اوسنۍ لاره مو مکې ته نه، بلکې ترکستان ته رسوي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

678

د اسلامي امت پاشلي دريزونه، د امریکا دوه مخي دوستي، د افغانانو د ملي ويښتابه، ټولنيز شعور او پوهې ټکنى حالت، د مشرانو  پاپوليستي شعارونه،  احساساتي دريزونه، زموږ د ټولنې د ړوند تقليد ستونځه، په مفروضو باندي ولاړ قضاوتونه او له همدغو اړخونو څخه زموږ ټولنې ته اوښتي زيانونه، د سياستوالو د واک د وېش او د امتیازاتو ترلاسه کولو په محور راڅرخيدونکي ذهني تمرکز،  د کورنیو جګړو بدنام شاليد او  له مخالفينو سره د ملي روحيې او ملي اجندا په نشتون باندې مې پخوا هم ليکنې کړې دي او به بل وخت به هم ورباندي راوګرزم، خو اوس د مخالفت براى مخالفت پربنسټ نه بلکې د سمون په نيت د اوسني رژیم د نيمګړتياو موضوع يو ځل بيا راسپړم او مشرانو ته ور يادوم چې هغه لاره مو ترکستان ته رسوي چې تاسو مکې ته د رسيدو په موخه غوره کړي ده.  دَ هېواد د ښېرازي او د ولس د سوکالي په موخه غواړم په لاندې ستونځو باندي تمرکز کوم:

١-   ايا نزدې دوه کاله حکومت کول  کافي وخت نه ده  چې اوس مو باید هېواد د اسلام د سپيڅلي دين له پرنسيپونو سره سم، په ملي کچه منل شوي اساسي قانون،  مشروع  نظام، دولتي بنسټونه،  (اجراییه، خپلواکه عدليه او مقننه)  او د ملي مشارکت پر معيارونو ولاړ حکومت درلوداى؟

٢-  د انجونو په زده کړو باندې د بنديز په هکله  د رژيم د مشرانو لخوا مختلف توجيهات چې نه له ديني ادرس څخه د منلو دي، نه ملي توجیه ورته لټول کيداى شي او تر نورو مهمه دا چې د چارواکو لخوا د کورنئ مسئلې ګڼلو استدلال يې نه يوازې داچې ولسي باور نه دى ترلاسه کړى، بلکې  په دغه تړاو وړاندې شوې بانې او پلمې په معکوس ډول په خپل حکومت باندي ملنډې،  خپل نظام ته سپکاوى، د خپلو ظرفیتونو نيمګړتيا، په مشرتابه او مديريت باندې مسخرې ثابتې شوې دي.

٣-  د انجونو  زده کړو،   د ټول ګډونه اسلامي حکومت رامنځته کولو او د مشرانو لخوا نورو مکررو ژمنو ته شا ګرزول په ټولنه کې د علماو حيثيت ته سخت زيان ورساوه، د ښې حکومتولي په دعوو،  د هغوى په اصطلاح د اقتصاد محوره تګلارو، متمائل نظام او تعهداتو ته د ژمنتیا په تړاو يې په حاکمه ډله باندې د افغان ولس اونړيوالې د بې باوري ګراف نور هم لوړ کړ. د دغه ناوړه بنديز سملاسي ختمول د اوسني حکومت د بقا لپاره حياتي اړتیا ده.

٤-  دا سمه ده چې هيڅ هېواد او نړيوال اورګان نشي کولاى د نورو هېوادونو په کورنیو مذهبي کلتوري او ټولنيزو ارزښتونو باندي نيوکه وکړي او يا هم د مرستو لپاره په ديني او کلتوري برخه کې بدلون شرط وګرزوي، خو  ټولو انسانانو ته له استثنا پرته د زده کړو حق اسلامي اصل او له هغو نړيوالو قوانینو څخه دى چې افغانستان منلي دي.  نظام په کور دننه ولسى مشروعیت هم نه دى ترلاسه کړى، نو د زده کړو ستونځه کورنۍ مسئله ګڼل ښه استدلال نه ګڼل کیږي. زموږ ديرى ستونځې د کورني مشروعیت له نه درلودلو څخه سرچینه اخلي چې د اساسي قانون او مشروع نظام د نشتون له امله يې د اوسنى حکومت په وړاندې ننګونې ايجاد کړي دي

٥-  طالب مشران ډير ځله له نړۍ څخه د مثبت تعامل غوښتنه کوي او خپل دريزونه متمائل ګڼي. پوښتنه داده چې مثبت تعامل خو دوه اړخیز انعطاف ته ويل کېږي، نو ايا حاکم رژيم له تيرو نزدې دووکلونو راهیسې د نړيوالې ټولنې نغدي مرستو په وړاندې مثبت تعامل ښودلى دى؟ د ملي مصلحتونو پربنسټ د ديني او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې يې داسې انعطاف ښودلاى دى چې افغان ولس يې د خپل نظام ترشا ودريږي؟ بله دا چې موجوده حکومت له خپل ولس سره د مثبت تعامل شاليد هم نلري.

٦–  د افغانستان په تړاو په نړيوالو غونډو کې د ګډون کولو مکررو غوښتنو په برخه کې له منفي ځواب وروسته په کور دننه د ريفورم او سمون په موخه ګامونه پورته کولو لپاره تر بل هروخت ښه فرصتونه شتون لري. دغه فرصتونه موقت دي او باید ګټه ترې پورته کړاى شي. که داسې مو وکړاى شو د رسميت پيژندلو او په غونډو کې دګډون کولو لپاره به د خيرات غوښتلو اړتیا نه وي بلکې موږ به د دغه ډول ناستو مرکزي اړخ او مديريت کوونکي يو.

٧– که په مشرانو کې اسلامي درايت، ايماني فراست او افغاني هوډ شتون ولرى، نو د نظام جوړولو، د هيواد د خپلواکي، له خيراتونو څخه د نجات او د ولس د سوکالي لپاره د  داسې امکانات او موزون شرایط رامنځته شوي دي چې د تيرو پنځو لسيزو په دوران کې هيڅ حکومت دغه فرصتونه نه درلودل. په زغرده وايم چې دغه امکانات او فرصتونه تلپاتې هم نه دي.

٨– غاصبين او مفسدين د کچې له توپير سره سره د اوسني حکومت په ګډون په نورو حکومتونو، اورګانونو ادارو ټولنو او نظامونو کي هم شتون درلوده او اوس هم سرونه راټوکولاى شي، خو که له قانون څخه د معافیت کلتور نه وي، د چارواکو کلکه اراده او پياوړى عزم شتون ولري، نو د قانون له مخې ټکول او سمول يې ناشونئ کار نه دى. مختلفې لارې شتون لري چې حکومت ته باید ملي بڼه ورکړل شي. له ملا او طالب ورهاخوا په نورو افغانانو باندي هم بايد باور وکړاى شى. په هر ځاى هره اداره او هر پوست باندې ملا ګمارل د ښه مدیریت نښه نه ده. دغه کړنې د هغوى د مبارزې د ريښتونولي په برخه کې پوښتنې راپورته کوي، د اختلافاتو د را څرګنديدو او د نظام د خرابيدو لامل ګرزي.

٩– څرګند واقعيت دا دى چې موږ د تېر جمهوري حکومت په مهال نظام او اساسي قانون درلوده، خو نظام متلاشي او له قانون څخه د زورواکانو لپاره د معافیت دود هغه نظام

وشړاوو او بالاخره يې همدغه نيمګړتياوې د پاشلتيا او د سقوط له عواملو څخه وګرزيده. اوس د هېواد په ټوله جغرافيه باندې حاکم حکومت شتون لري. پاشلى او ويشلى حکومت نه دى، امنیت شته، خو داهر څه له منځه تلاى شي او اوس موږ داسې څه نلرو چې له معيارونو سره سم نظام ورته وويلاى شو.

١٠-  خپلو نېمګړتياو او عيبونو باندي له راګرځيدو پرته د ملت د غوښتنو په غبرګون کې هغوى ته د ناپوهانو او د پخواني رژیم د پاتې شونو خطاب کول، د سياسي مخالفينو تورونو او د نړيوالې ټولنې لخوا په رژیم باندي لګول شويو الزامونه په تړاو له رغنده  او ژور فکر کولو پرته په متحدالمال ډول د ردولو او دروغ بللو غبرګون د اوسني رژیم ستونځه لاپسې پيچلي کوى او هيواد د نورې انزوا خوا ته بيايي؛ چې اغيزې به يې په ولس باندې پريوزي. که د حاکم اړخ استدلال په کره منطق ولاړ او د ولس له ملاتړ څخه برخمن وي، نو د بين الافغاني مذاکراتو د بهير رامنځته کيدو په هکله ولې افغانان ستونځه ولري؟

١١– ولس له جګړو ستړى دى او د ازمويل شويو سياستوالو د تياره او بدنام شاليد له امله له موجوده نظام سره تعامل کوي. نړيواله ټولنه په بالمثل ډول  د خپلو مشروع ګټو د خوندیتوب لپاره اوسني پياوړي حکومت سره تعامل ته ارجحيت ورکوي.  د دوه اړخیزو همکاریو ډګر لپاره پراخه امکانات او خورا ښه فرصتونه شتون لري. د اوسني حکومت د ايماني فراست د

ازمويلو شيبې دي چې د ديني او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې له خپل ولس او له نړۍ سره د پراخې کچې تعامل ته لمړيتوب ورکوي او که خداى ناخواسته د تقابل او تصادم ناکام سياست دوام مومي. که احيا دوهم د تقابل او تصادم لاره غوره کړي، دا به له دين، ولس هيواد او خپل ځان سره جفا وي.

شک نشته چې په ناوريني حالاتو کې د ستونځو ترشا مختلف فکتورونه رول لري او د  هر فکتور د څيړلو او له منځه وړلو لپاره مختلفې حل لارې، د هغوى د ګټو او زيانونو ارزول  او د نورو په پرتله اسانه او ارزانه حل غوره کول د ښې او کاري ستراتیژی برخه ده. د اوسني حکومت د بريا په وړاندې که سترې ننګونې پرتې دي نو بهترين فرصتونه هم په لاس کې لري.  د افغانستان په ټوله جغرافيه باندي تسلط لري. تر ټولو ځواکمن اړخ دي او د ښه بديل نشتون يې که څوک نه مني نو لمر په ګوتو پټوي.

البته عيني شرایطو ته په کتو د سمون او بدلون لپاره فوري ګامونه پورته کول زموږ ملي اړتیا ده.  ښه به داوي چې دا هر څه د فشار په نتیجه کې نه بلکې له پراخو فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې اوسني مشران په خپله نوښتګر شي.  تر ټولو ښه او په زړه پورې فرصت دادى چې اوسنۍ حاکمه ډله بديل نه لري. جګړه منفوره پديده ګڼل کېږي؛ پخواني حاکمه ډله کې په ټوليز ډول د زورواکانو او مفسدينو د شتون له امله بدنامه ده. افغان ولس او نړيواله ټولنه د ستونځو سوله ايز حل ته لمړيتوب ورکوي . نه زورواکان او نه لوټماران هغه پخواني

مانورونه کولاى شي،  نه جنګ سالاران انتن ورکوي او نه هم بهرني اړخونه د د زور کارولو ته لمړيتوب ورکوي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.