غزل

عبدالباري جهاني

570
ولاړه ډېوه مړه سوه بې لمبې پتنګان څه کوي
لاس د ساقي تش دی په محفل کي رندان څه کوي
اوس د محتسب له ویري شرنګ له تاره نه وزي
نور به په دې قبر کي مطرب او مغان څه کوي
نور به له منګیو سره پېغلي لنډۍ وچي وي
دلته پر ګودر باندي به ټیک او پېزوان څه کوي
زموږ له کلیو بار کړې پسرلیو نیمه خوا کډي
اوس به له خزان سره راغلی باغوان څه کوي
موږ خو یې پر سیوري د رقیب ګامونه نه منل
اوس د رقیبانو په غوبل کي جانان څه کوي
ما به هر سهار نسیم ته نوې نغمه ولیکل
اوس به مي له اوښکو سره څیري ګرېوان څه کوي
نن په هره پوله کي ښکاري دامونه وشیندل
اوس به له دې باغه الوتلي مرغان څه کوي
مه راځه نسیمه غوړېدو ته غونچې نه لرو
ستا سره به وچ خزان وهلی بوستان څه کوي
پرېږده جهاني د لحد مړو ته یې مه لیکه
ګوره چي زمان دي په غزل او دېوان څه کوي
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د جون شلمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.