملي یووالي ملاتړ کوم.

دما لومړۍ ټاکنه ۲ . وه، خو بیا مې فکر وکړ، چې ولې دې ۱ .  هم سم یا نسم وي، نو اړ شوم، چې دا لنډ وڅېړم.

زه به په دې پلمه دما د پخوانۍ ګرامري میندني څخه – حالت او پسې ځاینیوي( پوستپوزېشن)-  یو څه داسې لنډ بیا ولیکم.

پښتو کې دوه حالتونه لرو، رېکتوس او اوبلیکوس یې لاتین دی او په پښتو کې یې ماته ولاړ او پراته حالتونه انډول برښي.

یادونه: زه ملامت یم، چې پښتو ګرامر ته لاس رسی نه لرم او نه پوهېږم، چې اړوند څه به څېړل شوي وي او څنګه به څېړل شوي وي، خو لهالماني ژبې په ګټه مې یل له الملني ژبې څخه مې دا څه داسې رانیولي، چې پښتو څنګه کارول کیږي یا باید وکارول شي. موږ په هره ريښه کې د باندنیو څخه د ګټې پورته کولو ته اړتیا لرو.

ولاړ حالت کړونی حالت دی، چې نومځاینیوي یې : زه، ما، ته ، تا، هغه،هغه او نور دي.

نه پوهېږم، چې په پرېکړوني حالت کې هم همدا راځي، چې دا به ولاړ او که نه پروت حالت وي. که چا څه لیکنه پرې کړې وي او روښانه یې کړه، پوره مرسته به یې وي. خو دا نومځای نیوي یې همغه دي. دا چې دا ولاړ نه دي، نو له دې امله هم باید په پراته حالت کې راشي.

یو بل ډول یې اینکلیکتیکي یا ور سره نخښتي یا وېلې شوې نومځاینیوي دي، چې دا  مې، دې، یې دي او

 — ولاړ حالت لپاره دا هم راځي

— لکه کتاب مې واخست، ډوډوۍ مې راوړه یا ما کتاب واخست، ما ډوډۍ راوړه او

—  د پروت حالت لپاره

— لکه کتاب مې راکړه. کور مې سپین رنګ لري یا دما کتاب راکړه.  دما کور سپین رنګ لري، چې دا مې، دې، یې دلته د خاوندوالي نومځاینیوي، چې  ،، د ما …. کې دا ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دی.

ولې ،، د ما، د تا، د هغه…،،؟

موږ په پښتو کې دا درې ډوله وایو: دما، زما، یما، دتا، یېتا، ستا، دهغه او نور… نو دا ،، د ،، که د خاوندوالي مورفیم وي، نو ،، دما،، سم دی او په ټولو کې دا ګډ هم راځي.

که ،، د ،، دخاوندوالي مورفیم وي، خو همداسې دی، ک نه ، نو بیایې باید دلیل راوړو

بیا: په ځواب کې

د دې لپاره، چې دا لږ ښه روښانه کړو او توکلي ځواب به ونه وایو، ښه به وي، چې لږ رڼا په واچوی.

د دې لپاره پوښتنې کوو:

۱ – ایا له ملي وحدت څخه ملاتړ کوې؟

۲ – ایا د ملي وحدت ملاتړ کوې؟

۱ ته–   ور څخه ملاتړ کوم.

۲ ته –  زه یې ملاتړ کوم.

په ۱ – کې یې غوره او پوهونه …. ورکوونکي یې پسېځاینیوي څخه دی، چې باید روښانه یې کړو او بېلګې يې راوړو.

ایا زه به دا دواړه سمې وبولم، ځکه چې دا د حالت له مخې دوه بېلابېلې موخې لري؟

په ۱ . کې څه لرې یا شته، چې د هغې د ساتلو لپاره له هغه لرلي یا شته څه څخه ملاتړ کوي. زه دما د کور له ورانولو څخه ملاتړ کوم. دا هم سمه نه برېښي، خو فکر پرې کوو.

په ۲ . په ،، د ملي وحدت،، کې دا ،، د ،، د خاوندوالي مورفیم دی، چې له یوه څه ……..

دې د خاوندوالي حالت کې دا ملاتړ د ملي یووالي دی او د هغې ملاتړ کوې.

حالتونه لږ تر لږ په الماني کې داتیو او اکوزاتیو کارول کیږي، چې په غونډاله کې هغه شی په نخښه کړې، نو دا د غونډالې هغه برخه ده چې څه ورسره پېښیږي.

— داتیو ( په پښتو کې ډېر انډول لري)  تل یو کس په نخښه کوې. چې په داتیو کې د هغه پوښتنه کیږي، چې اړوند یې پوښتنه کیږي،، له څه،،( په پښتو کې دا ډېر دي، چې ګوته به ورته ونیسو)؟.

— په پښتو کې د دې داتیو انډولونه ډېر دي، لکه: — له څه، -چا، — په څه، -چا، –، پرڅه ، – چا، تر څه، -چا، — وڅه، وچا، او داسې نورو چې دا ټول د اړونده پوستپوزېشنونو یا پسېځاینیوو سره راخې

دا د ،،له ،،مورفېم  څخه دا پوهېږو، چې  له ما( له تا، له هغه)،، حالت د دې لپاره کارول کیږي، چې شی په غونډاله کې په نخښه کړي، داسې د غونډالې یا غونډالبرخه، چي یو څه ورسره پېښيږي. دا د له ما…. حالت نږدې  تل یو شی  په ګوته کوي یا په نخښه کوي. دا پوښتنه چې د شي پوښتنه وشي او داسې پوښتنه کوو ،، له چا،، څخه؟

د خاوندوالي حالت: په ،، د ما،، کې دا ،، د ،، د خاوندوالي یا اړوندوالي مورفیم دی. سړی یو نوم یا نومځاینیوی د خاوندوالي په یوه حالت کې پوره کوي. دا د خاوندوالي مورفېم په ګوته کوي چې په چا پورې دا اړه لري. پوښتنه: دا ،،د چا،، کور دی؟ دلته کور د خاوندوالي اله یا شی دی.

د سپوږمۍ اس سپین دی. په پای کې بیا هم

یوه غوره یادونه او د ما میندنه:

له، تر، په، پر، و… خپلواک ورڅخه څه نه پوهېدل کیږي، پرته له نومځاینیوو، څخه، چې اړونده حالت په ګوته کوي: لاندې یې ښایو:

را ( ور، در) څخه ( سره ، کره، پورې، کې، باندې، ته….) داسې هم لیکلی شو:

له ما (له تا، له هغه (کس او شي)، …) څخه(سره، کره)

راڅخه = له ما څخه.

 لاس ته  راوړنه: را=له ما او همداسې نور. نو له څخه پوهېږم، چې څخه پوست پوزېشن یا پسې ځاینیوی دی.

تراوسه داسې انګېرلکېده، چې ،،له… څخه،، به سنترپوزېشن وي، خو د ما د څېړنو له مخې په پښتو کې یا لږ تر لږه په یادو حالتونو یواځې پسېځاینیوي لرو. ځنو ژبپ،هانو داسې هم لیکلي، چې د ،، څخه،، په ځای ګوندې له راځي، خو داسې نه ده.

 دا دما ،، د ښونځي لپاره پښتوژبلار،، کتاب کې په دې اخرنۍ بڼه هم شته او هغه پخوانۍ لیکنې هم.

په پای کې لڼد بیا

،،له،، څخه په خپلواکه توګه څه پوهېږو؟

څخه پسېځاینیوی دی او که لنډ ووایو، چې د یوې کړنې یا یو څه پیل دی او همداسې یو څه ترې راوځي یا وځي. بېلګې یې: له کابل( نهه بجو، سپین) څخه تر جلال اباد( لسو بجو، برګ) پورې. دا یوه بېلګه مو بس ده، خو:

۱ – ، ،له ملي یووالي څخه ملاتړ کوم،،  به همداسې څه پوهېدنه ولري لکه: له سپین څخه کور جوړوم. له سپین څخه کور رنګوم. دا ناسم دي او

۲ – د خپلوالي مورفېم سره د یوه خاوند د یو څه لپاره څه کوې.

 د یووالي ملاتړ کوې او همداسې د سپین کور رنګوم.

داسې هم شته:  له سپین څخه کتاب اخلم. د لته د کتاب خاوندوالی ناڅرګند دی، خو سپین سره دی او

د سپین کتاب اخلم. دا کتاب چې اخلم د سپین په واک کې یا د سپین کتاب دی.

بله ستونزه:

د موږ یوه بله ستونځه دا ده، چې ګرامري ستونځې لا لرو او خپله ژبه مو لاتراوسه داسې ستونځې لري، چې پوهنیز څه له نورو ژبو رانیسو او دا چې د موږ بله ژبه درې ده، نو زیاتې کلېمې او یا غونډالې له دې ژبې څخه رانیسو او پښتو کوو یې. زه په درې ډېر ښه نه پوهېږم، خو ګومان مې دی، چې په پښتو انډول لیکنو کې به هم د دري اغیز وي، لکه څنګه په نورو ویونو کې. زیات وخت لولو شتېشن د موږ پښتانه لیکوال هم اېسټېشن لیکې. ګومان مې دی، غونډاله،، له ملي یووالي څخه ملاتړ کوم،، به په درې کې داسې وي، چې، ،، ازوحدت ملي ملاتړ مېکنم،، ، چې د پورته لیکنې له مخې به یې پښتو انډول سم نه وي. په دې کې دې وړاندیزونه وشي. دا باید په یاد راوړو، چې د پښتو او دري ژبې ګرامرونه یو د بل سره له هرې لورې پوره توپیر لري. تر هغې پورې چې زه کومهپرېکړه کړی شم، داده، چې د درې ګرامر ډېر اسان او د پښتو پېچلی دی، چې لهدرې ګرامر څخه ګټه پورتهکول به د پښتو لپاره دومره ګټور نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.