پاکستان کې درنې چاودنې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

731

د پاکستان په شمالي سیمې« بره کوهستان» کې پر یو بس د ماین چاودنه شوې، چې په پایله کې یې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په یاد بس کې له ۳۰ زیات چینايي انجینران وو او د بره کوهستان« ډاسو بند» سیمې ته تلل، چې ماین پرې چاودنه کړې او د ۴ چینايي انجینرانو او دوه پاکستاني پوځیانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي، ویل کیږي چې د ډیرو ټپیانو حالت وخیم دی او امکان شته چې د مړو شمېره لوړه شي. پاکستان د خپلو دوه پوځیانو د مردارېدو خبر تائید کړی دی .

که څه هم د یادې پېښې مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په پاکستان تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بېلتونپال هغه ډله ده، چې د پاکستان حکومت خلاف یې د جهاد اعلان کړی او له اوږدې مودې راهیسي د یاد حکومت پر وړاندې جنګیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.