د تيرو څو لسيزو په اوږدو کې افغانان د خپلو ستونځو په تړاو د پاکستان رول او کريکتر ته د کرکو له زاويې څخه ګوري او متاسفانه د دواړو خواوو ترمنځ د بې باوري ګراف ورځ تربلې لوړيږي. زه په لاندې ليکنه کې په دغه مسئله باندي تمرکز کول غواړم چې د سمون په موخه سپورې او ستوغې ويل زموږ ترمنځ شته ستونځې د حل کولو پرځاى نورې پيچلې کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ترينګلتيا له امله د هغوى تګلارې د عيني واقعيتونو او دَ غوره تمدن د پرنسيپونو پر معيار او مقياس برابرې نه ګڼم، خو د دواړو غاړو له اشتباهاتو، ناسمو تګلارو او د ځوانانو له احساساتي ذهنيت سربيره نور کورني او بهرني عوامل يې هم له پامه نشو غورځولای. البته دومره هم ضرور وايم چې د ګاونډیانو ترمنځ د اړيکو کچه تر اوسنۍ کچې پورې رسول ناوړه سياست، د ناکامو ستراتيژيو پايله او په هيڅ ډول د هيڅ لوري په ګټه نه ده.
دَ مخالف اړخ له کړنو او څرګندونو سره د اخلاقي او کلتوري کودونه په چوکاټ کې مخالفت څرګندول د هر چا حق دى خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په هکله د پاکستان تګلارو ته په احساساتي ډول دَ بدرد په ويلو خپله غوسه ښکاره کول
زموږ د درد درملنه نه کوي، ګټه نه بلکې غبرګونونو ته لاره هواروي او هيواد ته زيان اړوي. احساساتي او سليقوي چلن زموږ له تمدن او د معاصر سياست له معيارونو او پرنسيپونو سره نه يوازي سمون نه خوري بلکې په افغاني کلتور کې هم ځاى نه لري. بله دا چې د نورو خلکو په تګلارو کې د سمون او بدلون راوستلو په پرتله په خپلو ځانونو فکرونو کړنو او ذهنيتونو کې بدلون او سمون رامنځته کول اسانه کار دى.
ويښ ولسونه او پياوړي مشران پرديو ته د پړې ګوتې نيولو پرځاى په خپلو نيمګړتياو باندي تم کيږي او مخالف اړخ ته په خپل ولس او هيواد کې د لاس وهنې لپاره شته نيمګړتياوې او فرصتونو له منځه وړي. د ګاونډيانو ترمنځ هر وخت شخړې او يو بل ته بدرد ويل شهامت نه دى بلکې د ګاونډيانو ترمنځ د د متقابل درنښت، مدنيت او سالم رقابت په چوکاټ کې تعامل شهامت دى. په معاصره نړۍ کې ګاونډيان له يوه بل سره د اږود مهاله اقتصادي اړيکو جوړولو پر بنسټ نښلول کيږي او بيا هر هيواد دخپلو ګټو د خوندیتوب په موخه بل هيواد ته د زيانونو اړولو په تړاو نه يوازې ګام نه اخلي بلکې هغه هېواد ته د زيان اوښتلو مخه نيسي چې په اقتصادي توګه له بل سره نښتي وي.
افغانستان او پاکستان دواړه داسې هېوادونه دي چې د پرمختګونو او د ولسونو د خوشحالي لپاره له يو بل سره د وصل کيدلو پراخه امکانات او فرصتونه لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژبنيو، کلتوري، مذهبي او ټولنيزو مشترکاتو له شتون سربيره يو بل ته د ترانزيټ اسانتياوو ورکولو، د انرژي د ليږد، نړيوال تجارت او نورو ګڼو مواردو کې د يو بل ته اسانتیاوې برابرول، د اوږدې مودې لپاره دواړو هېوادونو د ګډو همکاريو په موخه په زړه پورې بنسټ جوړيداى شي. د سيمه ييزو سوداګريو او د انرژي د ليږد نړيوالو اقتصادي پروژو د بشپړيدو په صورت کې له يوبل سره نښليدلى او په يو بل باندې تکيه کولاى شي.
له نړيوالې انزوا او د بنديزونو د ختميدو په صورت کې اوس مهال د دواړو هېوادونو د پرمختګ په وړاندې پراته خنډونه له منځه ځي، خو متاسفانه داسې ښکاري چې په دغه تړاو د دواړو هېوادونو سياسي مشرتوب د مشترکاتو د لټون پربنسټ د وصل، تړون، پيوستون او په يو بل د تکيه کولو د هڅو نوښت نه کوي او يا هم د خپلو هيوادونو د ابادي او راتلونکو نسلونو د ښېرازه ژوند لپاره د عملي ګامونو پورته کولو اراده نه لري.
که د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لوړو او ژورو ته له بلې زاويې څخه وګورو او ورباندې خوشبينانه نظر واچوو، نو د ولسونو ترمنځ نسبتاً مثبته ځانګړتیا او د اشتراک ښه نکته چې د خپلوي له ژور احساس څخه سرچینه اخلي داده چې کله کله واقعيتونو، د يو بل وړتیاو او امکاناتو ته له کتو پرته له يو بل څخه د لوړې کچې توقعات کيږي. البته دغه توقعات يوازې احساساتي اړخ لري او له ځمکنيو حقایقو سره سمون نه خوري.
افغانان ددې پرځاى چې د يو بل په وړاندې د توپک کارولو زيانونه وڅېړي، د هيواد د بربادي مخه ونیسي، د خبرو او تفاهم له لارې خپلو ستونځو ته په کور دننه حل ولټوي، د يو بل اندېښنې درک کړي، ملي ګټې او ملي اجنډا ترتیب کړي، د مخالف اړخ حذف او نفى کول پريږدي، هېواد د ټولو پرګنو ګډ کور وګڼي، په ګډه يې ابادي ته ملا وتړي او بيا له هر هېواد سره له پياوړي ملي دريز څخه د ستونځو د حل لپاره د خبرو ميز ته کښېني، د رسنيو له لارې د پاکستان تګلارو ته په بدرد ويلو، ښکنځلو او په احساساتي څرګندونو باندي خپله غوسه، کرکه او نفرت څرګندوي او پاکستاني رسنۍ هم متأسفانه په ورته ډول ستونځو ته د حل لارو وړاندې کولو پرځاى هوا ورکول خپل نصب العين ګڼي.
که زموږ مليونونه هيوادوال د کډوالو په توګه په پاکستان کې ميشت وي، د ډيرى سياسي واکمنانو فاميلونه په پاکستان اوسيږي او په دغه هېواد کې ملکيتونه ولري، موږ د واک په سر په خپلمنځي شخړو کې نښتي يو، له پاکستان سره د دوه اړخیزې ديپلوماسي له مخې د خپلو ستونځو د حل د وړتیا د نشتون له امله په ښکنځلو بسنه کوو نو يوازې خپل ځانونه بد ښکاره کوو او هېواد ته زيان رسوو، خو له پاکستان سره به مو ستونځې شتون ولري.
د پاکستان له چارواکو څخه مو هيله داده چې له لسيزو راپدیخوا د افغانستان په تړاو په خپله ناکامه پاليسي باندي له سره غور وکړي او خپلې تګلارې د عيني واقعیتونو، سياسي، اقتصادي او ستراتیژیکو اړتیاو له غوښتنو سره سمې عيارې کړي. له افغانستان سره د اړيکو په رغولو او جوړولو کې محتاطانه ګامونه واخلي. افغانستان د يوه ازاد، خپلواک، خپلو ګټو او نړيوالو تړونونو ته ژمن، له نړیوالو او ګاونډیانو سره د متقابل احترام او برابري پربنسټ اړيکې درلودونکى او پالونکي هېواد په توګه په خبرو او په عمل کې د زړه له کومي ومني او تر ټولو مهمه دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د کچې تر لوړيدو پورې د حساسو او جنجالي مسائلو له مطرح کولو څخه ډډه وکړي.
د افغانستان حکومت هم باید په مسئولانه توګه په خپله جغرافيه کې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو اندېښنو ته په جدي توګه خپلو مکلفیتونو ته د يوه ژمن ګاونډي او مسلمان هېواد په ډول د حل لارې په موندلو کې خپل دروند مسئوليت ادا کړي. په افغانستان کې د تېرو څو لسيزو تاوتريخوالي او د نړيوالو زبرځواکونو ترمنځ رقابتونو ته په کتو داسې ښکاري چې دواړه هېوادونه په مسلسل ډول د سياسي مشرتابه د غلطو تګلارو بيه ورکوي او د زبرځواکونو د رقابتونو ډګر ګرزيدلي دي.
ددې لپاره چې په پاکستان کې زيات شمېر افغان کډوال مېشت او هغوى له خپلو خپلوانو سره راشه درشه ته اړتیا لري. ددغې ستونځې د حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړونده چارواکو لخوا ميکانېزم ترتيبول، د ويزا په برخه روڼتيا شفافیت رامنځته کول ، له کرښې څخه د اوښتو په مهال د چارواکو ناوړه چلن، په سوداګريزو توکو باندې د ټيکسونو او ماليو د زياتولو په پلمه د تازه ميوو او سبزيجاتو د خرابيدو ستونځه، د ډيورند کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو لخوا په يو اړخيز ډول له هر ډول خوځښتونو او نوښتونو څخه ډډه کول په يقيني توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د رامنځته کيدو لامل ګرزي. تجارت او له کډوالو سره ناوړه چلن باید په هيڅ ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي کړکېچ ښکار نشي. پورته نيمګړتياوې په رسنيو کې د منفي تبلیغاتو لپاره په پراخه کچه لاس په لاس کيږي او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ دښمني ته لمن وهي.
**************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.