جادوګره مسکا

سید عبید الله نادر

352

لنډه کیسه

هلته چې د ګرم بازارپه ګڼه ګونه  کې مو سره ولیدل ،او یو بل باندی مو سترګي خوږي ولګیدی، لږ سره دواړه پښه نیولي شو،او تم شو،ته راته مسکۍ شوي ،او زه هم تاته په مسکا شوم، څو واري د بازار هغه سر او بل سر ته ولاړو او د خلکو د کاروان او ګڼې ګوڼې سره به بیرته راوګرځیدو،او بیا به مو سره ولیدل ،او یو بل ته به مسکا شو . خو مونږ یو بل ته په زړه کې معلومه وه ،چې په داسي یو یاغی ښار کې ،اظهار د میني او محبت کول ستونزمن او ګران کار دی.

دا می یاد نه دي ، چې څو ځله په همدې بازار کې ښکته او پورته لاړو ،بیا به بیرته راغلو او بیا به سره مخامخ شو ،خو تا څو ځلي په غلچکۍ سترګو او کتوسره، زه سر تر پایه ولیدلم ،چې زه په دي پوه شوم .نه پوهیږم د هغي ورځي وروسته د دي کوڅي او بازار نه په وتلو سره، زما د زړه نه سکون او قرار کوچ وکړ ،ځکه هغه جادوګره مسکا به هر ځل زما ذهن ته راتله، او زه به یې بې اختیاره د همدې بازار خواته راوکاږلم .

د هغي نه وروسته زه هر کله د هماغی مسکا په یاد همدې بازار ته راځم ،او راتلم ،خو افسوس چې نه ته راغلې او نه هغه مسکا ما بیا ولیده ،بازار وو د بازار ګڼه ګوڼه وه د بازار ګرمی وه خو ستا مسکا نه وه ،ګمان کوم چې ته د ښاپیریو د ښار نه زما د زړه د وړلو له پاره دلته راغلې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.