د پښتو حالتونو د ستونځوبیو بریا

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

809

د پښتو حالتونو د ستونځوبیو بریا

څنګه دې لاس ته راوړنې ته بریالی شوم؟

دېر خوښ یم او باوروکړۍ، چې ورته پام مې شو، چې دا کار خو د لومړي ځل لپاره د ما موندنه ده او د ډېرو کلونو د څېړنو لاس ته راوړنه ده، چې غونډه شپه مې خوب کډه وکړه. د ما ډېر څه، چې څه مې کړي یا څه باید وکړم، د شپې په چرت یا د شپې په فکر ګړنجولوـ مه راپورې خاندۍ، دا تکیه کلام لکه چې کارول کیږي- کې را پیدا کیږي. خو اجازه راکړي، چې له هر څه څخه  د مخه یوه اړیېنه یادونه وکړم.

اړیېنه یادونه: باور وکړۍ، چې ځانپالی نه یم او بل د لیونتوب یا د زورواکوال  ګومان مې هم په ځان نه راځي. دا باید روښانه کړم، چې تر څو پورې دا د ما په پوهنه ولاړ ماته راپیدا اند چا په  پوهنیزو دلایلو نه وي رد کړی، تر هغې پورې باید سم وګڼل شي او که داسې وي، نو بیا موږ ټولو ته د دې بریا مبارکي وایم.

د ما په دې دعوه  کې دوه موخې دي، چې د موږ ژبپوهان او نور ژبمینه وال دې ته راوپارېږي، د نورو پوهنیزه څېړنو په بنسټ یې رد کړي، چې دا به هم د ما د دعوه رد کول، خو بیا به هم دا هڅول د ما بریا وي.

د ما په څېړنو کې مې تل دې ته فکر شته، چې  په پښتو کې حالتونه کم یا هېڅ نه دي څېړل شوي او که زه ورڅخه نا خبر یم، هغه به هم رامیدان ته شي، چې زه به ورته خوښ او د دې بریا په څرګندولو به هم هېڅ زړه بدی نه شم.

دا فکر راته ودرېد، چې په همدې هکله مې د خپلو څېړنو یو کتاب برابراوه.

دې بریا ته مې نو څنګه لار ومینده؟

— د حالتونو په څېړنو مې پیل وکړ، چې د ما په لومړنیو د پښتو ژبلار کتابونو کې هم شته.

لومړی مې دا حالتونه د الماني حالتونو په بنسټ وڅېړل، خو په پښتو کونه کې یې کوم ناسمون نه دی راغلی، خو دې څېړلو موخه وره او پایلاس ته راوړنه نه لروده. بیا مې ځنو ملګرو او ژبمینه والو دې ته پام راواړاوه، چې  پښتو دوه حالتونه رېکتوس(ولاړ یا کړوني حالت) او اوبلیکوس ( پروت یا نه کړون ی حالت) حالتونه دي.

هغه مې وڅېړل او په هکله مې د یوه ځوان پوه کامران منګل لیکنه یا ماته په کمنت ولیکل، چې ،، د ،، د خاودوالي مورفېم دی. پوه شوم، چې ،، د ،، پرته له نوموییونو کومه خپلواکه پوهېدنه نه لري او همدلته مې ورته پام شو، چې ،، د ،، د خاوندوالي حالت یو مورفېم وي او خپلواکه پوهېدنه نه لري، نو دا له، په، پر، او…. هم باید د کوم حالت یا حالتونو مورفېمونه وي او پرته له نوموییونو څخه به خلپواکه پوهېدنه ونه لري. ګومان مې سم وو، خو پرې باوري کېدل یې راته ستونځمن وو، تر څو پورې چې د نور حالتونو په دې پوهېدنه چې لومړی د اینکلیتیکي حالت ( پسې تکیه اړ حالت) سره مخ شوم. دې هم  پوره روښانتیا  ځکه نه شوه روا ستلی چې دې پسې او د مخه تکیه اړ هم ورسره یوځای څېړل شوي وو، خو همدلته راته د نومځاینیوو را، در، ور  چې پروکليتیکي یا د مخه تکیه اړ نومځاینیوی دي په مرسته دا فکر پیدا شو چې دا له، په، پر، او نور هم لکه،، د،، د حالتونو مورفېمونه دي او دا د ( را،در، ور)( څخه، سره، کره، ته، پورې، کې او نور) کارونې له امله بیا د وخت په تېرېدو سره دا فکر هم راته پیداشو، چې پښتو نو یواځې پوستپوزېشنونه لري.

کله چې د کلیتیکي ( تکیه اړ) کلمې سره مخامخ شوم، چې په دوه برخو اېنکلیتیکي ( پسې تکیه اړ) او پروکلیتیکي ( د مخه تکیه اړ)  نومځاینیوي لري، نو دې پاي ته راورسېدم.

د دوه حالتونو کړوني او نه کړونو څخه بیا همدې څلورو حالتونو ته راغلم.

له دې څخه د مخه مې دا بریاوې هم لوي څښتن په برخه کړي، چي له، پر، او نور – لکه دباندني او افغاني پښتوپوهان یې وایي- پرېپوزېشنونه نه دي او دا یواځې د حالتونو اړونده مورفېمونه دي، چې پرته له، نوموییونو بله پوهېدنه نه لري او همداسې چې پښتو یواځې پوستپوزېشنونه لري او بس.

دا څه ميندنې چې دي، له نوم څخه یې پوهېږو، چې په ژبه کې شته څه دي، چې هغې ته مو باید پام شوی وي.

یوه غوره خبره داده، چې د موږ تېرو ژبپوهانو خپلې ژبې ته په دې لنډ وخت کې ډېر کار کړی، ځکه چې پښتو ژبې ته د کار کړلو وخت ډېر لږ وو. ژبه مو داسې په ۱۹۳۲ ز ک کې داسې په نامه په رسمیت کې دننه شوه او بیا په ۱۹۶۴ ز ک کې – چې هلته د پښتو ټولنه هم جوړه وه – قانوني شوه، نو دا  د یوې ژبې د ودې لپاره ډېر لږ وخت دی، چې د دوي ګار زه بیا بیا ستایم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.