ازبکستان ته د دوکتور محمد اشرف غنی د سفر په مناسبت

پوهاند محمد بشیر دودیال

1,023

ګاونډي هیواد، ازبکستان ته د ولسمشر دوکتور محمد اشرف غنی د سفر په مناسبت:

د مرکزی او جنوبی آسیا: سیمه ییز پیوستون، فرصتونه او ننګونې

نړیوال کنفرانس ته د اقتصاد له نظره یوه لنډه کتنه

په نړې کې منطقویتوب ( reginalism) اوس یوه منل شوی او آزمویل شوی ښکارنده ده. د۱۹۰۰م. کلونو په لومړیو کی یو ناڅاپي ااقتصادی انقلاب پیل شو، هغه پر زمکه د کار ترڅنګ، دصنعت د میکانیزه بڼې قوت موندل و. د۱۹۷۰م. کال څخه وروسته تکنالوژکی بدلون ورو ورو نړۍ په یوه کلی بدله کړه چی د یوویشتمې پیړې په پیل کې دغه کلی نور هم سره متحد شو.  لکه هغسی چی په ټولنه کې انسانان څه په فردي ډول او څه هم په ټولنيزډول يوبل سره راز راز روابط لري، نو هیوادونو هم دا ډول روابط په دغه نړیوال کلی( global village) کی ومنل. اوس دټولنو، هيوادونو، سيمو او مناطقو ترمنځ اقتصادی معاملات، راکړې – ورکړې، کلتوری اړيکې، حقوقی اړيکې اويوبل سره تګ- راتګ هم په عرف کې  اوهم په مدونوقوانينو او اصولو کې منل شوي دي. افغانستان وروسته تر اوږده ځنډ وتوانېدچی په تیرو لس- دولس کلونو کی له انزوا څخه راووځي، په یو شمیر مهمو کنفرانسونو او منطقوی سازمانو کی یا ناظر یا اصلی غړی شو. اوس په سیمه کی د  SCO, SAARC, ECO, ASEAN سازمانونه فعال دی، چې افغانستان پکې غړیتوب لری، له دې پرته افغانستان اوس د WTO غړیتوب ترلاسه کړی او هلته سفیر لری. اووه ځله د ریکا د کنفرانس دایریدو او د “ قلب آسیا “غوڼدو د افغانستان په مهم جیوپولتیک او جیو اکونومیک موقعیت تاکید وکړ، ټولو ته هیله پیدا شوه چی افغانستان به جنوبی او مرکزی آسیا دوصل کړۍ وي.

په دغو ورځو کی د ” مرکزی او جنوبی آسیا: سیمه ییز پیوستون، فرصتونه او ننګونې ” تر نامه لاندې دایریدونکی کنفرانس هم افغانستان او هم دسیمی هیوادو ته ځانګړی ارزښت لري. ولسمشر ډاکتر غني به په دغو کتنو کې د نوي فصل په چوکاټ کې له افغانستان سره د دوستانه او دوامداره اړیکو او په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي. ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان دافغانستان شمال لوري ته ډاډمن ګاونډي هیوادونه دي، چې زموږ ولس ورسره تاریخی، ژبنی، دینی او فرهنګی ګډ ممیزات او روایات لري . تیرو شلو کلونو کې دافغانستان او ددوی ترمنځ ګڼ شمیر د دوستی، سوداګری، فرهنګی تعلقاتو، فرهنګی چارو او نورو برخو کې معاهدات لاسلیک شول. اوس دغه سیمه یوه اقتصادی منطقه جوړه شوی ده چې په یوه فضایی بُعد(spatial dispersion) کې خپل ډیر اقتصادی فعالیتونه سمبالولای او موثریت یی اوچتولای شي. له همدې امله د افغانستان او ددوی ترمنځ دباور فضا لوړ حد ته رسیدلې، تجارتی اړیکی ورځ په ورځ پیاوړی او د تجارت ښه شریکان دی، خومتاسفانه د مرکزی آسیا ټول هیوادونه او په جنوبی آسیا کې هند، بنګلادیش او تر نیپال پورې د افغانستان ناامن وضعیت ته پریشان دی، (البته په سیمه کې مو یو- دوه داسې ګاونډي هم شته چی دافغانستان داخلی وضعیت لا کړکیچن کیدل د ځان لپاره ګټور بولي). داسې هیلې شته چې د سیمې هیوادونه؛ په تیره د مرکزی آسیا هیوادونه به د سیمی دثبات لپاره لاس تر زنې نه کینی.

تیرو اویا کلونو کې نړۍ دسیمه ییز اقتصاد تجربه بریالۍ وآزمایله. اقتصادی مناسبات او دمنا‌‌طقو او سيمو ترمنځ توليد، دخدماتو دعرضی  او داقتصادی پوتانسيلونو توپير منطقوی تړلتيا رامنځته کړی ده. کله چې د اړتیاوو له مخې دغه ډول تړلتیا رامنځته شی، دې ته  سیمه ییز اقتصاد ویل کیږی. د اقتصادی پوتانسیلونو له مخې هره منطقه  بيله بيله ځانګړنه لري، نو دهرې منطقې اقتصادي او منطقه یی پرابلمونه هم سره توپير لري، له همدې امله هیوادونه یوبل سره راز راز اړیکو ته اړتيا لری. د منطقه یی اقتصاد د ودې او پالیسی جوړولو موضوعات معمولاً د اقتصادی  اغیزمنتوب  او د اقتصادی او ټولنیزی برابری له مخې تر کتنې لاندې نیول کیږی. په منطقه یی پالیسی جوړونه کې د اغیزمنتوب (موثریت) هدف مهم رول لری. له نیکه مرغه اوسنی وخت کې دافغانستان سیمه ییز دریځ له دې پلوه پوره پیاوړی شوی دی.

دهمدې ضرورت له مخې سیمه ییز اقتصادی سازمانونه ، سیمه ییزکنفرانسونه، سیمه ییز بانکونه، سیمه ییز بازارونه ، سیمه ییز یامنطقوی ترانزيت او ترانسپورت او داسې نور مسايل رامنځته شوي دی.

دآسيا په هغه برخه کې چې  زمونږ هیواد، افغانستان موقعيت لري،هم دغه موضوع صدق کوي. دغه سيمه دخپلو طبیعی اوجغرافياوي  ځانګړتياوو له مخې يوخاص دريځ لري. افغانستان دجنوبی آسيا اومرکزی آسيا وصلوونکی نقطه ده، له ډيرو پخوا وختونو څخه افغانستان او دافغانستان  تجارتی مسير دسيمې هيوادونو ته ډير اهميت  درلود. په لرغونو وختونو کې د وريښمو سوداګريزه لاره له افغانستان څخه تيريدله او لرغونۍ  آريانا د تمدنونو زانګو ، دکاروانسرايونو او تجارتی بهيرونو څلورلارې او د کلتوری او مذهبی مراکزو ټاټوبی و. اوسنۍ وخت کې  افغانستان ته دآسيا دزړه (Heart of Asia)  په توګه کتل کيږي. د افغانستان دغه ارزښتمن موقعیت اته کاله مخکی د استانبول کنفرانس کی وټاکل شو.

 اوس په سيمه له منطقوی پلوه زموږ نسبی او مطلق مزيت پيژندل شوی او په منطقه کې  ديوفعال شريک په توګه يوه سنجول شوي پاليسی لرو.  د دغې پاليسي موخه بايد په همدغه ځانګړی جغرافياوي سيمه کې داقتصادي کړنو رونق اوزياتول وي. دې ډول  سياست ته Regional policy  ويل کيږي.

 ډيره پرځای وه چې دافغانستان ولسمشر په خپله یوه وینا کی،دګاونډیو هیوادو مشرانو ته ویلی و:(…راځئ چې خپله سیمه د تروریزم او مخدروه موادو د تولید له سیمی د تجارت اوتمدن په څلور لارې بدله کړو…)

دسیمه ییز اقتصاد  او منطقه یی پالیسیو په بحث کې دهيوادونو اوسيمو روابط، جغرافياوي ځانګړتياوې، اقتصادي ريزرفونه،دخلکو کلتور پيژندنه، امنیت او دترانزيت مسايل شامل دي. د ازبکستان د ۲۰۲۱م. کال دجولای (د۱۴۰۰ل.کال د چنګاښ) د میاشتی په کنفرانس کی هم په دې مسایلو بحثونه کیږی چې په هغه کې به د سیمې دځینو هیوادو ولسمشران، د شلوهیوادو د بهرنیو چارو وزیران او د څلویښتو نړیوالو بنسټونو استازی ګډون ولري.

یوه موضوع به یې سیمه ییز اقتصادی مسایل وي، سیمه ییز اقتصاد لکه له نوم څخه يې چې ښکارې، دسيمو او مناطقو په حدودو کې  اقتصادي مسايل څيړي.

دڅوهیواد ترمنځ د یوی اقتصادی سیمی جوړول سیمه ییز اقتصاد بلل کیږي.  سیمه ییز اقتصاد Regional Economic  د اقتصاد د علم د پراخه ډګر يوه هغه څانګه ده چي د منطقو اقتصاد، اقتصادی پوتانسيل،  له نورو سيمو سره يي د اقتصادی اړيکو ټينګول  او د سيمې اوسيدونکو د اقتصادی اړتياوو  پوره کول او په ځانګړو سيمو کی د ځانګړو منابعو تخصيص مطالعه کوي.

له تاریخی پلوه؛ دلومړی ځل لپاره په ۱۹۱۰م. کال کې یو موډل  وړاندې شو بیا د ۱۹۵۰ م. لسيزې په نيمايي کې  منطقوی اقتصاد، ديوه تحليلی چوکاټ په توګه  مطرح او دهغه په پايله کې دمحل  دتخصيص اود محل داستقرار نظريه رواج شوه. له هغه وخته تراوسه تجاربو  ثابته کړه چې د منطقوی اقتصاد منطقوی اړیکو اهميت په دې کې دی چې هیوادونه یو بل سره د مناسباتو نوی پړاو ته داخلوي.

د منطقوی اقتصاد  تیوري او موډلونه او دهغو تطبیق  او دسیمی د هیوادو ترمنځ دوستانه اړیکو څخه  ترلاسه شوی  تجارب  د اوږدې موې په ترڅ کې تر کتنی  او مطالعې لاندې نیول شوي، تر څو یې چې اوس دیوه عالی متقابل سیاسی او اقتصادی کلتور په توګه تبارز وموند.

که چيری اقتصاد پوهان له ملی پولو څخه پورته په اقتصادی منطقو فکر کوي، نو بايد د يوه معين فضايي بُعد Spatial dispersion په حدونو کې اقتصادی فعاليتونه و څيړلای شي. مهمه داده چی په دغو فضايي بُعدونو کی اقتصادي مسايل ښه رهبری او مديريت شي.

افغانان دا هیله لري، چې د یو دوو ګاونډویو دمداخلی او نیابتی جګړې مغرضانه پالیسی په مفیده همکاري بدله شي. په اقتصاد کی د بیلابیلو هیوادو شریک کیدو او اقتصادی ګډو علایقو سیاسی ناملایمات او خوابدۍ اوسیالۍ په ملګرتوب  بدل کړي دی. نن ورځ د دغه علم له انکشاف څخه یوه نوی اصطلاح رامنځته شوی چی (freenemy ) ورته وایی. لومړۍ برخه ( freind) یعنی دوست یا ملګری څخه اخیستل شوی او دوهمه برخه ( enemy) یا دښمن ، یعنی دوست دښمنان ! هغه دسیاسی ډګر دښمنان چی په اقتصاد کی ډیر ښه دوستان او ملګری دی. موږ ته دا ډیره مهمه ده چې سیاسی سیالی په اقتصادی مرستو او پیوستون بدله شی او د دښمنۍ فضا په دوستانه فضا  واوړي.

داقتصاد دمنطقه یی کيدو فلسفه په دې ټکې ولاړه ده چې داقتصادي انضمام اونړيوالتوب سره سره،  بياهم دټولې نړۍ اقتصادی وحدت ناممکن دی، نو دسيمو داقتصادی ځواکونو اوسرچينو سره متحدکول دغه آرمان تريوه بريد پورې پوره کولای شي .  دګلوبلستانو (دنړيوالتوب نظريه  ورکوونکو)په  فکر دمنطقه يې اقتصادونو دسازمانونو رامنځته کيدل داقتصادی، طبیعی اوجغرافياوی اړتياوو محصول اوپايله ده اوکيداي شي چه نړيوالتوب سره مرسته وکړي.

Ernest Hass چې دنړيوالو اړيکونامتو څيړونکی دی، په نړيوالو اړيکوکې يې  دمناطقو دسره  يوځای کيدل، په  اقتصادی پرمختګ او دوستانه اړيکو ټينګيدو کې اغيرمن بللی دی.  لکه هغسې چې يوهيواد دخپلو سياسی پولو دننه دجغرافيايي  اوطبیعی ځانګړنو له  مخې دولاياتو په کچه اقتصادی منطقه په نښه کوي، همداسې هم څوهيوادونه په لويه کچه دغه ډول منطقه جوړوي چې دپريکړو واک دسيمې په کچه يوسازمان  ياکوم بل مرکزی ارګان ته سپاری. لکه د سارک سازمان، شانګهای، کاریک، اسیان، ايکو اونور سازمانونه.  دوي دلاسليک شوي تړون او د تړون سره مل دقوانينو او طرزالعملونو له مخې د  منطقې اقتصادی چارې په ګډه سمبالوی. يوشمير ګډاقتصادی اهداف اوتاريخي،جغرافيايی. کلتوری، سياسی اوټولنيز وجوهات دوی سره متحد کوي.

منطقويتوب په تيره بيا هغو هيوادونو ته  ډیر ضروری ده چې لاتراوسه  له اقتصادی پلوه خوار او له  سياسی پلوه په  انزواکې دي. دوی به په انفرادي توګه ډيرخوار پاتې شي، خوپه يوه منطقوی سازمان کې يې غړيتوب او ګاونډیو سره یې دوستانه او ښه مناسبات دپرمختګ چانس زياتوي. د ازبکستان اوسنی کنفرانس اودغه ډول نور کنفرانسونه دګډو منافعو تضمین کولو، دوه اړخیزه یا څو اړخیزه عادلانه تړونونو، د اقتصادیت دسنجش او داسې نورو باریکو مسایلو د کره کتنې ښه فرصتونه دي.

له ملی پولو څخه بهر د دوو يا څوهيوادونو ترمنځ  داقتصادی منطقې جوړول چې ددوی دحکومت څخه جلا ديوه سازمان په بڼه فعاليت کوي، يوه قانوني کړنه ده چې دنړيوالو حقوقو سره سم جوړيدای شي. مونږ دلته دنظامی منطقوی سازمان او سياسی منطقوی سازمان سره کار نه  لرو. بلکی دبحث موضوع موصرف دګاونډیو هیوادو ترمنځ د اقتصادی، کلتوری، سیاسی او اجتماعی اړیکو تقویه کیدل دي، البته دا اختياري بڼه لري.

کوم منطقوی سازمانونه چې مخکی ذکر شول او افغانستان یې جلساتو کی دغړی او یا ناظر په توګه ګډون کوي، دا څومقصده دی. یوسازمان په خپله معمولاً ديوه دولت په شان عمل نه کوي. بلکې دخپلې اساسنامې مطابق  مشخصو برخو کې  يوبل سره  همکاری او تعاملات پرمخ بيايی. هرغړی خپلو حقوقی،سياسی او مالي چاروکې استقلاليت لري . د دوي حقوقی سرچينې  ددوی ترمنځ لاسليک شوی توافقنامه، اساسنامه، د اسنادو دوه اړخيز  ياڅو اړخيز تړونونه او نړيواله قضايي رويه  ده. دوی په  شريکه   ديپلوماتيک اساسات اواداب  رعايتوي. يومنطقوی اقتصادی سازمان او تړون دمحصول اومالياتو،  ګمرکی تعرفو،  بيمه، شخصی خدمتونه او نور ټکي ډېرروښانه او په اسنادوکې درج کوي، دسیمې د اقتصاد او دخلکو دهوساينې لپاره کار کوی اودسيمه ييزه اقتصادی سرچينو دښه  تخصيص اودخلکوهوساينه یې  هدف وي. داوسنيو نړيوالو واقعيتونو څخه ښکاري چې  منطقوی اقتصادی مرستې اومنطقوی اقتصادی سازمانونه دپراختياپه  حال کې دي او ددغه ډول متقابلو، دوستانه او مساويانه اړيکو په رامنځته کيدوسره د سيمو اقتصادی وده پوره ښه شوی ده او د دوی واکونه او فعاليتونه ممکن تردې هم  زيات اوپراخه شي.

د اقتصادی انضمام  او دنړیوالتوب (globalism )  په اوسنی  دور کې نړیوالو لویو اقتصادی  سازمانونو ته  د جوړیدو  لاره هواره شوی ده  او په دې برخه  کی  نوری هڅې هم روانې دي.  اوس آسیا کې هم د منطقوی مرستو لپاره موقع برابره شوه  او یو شمیر هیوادونو وکولای شول چې منطقوی تړونونه  او  منطقوی اقتصاد  راجوړ کړی.

ډیره به ښه وي چې د جنوبی او مرکزی آسیا هیوادونه د منطقې په اړه د نړۍ له تجاربو زده کړه وکړی او مثبت اړخونه یی راواخلی، خو منفی یې اصلاح کړي ؛ د بیلګې په توګه: په اروپا کې د تړونو او توافقاتو بنسټ د آلمان، فرانسی، ایټالیا، بلجیم، هالند  او لوکزامبورګ  د هیوادونو د توافق په پایله کې کیښودل  شو.  دغه پيښه  د ۱۹۵۷م. کال د مارچ  په  لومړۍ نیټه وشوه، چې پایله یې بیا په ۱۹۵۸م. کې د جنوری په لومړی  نیټه د اروپا د اقتصادی ټولنې  رامنځته کیدل و.  دغه تړون د دې لامل شو چې د لویدیزی اروپا هیوادونه  وکولای شی  چې  د نړۍ په کچه  د کورنیو تولیداتو تر ټولو  یو  لوی بازار  رامنځته کړی،  له دی سره  یوځای  دوی خپل  اقتصادی او سیاسی تړون  او پیوستون او یووالی  نور  هم کلک کړ.

په شمالی امریکا کې لومړنۍ منطقوی موافقه او اقتصادی تړون په ۱۹۶۵م.  کال کې د متحده ایالاتو  او  د کاناډا ترمنځ  لاسلیک شوه، چې مهمه برخه یې د موټرو او د موټرو دپرزو  د آزادې  سوداګرۍ په هکله وه.

په آسیا کې یوه مهمه منطقوی موافقه د آسیا د جنوب ختیزو ملتونو ترمنځ وه چې په ۱۹۶۷م. کال کې د (Association of South east Asian Nations – ASEAN ) په نوم رامنځته شوه. دغه تړون و کولای شول چې د اندنیزیا، مالیزیا، فلپین، سینګاپور او ټایلینډ  د هیوادنو ترمنځ قوی خپل منځی  اقتصادی ، کلتوری او ټولنیز روابط  کلک او دوی ټول  د سولی او ثبات خواته  اوچت ګامونه واخلی چې اوس هر یو پیاوړی  او پر مختللی اقتصاد لري.  همداسې  هم  په افریقا  کې  ورته  ګامونه  اوچت شول.

افغانستان په سیمه کې ډیر یو پیاوړی او مساعد  ستراتیژیک ارزښت او خاص  منطقوی دریځ لری ،  که موږ غوره پالیسی  ولرو  له دغه  موقعیت څخه  د سرو زرو په شان ګټه اوچتولای شو. زموږ موقعیت  هم  زموږ لپاره  او هم  د  ګاونډیو  هیوادونو    او د مرکزی آسیا، جنوبی  آسیا او  د دوو نویو لویو اقتصادونو ( هند او چین)  لپاره مهم دی.  افغانستان کولای شی  د تجارت او  تمدن  په څلور لارې واوړی (لکه زرګونه کاله مخکی یی چې همداسې یو غوره درځ درلود) او د سالم رقابت له  لاری  د سیمی هیواو ته  په یوه  غوره اقتصادی  دهلیز  بدل شی.  افغانستان د سیمی د هیوادونو د اقتصادی  زیربنا  ودې او د ترانزیت  او لیږد امکان  برابروی، موږ ته دا زمینه برابره شوی چی له خپل جغرافیاوی مهم موقعیت څخه ګټه پورته کړو او له نړیوال اقتصادی بهیر او تجارتی کاروان سره ګام اوچت او خپل اقتصاد پیاوړی کړو.

پورته ټکي ټول خو شبینانه،  مثبت او فرصتونه وو، مګر متاسفانه زمکنی واقعیتونه ښکاره کوي چې د فرصتونو ترڅنګ ننګونی یا تهدیدات او ګواښونه هم شته، په تیره بیا  دافغانستان په شمال ولایتونو کی د جګړو شدت یو څو اړخیزتهدید دی.  دغه تهدید یا ګواښ منځنی آسیا اوچین ته تشویش پیدا کړی دی. نن که ازبکستان د دغه کنفرانس په عنوان کې د ننګونو ټکی لیکلی ، سبا یی شانګهای او بل سبا یی سارک هم تهدید،ګواښ او ننګونه ګڼي. هیله ده دغه ننګونی او تهدیدات په فرصتونو بدل شي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی غني به د دې کنفرانس په بهیر کې د اقتصادی مسایلو ترڅنګ د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف او د کنفرانس د ګډونوالو هېوادونو له استازو سره په جلا جلا توګه وګوري.په تیره بیا کیدای شی امنیتی او سیاسی مسایل به لا زیات د بحث مهم موضوعات وی، خو دغه مقاله یواځې داقتصادی لرلید په موخه لیکلی شوی ده، د دې معنا داده چې د اقتصاد متخصصین له ټولو ستونزو سره سره بیاهم قضایاوو ته له هیومانیستی زاویې څخه ګوري او د وګړو هوساینه یې په فکر کې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.