یوه لنډه انتباهي کیسه

ژباړن : سید عبید الله نادر

1,281

لمړي جهانی جګړې لکه یو ډیره لویه  او وحشتناکه بیماري په شان ، په نړۍ سیوری غوړولی وو ،او ټول جهان یې نیولی وو. یو تن سر تیری د جګړې په ډګر کې ، چې د پوره احساس او د زړه درد خاوند وو ،په ډیره هوښیارۍ او تیز نظر دي ته یې پام واوښت ، چې د ده یو ګران ملګری ،د تورو خټو ډک یو ډند کې د ډوبیدو په حال کې دی ،او د ژوند او مرګ سره لاس او خپي وهی ، نو په ډیره مهربانۍ یې د مشر افسر څخه اجازه وغوښته چې د خپل دوست د نجات یا ژغورنی د پاره اجازه ورکړي ،او ولاړ شي ،او هغه د دې لوی خطر څخه وژغوري ، مشر افسر ورته وویل: که غواړې لاړ شي ولاړ شه درته اجازه ده ،ولي د دي فکر دې هم کړی چې ارزښت یې لري او که نه ؟ ستا دوست احتمالأ شاید مړ شوي وي ،او ممکن ته خپل خوږ ژوند په خطر کې واچوئ ! د مشر خبرو په دې هکله ورباندی تأثیر ونه کړ، او سر تیری د خپل دوست د ژغورنۍ د باره ورغی ،او په ډیر یو معجزی په شکل یې ،خپل ملګری د دې خطرناکه ډنډ څخه راویست ،او په خپلو اوږو یې تر عسکری قشلي یا محله پوري راورسوی ،د سر تیری مشر ورته ورغی ،او هغه سرتیری چې په ډنډ کې غوزیدلی وو هغه یې معاینه کړ ، او په ډیر مهربانۍ او زړه سواند یې ،خپل سر تیري ته وکتل ،او وي ویل : ما تا ته وویل چې دا ممکنه ده چې د دې ارښت ونه لري ،ستا دوست مړ شوي ! او ستا په بدن کې هم زخمونه لیدل کیږي ،سر تیری وویل : صاحبه ! ارزښت یې درلوده ،د سر تیري مشر افسر وویل :منظور دې څه دی دا چې وایي چې ارزښت یې درلوده ،کولای شئ؟ دا راته ووایي؟سر تیری وویل بلی قربان:ارزښت یې درلوده ،کله چې زه ده ته ورسیدم دا تر هغه مهال پوري لا ژوندی وو ، نو پر ما یې ږغ وکړ چې جیمه! زه ښه په دې پو هیدم چې ته به زما مرستي ته راځې !!!

( د دې کیسی انتباهی اړخ دا دی چې ،هغه سر تیری چې د مرګ او ژوند سره یې لاس او خپی وهلي د انتطار سترګي د جیمز په لور وي ، او د جیمز د زړه له کومی دا انسانی ترحم یې درک  کړی وو ،او دا چې ورته وایي :چې جیمه! زه پوهیدم چې ته به زما د ژغورنۍ د پاره راځي ،یو خواته که د جنګ څخه کرکه او نفرت ښیي د بلي خوا د پوهی او معرفت خاوندانو ته دا پیام لري چې سر تیری ته جیم د نجات یو فرشته وه ،چې ده ته په سر وخت ورسیده ،او جیمز تر ابده د ده په ذهن کې پاتي شو ،د یو فدا کار او د نجات د پرښتي په لباس او نقش کې ، اګر که دې سر تیری د (جیمز) ملګري سا ورکړې وه،( نو په کار ده چې په ذهنونو او زړونوکې، لکه د نجات پرښتي داسي یادګارونه پریودو ،)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.