په ژبه کې د سم او ناسم ښوونه

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

806

د م ک ملګرو څخه مې دا لاندې پوښتنه کړې وه:

روزه مو نېکمرغه.

کوم سم دی او ولې؟

۱ – یما، یتا، د هغه

۲ – زما، ستا، د هغه

۳ – د ما، د تا، د هغه

دلته یې ځواب

له ټولو راته ګرانو د م ک ملګرو لوي څښتن مو راته روغ لره. د دې به بخښنه کړۍ، چې ستاسو یو اند او د ما بل اند دی.زه به دا خپل اند داسې روښانه کړم:

موږ د یوڅه د روښانه کولو یا د سم ښولو لپاره دا دوه غوره لرو.

ژبه پیداېښتي ده، نو ښوونه به یې په پیداېښوالي کې څېړو

— پیداېښتوالی

— ټولیزوالی ( که یو څه پیداېښتي نه وي). ځنې ښونې چې کیږي، د هغه غوښتوني د ټولیزوالي په بنسټ کیږي.

— بل ډول ځوابونه یا ښوونې هم شته، چې هغه دلته بیا سیده او ناسیده ښوونې دي، چې ډېر نه پرې غږېږو.

— پېداېښت کې تل پیداېښتي لارې شته، چې له هغو څخه هر څه روښانه کیږي. دا چې ژبه پیداېښت دی، نو هرو مرو باید د هر څه لپاره یوه لار ولري.

— موږ خو دا درې ډوله کلیوالي ویېنې لرو. دا خو درېواړه د پیداېښتې ژبلارې له امله سمې نه وي  او که غواړۍ معیاري نه وي.

— د ټول  د م ک ملګرو ځوابونه ورځني وو او ځنې وایي، چې د پښتو ټولنې د پرېګړې سره سم دي.

— دا چې زیات کسان دې دویم ته وایي، نو هرو مرو دې دا سم هم نه وي، که ناسمون یې ښودلکېدی شي.

— دا چې کومه ټولنه پرېکړه کوي، دا به ووایم، چې دا هم لار نه ده. که ژبه پیداېښت وي، نو باید د سمون لپاره یې پیداېښتي لارې شته وي.

— غواړم دا وښایم، چې دریم سم او ژبلاريز دی. ولې؟

— موږ پوهېږو، چې ،، د،، د خاوندوالي مورفېم دی، نو له دې امله دریم ژبلاریز سم دی.

— ټولیزوالی: د دې  دلیل راوړل نور اړیین دې، خو په زیاتو پوهنو کې دا هم د غوره دلایلو څخه راوړل کيږ، چې د پیداېښت سره همغږی دی. نو که داسې وي، دا د ،، د ،، خاوندوالي مورفېم له امله دا ټولیز هم دی او په ټول کې دا ګډ هم دی.

— یوه ښوونه یا یو  دلیل تر هغې پورې سم دی، تر څو یې چې ناسموالی یا په بل ډول مخامخوالی نه وي ښوول شوی. دا پوهنیزې لارې چارې دي. له دې همداسې پوهیږو.

رابه اوس سیده ناسیدهښوونو ته.

— سیدهښوونه: ۳ –م سم دی. دا به ښایو. ومو ښوول، چې ۳ –م ځواب دپیداېښت سره سم دی او همداسې ټولیز دی

— ناسیده شوونه. کهموږ وښایو چې ۳ -/ ناسم دی، نو باید ۱ – م یا ۲ –م سم وي.

دا د پورته دواړو پیداېښتي او ټولیزوالي ښوونو سره مخامخ دی، نو دا ناسم دی او ۲ – سم.

دلته مې تاسو لږ د شمېرپوهنې ششونو سره هم ستړي کړۍ.

هیله ده، چې مرسته وکړۍ، چې یوې لاس ته راوړنې ته راشو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.