د ګلستان له حکایاتو څخه

سید عبید الله نادر

598

د سعدی د ګلستان له حکایاتو څخه

د حکمت خبری   

یوه ډله د حکماوو څخه د کسری په دربار کې د یو مصلحت له پاره سره راغونډ شوی وو .

او خبری یی کولي بزر جمهر، چی تر ټولو عالم او فاضل کس وو د ډلی څخه لیری او چوپه خوله ناست وو .نو د وزیرانو د ډلی څخه چي د مصلحت د ورکولو د پاره ناست ول ،  بزرجمهر ته یي وویيل: چي ولی زمونږ په ډلي کې نه راځې او خبری نه کوی . بزرجمهر وویيل : چې وزیران د طبیبانو په مثال دي طبیبان دارو نه ورکوی ، مګر مریض او نا خوښ ته. زه چي وینم ستاسو رایه د صواب په لاره ده نو ماته د حکمت نه لیری ښکاري چي پر دي موضوع باندی خبرې وکړم.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د سعدی علیه الرحمه د ګلستانه څخه ښکلي انتباهي ، تعلیمی، تربیوی کېسه

د هنر قدر                  

یو جهاندیده او د تجربی خاوند یو حکیم ،خپلو زامنو ته داسي پند او نصیحت ورکولو ، چې د پلار د زړه سرو هنر زده کړئ ، ځکه په ملک او دولت د دنیا هیڅ اعتبار نشته ، او نه دی په کار ، زَر او جواهر په سفر کې په خطر کې دي ،یا یې درنه غله وړي ،او یا درڅخه په مدار مدار مصرفیږي ،لیکن هنر روانه او زیږنده چینه ده ، او تلپاتي دولت دی ،که هنر مند د دولت څخه و غورزیږي ،د هغي غم نشته ،ځکه هنر په خپل نفس لوی دولت دی . هنرمند چې هر ځای ته لاړ شي ، قدرویني او پاس کیني ،بی هنره مړی ټولوي او سختي ویني .

ژباړن : سید عبید الله نادر

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د فارسی حکایاتو څخه په پشتو ژباړه

بیګناه زندانی 

حکایت دی چه وایي یو پادشاه یو  درویش او فقیر،بی ګناه زنداني کړخو د شپی یي خوب ولید .چې غریب زنداني بی ګناه دی .پادشاه دستور ورکړ او زندانی یی خوشي کړ او هغه یی ځان ته رووغوشت او ډیر یی نوازش کړ . او هغه ته ووییل چی زما نه یو حاجت وغواړه ، درویش وویل : هغه خدای چې په نیمه شپه کې یی ته د خوبه راویښ کړي ،ترڅو ما آزاد کړي ،او تا ته یی د عبرت ټکان درکړ ،دا ډیره د نامردۍ خبره ده ، چې زه د هغه درګاه پریږدم ، او د بل چا له درباره څخه څه وغواړم .

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د لیري لید خاوند

وایي چې ډیر یو غشتلی ځلمی ځوان په یو مست او ټکړه آس سپور وو ، او بیدیا ته یی مخه کړه داسي یو ځای ټه په خپل سفر ورسیده ، چې د بیدیا څخه په وتو کې وو نو د لیري څخه یوه ونه ورته ښکاره شوه ،چې د وني لاندي راورسید ګوري چې یو شل د وني لاندي ناست دی ، شل ډیر په عذر او زاري خواست ترې وکړو چې ورسره مرسته وکړي چې معذور دی ،ځوان د خپل د آس څخه را کوز شو .او دا چې ډیر غښتلی وو ، شل یی په دواړه لاسو جګ کړ او د آس پاسه یی کښیناوه ،شل د وخت څخه په استفادی سره آس ته ممیز وکړ او لیري یی خپلي خپي وغزولي ،چې یعني ځان یی په ټګۍ وهلی وو ،ځوان پرې ورږغ کړه چې یوه خبره زما نه واږوره ،او هغه دا ده چې دا قیصه په خپل ټول عمر کې چاته ونه کړې ،او دا زما نصیحت دی تاته ،دا ځکه چې ځوان په خپل بیداره روح او دماغ ، او طبیعی استعداد سره چې خدای تعالی ورکړی وو ، د دي قیصي په منفي اغیز په انسانانو باندی پوهیده ،ځکه که دی ، دا قیصه خلکو ته وکړي ،نو د سخاوت او مردانګۍ تخم به ،په دوی کې محو او خلک به دي ته راوبولي چې د مردانګۍ ، سخاوت ، او فدا کارۍ تخم به د ټول عالم بشریت څخه ورک کړي .او خلک به جرأت و نه کړي چې چا سره مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.