طالبانو د ملکي خدماتو؛ له ادارو د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي چور کړي

618

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس نادر نادري نن یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې طالبان په افغانستان کې له ویجاړي پرته بله برنامه نه لري.

نوموړي ویلي، چې طالبانو د افغانستان په ۲۹ ولایتونو  په ۱۱۶ ولسوالیو کې د نږدې ۵ ميلیونه ډالرو په ارزښت ۲۶۰ اداري ودانۍ تخریب کړې او یا سوځولي دي، چې اوس د استفادې وړ نه دي.

نادري یاد خبري کنفرانس کې ویلي، چې طالبانو په ۸۲ ولسوالیو کې سل سلنه د ملکي خدماتو وسایل چور کړي، په ۱۸ ولسوالیو کې له ۷۰ تر ۹۰ سلنه د اداري ودانیو سامانونه چور کړي، په ۱۴ ولسوالیو کې تر ۶۰ سلنه وسایل چور اوپه ۳۵ نورو ولسوالیو کې ۵۰ سلنه د عامه خدماتو د ادارو سامانونه چور کړي دي.

د نادري په خبره د دې هر څه مسؤلین طالبان دي او د دوی له لوري د پیل شویو جګړو له کبله ۱۳ میلیونه افغانان له ملکي خدماتو بې برخې شوي دي.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې طالبانو په یو شمېر سیمو کې د عامه تاسیساتو نړول او چور کول پیل کړي، چې تازه یې په هلمند ولایت کې یو ۱۰۰ بستریز روغتون چور کړی دی.

No photo description available.

May be an image of indoor

No photo description available.

No photo description available.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.