خبرونه افغان ځواکونو ۳۴۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

706

افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۳۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات د هېواد پکتیا، غزني، خوست،کندهار، هرات، فراه، هلمند، نیمروز او تخار ولایتونو کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۹۱ طالبان وژل شوي او ۱۵۴ نور ټپیان دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاده موده کې بیا د طالبانو ۱۴ کړۍ هغه ماینونه، چې د عامو خلکو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای شوي و؛ هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.
باید یاده شي، چې اوس مهال د هېواد په ډېر شمېر سیمو کې د طالبانو پر وړاندې پراخ چاڼیز عملیات پیل شوي، چې یادې ډلې ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.