د سياست په کږليچونو کې د وجدان قرباني

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

880

پوهيږم چې زموږ چارواکو يوازې کابل ته له رومانيا څخه د راوړل شويو افغان ځوانانو د تابوتونو له رارسېدو ته غبرګون وښوده خو د ډيورنډ له کرښې څخه د تيريدو په مهال د رنځورانو ماشومانو  تورسرو او نورو افغانانو د بېوسي په چيغو  باندې خبر دي خو غوږونه يې کاڼه کړي دي،  يقيناً به  د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې  هم د انساني قاچاق وړونکو لخوا د هېواد د زرګونو ځوانانو په سرنوشت باندې د ملنډو د داستانونو په تړاو هم په جريان کې قرار لري خو ځانونه ناخبره اچوي. دا هم څرګنده خبره ده چې واکمنان  په کابل کې د پاکستان او ايران د سفارتونو او د هغوى د کميشن کارانو د انلاین او افلاين ويزو د ورکړي تر عنوان لاندې د شرموونکي تجارت په تړاو هم بشپړ معلومات لري خو چوپه خوله مصلحت ګڼي او تر هرڅه مهم دا چې چارواکي به په هيواد کې د بيوزلي له امله د يوې ګولې ډوډۍ موندلو او په زده کړو باندې د بنديز له امله خپلو بچيانو راتلونکي ته د اندېښمنو او لالهانده والدينو د زړونو درد د احساس وړتیا لري خو متاسفانه وجدان ډير وخت د سياست په کږليچونو کې قرباني کېږي. ځکه خو  وايي چې نړيوال دې ژوند ته د خطر ترعنوان لاندې له هيواد څخه زموږ کادرونه او استعدادونه نه باسي.

غواړم نن داخبره بيا په زغرده وکړم چې که مو په پخواني حکومتي جوړښت او تګلارو باندې نيوکې کولې او يا هم په نننيو حاکمانو باندې نقد کوو، موخه مو مخالفت، دښمني او مادي امتیازات ترلاسه کول قطعاً نه وو او نه دي، بلکې د خپل هېواد ښېرازي او د ولس خوشحالي مو موخې جوړوي. نه مو څوک د وجدان سودا کولاى شي او نه هم راته له ارزښتونو سره د خيانت تصور ممکن دى. که پرونيو راباندې د طالباني تفکر درلودونکي ټاپه لګوله او که نننى راته د اشغال پاتې شوني ووايي خو نه پروني د خپلې وطنپالنې په ترازو کې له ځانه درانه ګڼم او نه هم ننني له خپلو ايماني تړاوونو څخه راته لوړ ښکاريږي.

تېر نظام د امریکا تر مشرتابه لاندې د نړيوالې ټولنې لخوا د يوه ناوړه، نا انډوله او نامتجانس جوړښت په شکل عمدتاً د پخوانیو جنګسالارانو او د لويديځ د يلويانو ترمنځ په ويشلې او پاشلې بڼه د ديموکراسي د يوې عجيب او غريب ورژن د شاخصونو پربنسټ رامنځته شوى وو. په دغه جوړښت کې په جزوى توګه پاکو او هيواد پالو افرادو هم شتون درلود خو رول او واک يې محدود وو،  خو اوس نشته.

راځئ د هغه نظام د نسکوريدو په لاملونو باندي د راتلونکي بريا ترلاسه کولو لپاره فکر وکړو. د فساد او د خلکو په زړونو کې د ريښو غځولو او له هيواد سره د سوچه اړيکو جوړولو په برخه کې د سکوټې ناکامي په شمول د نورو ډېرو عواملو له امله ونړول شو يا هم په بل تعبير ونړيده.  د تير حکومت بدې

کړنې، ناوړه جوړښت او پکې د نا اهله خلکو حاکميت اوسني حکومت ته د ورته کړنو مجوز نشي برابرولاى. دابه ستره غلطي وي چې اوسني چارواکي خپلې ناوړه کړنې د تير حکومت د بديو ترشا پټې او يا يې هم توجیه کړي.

که د يرغلګرو ځواکونو د شتون ستونځه چې د سترې بدنامي لامل وو يوې خوا ته کړو، نو يقيناً په پرتله ييز ډول د عامه ذهنیت د قضاوت په تله کې د او سني حکومت نيمګړتياوې هم کمې نه دي. په کور دننه او بهر  مشروعیت شتون نه لري؛ د بين الافغاني اجماع له لارې د اسلامي حکومت جوړولو په هيلو باندي مو د خاورو ډېرئ جوړې شوې. د انجونو په زده کړو باندې ناروا بنديز لاهم  دوام لري او دغه بنديز د هېواد د خپلواکي او زموږ ملي وقار د خوندیتوب مخه نيسي، لوړ دولتي پوستونه ټول انډيوالانو ته سپارل شوي دي، انډيوالي عمدتاً په دندو باندې د ګمارنو لپاره د اهليت شرط دي. بيکاري لوږه او غربت هيولايي شکل نيولى دى، خو متأسفانه زموږ چارواکي لاهم نړۍ ته د شکايت په لهجه مخاطب کيږي چې کادرونه مو مه باسئ.

افغان ولس پوهيږي چې اوسني مشرتابه ته په ځينو مواردو کې د مهمو فرصتونو وړتیاوو او نادرو ځانګړتیاو له امله د مسئوليت او مکلفیت خورا دروند بار ور په غاړه دى، ترڅو د هېواد لپاره د اساسي قانون له تسويد ترتیب او تصويب څخه وروسته داسې قانوني بدلونونه نوښتونه او بنسټونه رامنځته کړي چې په راتلونکې کې هيڅ شخص يا ډله د توپک په زور د

واک ترلاسه کولو هڅه ونکړي؛ هيڅ فاسد او فاسق شخص يا اشخاص په ولسي استازيتوب پارلمان ته لاره پيدا نکړي، هيڅ فرد يا ډله له قانون څخه د معافیت ترلاسه کولو امتیاز ونلري او هيڅ شخص يا ډله اسلامي نظام، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت ته د ګواښ هڅه ونکړي، خو داسې هيڅ ډول نښې نښانې نه ښکاري چې موجوده حاکمه ډله دې د پورته يادو شويو اصلاحاتو لپاره ذهني تيارى ولري.

څومره به ښه وي چې موجوده حکمرانان خپل حکومت  اقتصاد محوره، منځلاري، پراخ بنسټه او ټول ګډونه اوصافو له نومولو او خپل ولس ته له ناوړه القابو کارولو څخه وړاندې  له ولس او نړيوالې ټولنې سره د رامنځته شوې تقابل د له منځه وړلو لپاره خپلو نيمګړتياو او خپلو عيبونو ته متوجه شي او په خپلو تشو باندي تمرکز وکړي.

که څوک يې نه مني لمر به په ګوتو پټوي چې ډېرى ځوانانو کادري او مسلکي افرادو لا د مخه د موجهو لاملونو له امله هيواد پرييښى دى،  څوک په کورونو کې ناست دې. د ښځينه اولادونو په مخ يې د زده کړو دروازې تړلې پرتې دي او د ډوډۍ موندلو لپاره امکانات او توان نه لري.  بنأًً ژوند ته همدغه خطر يقيناً حياتي ده او له هيواد څخه د تېښتې لپاره بسنه کوي. په دولتي پوستونو باندي پاتې پخواني مامورين په اکثریت ډول هغه ټيټ رتبه مامورین دي چې معاشونه يې لږ دي او د حاکمې ډلې افراد په کمو معاشونو باندې کار نه کوى. په عمومي ډول په تير نظام کې په دولتي پوستونو کې پاتي

شوي خلک په مختلفو نومونو او تهمتونو باندي تورنېږي او توهين کيږي.

شک نشته چې د مختلفو وجوهاتو او عيني واقعيتونو له امله افغانان او په ټوليز ډول نړيواله ټولنه له طالبانو سره تعامل ته لېواله دي او قطعاً نه غواړي د يولسم سيپټمبر پېښې په پايله کې رامنځته شوې سناريو تکرار شي، خو د طالب مشرتابه لخوا نه يوازي ولسي او نړيوال تعامل ته مثبت غبرګون نه دى ښودل شوى، بلکې په حکومت کې د ننه ځينې د  مټکور ذهنيت افراد ياد تعامل د خپلو تګلارو د بريا په توګه وړاندې کوي او د خپلو تګلارو د تداوم لپاره يې د ثبوت په توګه وړاندي کوي.  دغه ذهنيت ولس نور هم د فقر بيوزلي او غلامي خوا ته بيايي او هېواد له ننګونو سره مخ کوي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.