د عوامي نشنل ګوند د مرکزي کمېټې غړی عبیدالله کاسي تښتول شوی

875

تېره ورځ ناوخته نامالومو کسانو د عوامي نشل ګوند د مرکزي کمیټې غړی عبیدالله کاسي د کویټې ښار ته نږدې له «کچلاغ» سیمې تښتولی.

نوموړی خپل کورته پر لاره و، چې د کیترو کلي ـ کویټې کچلاغ لویې لارې ترمنځ له خپل موټر ښکته کړی شوی او نامالوم لوري ته وړل شوی دی.

په ورته وخت کې د کچلاغ سیمې د پوستې افسر هم د کاسي تښتول کېدل مني؛ خو وايي، چې په دې تړاو یې هڅې پیل کړي؛ ترڅو د یادې پېښې عامیلن پیدا کړي.

بل پلو بیا په ټولینزو رسنیو کې هم یاده پېښه په کلکو ټکو غندل شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پرخپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د پښتونخوا ملي عوامي نشنل پارټي د غړي «عثمان کاکړ» د مړینې یوه اونۍ نه ده پوره شوې، چې د عوامي نشنل ګوند«A N P» د بلوچستان سوبې ایالتي مشر او د یاد ګوند د مرکزې کمېټی غړي «عبیدالله کاسي» د تښتوني غم پر پښتنو راغی.

نوموړي وړاندې لیکلي، چې هرڅوک، چې د پښتنو لپاره غږ پورته کوي؛ نو وژل کیږي، تښتول کیږي او کورنۍ یې له ستونزو سره لاس او ګریوان کیږي.

که څه هم تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلي؛ خو د پاکستان حکومت ډېر کله هغه خلک په نښه کوي، چې د پښتنو د حق غوښتلو او د دوی د حکومت د ظلم پر وړاندې غږ پورته کوي.

له دې وړاندې هم د یاد ګوند ویاند اسد خان اڅکزی د نامالومو کسانو له لوري تښتول شوی و، چې له ۴ میاشتې نادرکي وروسته یې مړی موندل شوی و.

باید یاده شي، چې د عثمان کاکړ له مړینې وروسته د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي و، چې د پښتنو مشرانو وژل د پاکستان د څارګرې ادارې کار دی او هغه وخت، چې دی ورسره بندي و؛ نو ترې غوښتي یې و، ترڅو د خوشې کېدو په بدل کې یو شمېر پښتانه مشران ووژني.

د خلکو په باور په پاکستان کې د ټولو مرموزو وژنو او تښتونو مسئول پنجابي پوځ او د ای اس ای بدنام جاسوسي سازمان دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.