درې تنه په درې جامو کې اوس د څلورمې جامی په لټه کې

د عبدالکریم رحیم لیکنه

595

کله چې طالبان په ۱۹۹۴کې سپین بولدک ته ننوتل په هغه ورځ پاکستانی انګلیسی ژبو ورځپاڼو ولیکل چې تیره شپه د پاکستان د اردو توپچی دا سرحدی سیمه سخته بمباری کړه. د دې مطلب دا دی چې طالبان د پاکستان د اردو په مستقیم مداخلت د چمن نه سپین بولدک ته را ننه ایستل شو او دا د طالبانو  په باره کې د پاکستان ددې روایت خلاف خبره چی وایی ملا عمر د شر او فساد د له منځه وړلو د پاره په میوند کې را اوچت شو.

د طالبانو د راتګ سره سم په کندهار کې د جمعیت قوماندان ملا نقیب الله د هغوی سره یو ځای شو، د ملي محاذ ګل اغا شیرزی د کندهار نه وتښتیده او کوټې ته لاړ. دده  د تیښتی خبرونه د لویدیځ په میډیا کې منعکس شو او د همدې میډیا په وینا یوه هفته قدری وخت کی اسلام اباد ته بوتلل شو او هلته د لویدیځوالو د میډیا په وینا ګل اغا شیرزی پاکستان امریکاییانو سره مخ کړ. ضمنا د عبدالاحد خان کرزی کورنۍ په ګوټه کې د طالبانو سره نژدی همکاری کوله ان تر دی چې حامد کرزی ته د طالبانو له خوا په ملګرو ملتونو د نمایندګۍ پیشنهاد وشو.

طالبانو پنځه کاله د امریکا او برتانیی په ملاتړ (د لویدیځ د هغه وخت  رسنیو کې په دې مورد کې ښه ډیر شواهد شته) په افغانستان کې د استبداد بدترین شکل عملی کړ. بالاخره سعودیانو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتی په نهمه نیټه پر امریکا حمله وکړه او امریکا نړی ته د زور ښودلو او د یو چا نه د کسات اخستلو له پاره ښه هدف د طالبانو امارت وګاڼه او پر افغانستان راننوتل. د حیرانتیا خبره داده چې د دوی سره دری تنه کندهار ته راغلل: حامد کرزی، ګل اغا شیرزی او ملا نقیب.

طالبانو لاسونه پورته او د تسلیم غږ یی پورته کړ. دا خبره ملا عبدالسلام ضعیف په اسلام اباد کی وکړه او ویی ویل چې ملا عمر او ملګری یی، بل چا ته نه پخوانی طالب او د امریکا اوسني متحد، ملا نقیب الله اخند ته تسلیمیږی. کرزی هم تائید کړه چی خبره همداسې ده. خو امریکا په هر دلیل چې وه د ملا عمر تسلیمی و نه منله.

راځی چې دې خبری ته ښه ځیر شو دا دری کسان عملا د درې جهادی ډلو، د نجات ملی جبهې، ملی محاذ او جمعیت اسلامی، سره وو. دا درې کسان یو ځای طالبانو ته واوښتل او بیا دریواړه د امریکا سره متحد شو او د طالبانو په سقوط کې یې برخه واخستله.

اوس ویل کیږی چې یو ځل بیا د کندهار مشران (؟) یا د کندهار نه تښتیدلي او یا هم د طالبانو سره یوځای شوي او د دولت امنیتی ځواکونو ته وایی چې طالبانو ته تسلیم شی.  خانزاده د کندهار والی وایی چې په کندهار کې ولسوالۍ د یو موبایل فون په بدل کې بی جګړی خوشې شوې دي. حتی ځینی خوشې شوو پوستو ته لا تر اوسه طالبان نه دی ورغلی. دی د کندهار سیاسیون چې په کابل کې ناست دي ملامتوی. د احمد شاه او میرویس د کندهار خلک باید فکر وکړي چی دا خلک چی داسی وخت په وخت جامه بدلوي څوک دی او د چا په خدمت کې دی. د دوی کړه خو د پښتون د کړو سره سمون نه لري. پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.