!که دوام غواړئ نو نظام جوړ کړئ

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

856

دا د علم او عمل نړئ ده. دا  د اوږدو مزلونو، لرې منزلونو، بريښنايي پرمختګونو او مصنوعي ځيرکتيا دوره ده. دا د ساينس، تخنيک معلوماتي تکنالوژي او د فضايي تسخیر په برخو کې د نوښتونو او رقابت پيړئ ده او دا په ساينسي برخه کې د زورورو لخوا د ساينس او تيکنالوژي په برخه کې د وروسته پاتې قومونو د لاندې کيدو سيالي ده. دلته دوستان او دښمنان تلپاتې نه، بلکې د ګټو په تله کې له تلل کيدو وروسته خپليږي او يا هم هر ځاى او هره لحظه بدليږي؛ دلته ريښتونولي او معيارونه يوازې شعاري بڼه لري، ديموکراسي او بشري حقونه يوازې د غرب استعماري حربې دي.

کله کله رامنځته شوې ناخوالې او ناپړيتو باندې به حساب نه کوو. اصلي خبره دا ده چې په يويشتمه پيړئ کې موجود نړيوال هژمونيکي سياستونه هم د بدلون په معرض کې قرار لري. د استعمار زړې نسخې له وخته تيرې شوې دي. ماډرن استعمار د ځواکونو په زور د هېوادونو  لاندې کولو پرځاى  د مرستو ترعنوان لاندې د پيچلو مالي رمزونو کوډونو او ترکيبونو په کارولو د نورو هېوادونو په اقتصادي شاهرګ باندي د پښو ايښودلو له لارې تحقق پيدا کوي. د توپک په زور د حکومت کولو او امتیازاتو ترلاسه کولو دوره په ختمېدو ده. نه ملا په هره دنده کې ځليداى شي نه انجينر د هر کار لپاره

اهل ګرزيداى شي او نه هم ډاکټر له خاورې څخه د دفاع په سنګر کې ښه ښکاره کيږي.

شک نشته چې افغانان په انفرادي توګه ويښ او شجاعت لرونکي ولس دى خو کله چې خبره اجتماعي حيثيت ته ځي نو په تيرو پنځو لسيزو کې مو حالت د تاسف او افسوس وړ له له پريوتو او غورځيدو څخه ډک دى. نه مو د يرغلګرو په وړاندې د درنې قرباني په نتیجه کې د واقعي خپلواکي موخې ترلاسه کړې، نه مو د واک په سر د خپلمنځي جګړو د مخنیوي افتخار ومونده، نه مو يرغلګرو لخوا  زموږ ديني او ملي ارزښتونو ته د زيان رسولو په تړاو په ټوليزه توګه غبرګون وښود،  نه په تير حکومت کې د فساد د مخنيوي کې په ټوليز ډول خپل ملي مسئوليت ادا کړ او نه مو هم تير حکومت او طالبان د دوحې د تړون د محتویاتو په چوکاټ خپلمنځي سولې ته مجبور کړاى شول.

په يويشتمه پيړئ کې يقيناً د حيرت تعجب او تأسف ځاى دى چې  د افغانو انجونو په زده کړو باندې له ناروا بنديز څخه د دوه کاله له تيريدو وروسته هم افغان ولس ددغه ناوړه او ناروا عمل په وړاندي د ټولنيز غبرګون ښودلو ښه او ځلېدونکي شاليد نلري. زموږ د هېوادوالو د ښځينه بچيانو او خويندو په زده کړو باندې د ناروا بنديز ختمول له نړيوالې ټولنې څخه مخکې د افغان ولس جدي غوښتنه ده. ياد بنديز په هېواد کې د رڼاګانو مخنیوى او د جهالت په تيارو کې د ولس د ډوبولو هڅه ده. د همدغه ناوړه عمل په هکله  تر هر نوم او عنوان

لاندې چوپه خوله پاتې کيدل هم زموږ شهامت نفى کوي. د پنځه زره کلن زرين تاريخ درلودلو دعوه کوو، د انګلیسي استعمار، شوروي يرغل او امریکايي اشغال د ماتولو وياړونه هم د ځان ګڼو، خو له جګړو څخه وروسته په نظام جوړولو کې پاتې راغلي يو او د وخت په ارزښت باندې د پوهيدو په تړاو لاهم سترې نيمګړتياوې لرو.

ښکاره واقعيت دى چې موږ مجبور نه يو چې د اوسني بن بست د ماتولو لپاره، له ټکني حالت څخه د راوتلو په موخه، د کورنۍ او نړيوالې انزوا د ختمولو په منظور له ديني ارزښتونو څخه د انحراف وکړو، يا کلتوري پولې ونړوو او يا هم سحر او جادو کولو ته مخه کړو، بلکې يوازې دومره مکلفیت لرو چې شخصيتونو او حيثيتونو ته د بشپړ درنښت او احترام په چوکاټ کې د يوه وروسته پاتې ذهنيت د جوړولو، په يوه ناوړه فکر باندي د بيا کتنې لپاره د مبارزې کولو، د يوه ناروا حکم په وړاندې د اعتراض کولو او د يوه منکر په تړاو د غږ پورته کولو لپاره  جرئتمندانه اقدام وکړو.

له امریکا، اروپا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو څخه د اقتصادي او سياسي امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د خپل ولس په ستوني کې د پښو ايښودلو او د خپل ولس د بيوسي، بې بسي او بېکسي چيغو ته د بهرنيانو د لمسونو او د اشغال د پاتې شونو عنوانونه ورکول منفور عمل او په هيڅ ډول د توجیه وړ سياست نه دى.

هغه حاکمان د خپل ولس د ملاتړ د دعوې کولو او هغه  هېوادونه له نړۍ سره د پرمختګ او د خوشحالو ولسونو په نړيوال رقابت کې سيالي نشي کولاى چې وګړي يې د هر هېواد په پولو،  سفارتونو په دروازو کې په کتارونو کې درول شوي او يا هم د نورو هېوادونو د پوله ساتونکو او د انساني قاچاق وړونکو مافيايي ډلو ترمنځ په ډزو کې ويشتل کيږي په سپيو باندې داړل کيږي سيند ته غورځول کېږي او وژل کيږي.

د افغانستان په ټوله جغرافيه باندې بشپړ تسلط درلودل، د يوه شخص لخوا په ټول هېواد باندې مرکزي حاکميت، له مشرتابه څخه د اطاعت ترشا پياوړى عقيدوي تړون او تر ټولو مهمه دا چې په مطلق ډول له ولسي ملاتړ څخه د برخمن او ننګونکي اپوزیسیون د نشتون له امله اوسنۍ حاکمې ډلې لپاره ګټور او په زړه پورې فرصتونه دي چې د خلکو په ارادو او د ملى مشارکت په ستنو باندي د ولاړ اسلامي نظام د جوړيدو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي. داسې فرصتونه د تاريخ په اوږدو کې يې کمساري او يا هم بېساري ګڼلاى شو.

د تاسف مقام دى چې تيرو دوو کلونو په دوران د حاکمې ډلې کړنو ته په کتو داسې ښکاري چې په اوسني قيادت کې له شته فرصتونو څخه د اسلامي نظام د جوړيدو او هيواد د ابادي لپاره له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې د هوډ او ارادې  څرک نه ليدل کېږي. که حاکمه ډله  اسلامي نظام او په نظام کې د ديني علماو تلپاتې پياوړى رول غواړي، نو اړينه ده چې سملاسي د نظام د جوړولو پروسه پيل کړي. اوسنى جوړښت

چې په هره برخه کې د ملا شتون حتمي ګڼل کېږي ستونځه جوړوي او په علماو باندي د ولس باور له منځه وړي. د داسې اساسي قانون ترتيب او په ملي منل شوي بڼه يې تصويب ته اړتیا ده چې موږ د ولسي  ارادو د تمثيل له لارې د داسې پاکو ژمنو او په فکري ارزښتونو باندي له سمبالو افرادو څخه رامنځته شوې منتخبې ادارې، بنسټونه او د واک د وېش هغه قانوني جوړښتونه ولرو چې موږ يې يوازې د شعار ترکچې پيژنو خو د جوړيدو په هنر باندي مو سرونه نه خلاصیږي.

په اوسني حکومتى جوړښت،  انحصاري ذهنيت، کورنیو او بهرنیو تګلارو ټکنى حالت او د حکومتولي په برخه د ډېرو سترو نيمګړتياو د شتون له امله له لمر څخه روښانه ده چې دغه ډول حکومتونه په شاذ او نادر ډول تر ډېره وخته پورې پاتې کيداى شي، خو د افغانستان په سياسي ډګر کې په معيارونو باندي د برابر سياسي بديل نشتون د اوسني حکومت د بقا ضمانت د افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره له موجوده حکومت سره تعامل يوازنۍ لاره ده. شک نشته چې د خپل ولس او نړيوالې ټولنې د يو اړخيز تعامل په وړاندې د حاکمې ډلې لخوا د جمود او رکود حالت هم زيات دوام نشي کولاى او په مطلق ډول د ناهيلى توب په صورت کې د بديل رامنځته کيدل به حتمي او د فرصتونو له منځه تلل به زيانونه وزيږوي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.