اولادونه باید څنګه وروزو؟

لیکوال: سراج احمد حبیبي

1,501

هر مور او پلار غواړي چې اولادونه یې سالمه روزنه او پالنه وویني، خو دا چې سالمه روزنه او پالنه کومو کړنو او توکو ته اړتیا لري، په دې لاندې څو مادو کې پرې درسره خپل نظر شریکوم:

۱ـ د سالم اولاد روزنه تر هر څه واړندې د یوې سالمې مور په پالنه پورې اړه لري، هغه مور چې د امیندوارۍ په وخت کې توجه نه وي ورته شوې، سالم اولاد دنیا ته نه شي راوړلای. ځکه د دغو ماشوم د تغذیې لومړنۍ سرچینه د مور ګېده ده، مور یې که د امیندوارۍ په وخت کې مکمل خواړه ونه خوري او یا د نورو رواني ستونزو سره مخامخ شي، پر اولاد یې خامخا اثر پرېوځي. پر همدې خاطر باید میندو ته د امیندوارۍ په وخت کې مکمله توجه وشي، د دوی خواړه باید د ویټامینونو په لحاظ هیڅ کمبود ونه لري، ترکاري، سابه، لوبیا، ناخود، غوښه، شیدې، مستې او نور هغه خواړه چې د ویټامینونو سرشاره سرچینې دي، باید ورکړل شي. په رواني لحاظ هم باید امیندواره میندې له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي او داسې خبره ورته ونه شي چې د دوی روح او روان پکې زیان مومي.

۲ـ هره مور باید د امیندوارۍ په وخت کې د یوه ډاکټر تر مشورې لاندې وي، تر څو هغه ډاکټر وخت نا وخت د مور د معایناتو په ترڅ کې د هغې د جنین له سلامتیا څخه هم اطمینان حاصل کړي. په دې ډول سره هم مور او هم د هغې ماشوم روغ پاتې کېږي.

۳ـ د ماشوم د تولد په وخت کې هم باید مور او د هغې ماشوم د ډاکټر تر څارنې لاندې وي، یعنې تر کور نه روغتون د ماشوم د زيږون لپاره ښه ځای دی. ښه دا ده چې د ماشوم د زیږون په هماغو لومړیو شېبو کې د ماشوم مور روغتون ته ورسوئ. تر څو خدای مه کړه، ماشوم او د هغه مور روغتون ته په خپل وخت د نه وړلو له امله درنه تلف نه شي.

۴ـ کله مو چې ماشوم یو څه لوی شو او په ښه او بد پوه شو، له همدې ځای نه ستاسو مسؤولیت نور هم ډېرېږي، په دې ځای کې تر هر څه نه ډېر پام باید دې ته وشي چې د ماشوم په مخکې د هغې د مور سره ناندرۍ ونه وهل شي او نه هم د هغې سره په کومه خبره جنجال وشي، ځکه دا د ماشوم پر روح او روان باندې ډېره بده اغېزه کوي، ماشوم له همدې ځای نه عقده یي لوېږي او بیا یې هیڅکله، نه مور ته زړه ور سپینېږي او نه هم پلار ته.

۵ـ په دې مرحله کې باید ماشوم ته د خپلو خپلوانو احترام او د هغوی سره راشه درشه هم وروښودل شي، دا کار باید د نصیحت په شکل ونه شي، ځکه ماشوم نصیحت ډېر په غوږ کې نه نیسي، بلکې خپله پلار او د هغه مور باید د خپلو خپلوانو سره نېکه رویه او راشه درشه ولري، تر څو یې ماشوم هم له دوی نه تقلید وکړي.

۶ – ماشوم ډېر څه په تقلید باندې زده کوي، کوم مور او پلار چې پخپله یو څه نه کوي او خپل اولاد ته د هغه څه د کولو توصیه کوي، د هغوی اولادونه یې هم شاته غورځوي، که څوک غواړي چې اولادونه یې دې لمونځ کوونکي وروزل شي او لمونځ دې هم په جماعت سره کوي، باید خپله د جومات د لمانځه سره علاقه ولري او خپل اولادونه هم جومات ته له ځانه سره بوځي.

۷ـ د حکایتونو، کیسو، ټوکو ټکالو او د ماشوم د ادبیاتو کتابونه او مجلې راوړل، ماشومانو ته ډېره فایده لري، هغوی له مطالعې او زده کړو سره اشنا کوي او دغه راز د ژبې د زده کړې په برخه کې هم ډېره مرسته ورسره کوي. دغه راز په راتلونکې کې یې د لیکوالۍ له هنره سره هم بلدولای شي.

۸ـ ورزش د یوه ماشوم لپاره ډېره فایده لري، د بېلابېلو ناروغیو کسالت او ټنبلۍ نه یې ژغوري. د زده کړو په برخه کې یې هم ذهن فعال او حافظه یې پیاوړې ساتي. هغه میندې او پلرونه چې په کلو او بانډو کې اوسېږي، که چېرې ورزش ځایونه ترې لرې وي، هغوی باید خپله ماشوم ته د ورزش ځینې حرکات ور وښيي او هغه میندې او پلرونه چې په ښارونو کې اوسېږي، هغوی باید حتماً خپل ماشوم د ورزش د زده کړو مرکزونو ته ور معرفي کړي، تر څو په راتلونکې سالم او صحتمند وروزل شي.

۹ـ ماشوم ته باید هیڅکله ونه ویل شي، چې ته دا کار نه شې کولای؛ بلکې کوم کارونه چې هغه نه شي کولای، مور او پلار باید له هغه سره مرسته وکړي. ځکه په دې ډول خبرو سره ماشوم د ناتوانی احساس کوي او بیا هیڅکله په خپلو پښو د درېدلو توان په ځان کې نه وي.

۱۰ـ ماشوم باید د مېلمنو له کوټې څخه ونه ویستل شي، دغه کار زموږ په ټولنه کې ډېر رواج دی، حتی ډېر لوستي او باسواده کسان له خپلو اولادونو سره دا ډول چلند کوي، خو پایلې یې ماته سمې نه برېښي. ځکه په دې سره په راتلونکې کې ماشوم په یوه مجلس کې د خبرو کولو جرئت نه کوي. خپل حقوق له چا څخه نه شي غوښتلای.

۱۱ـ ماشوم چې کله لوی شي او د ځینو څیزونو د زده کړې توان پیدا کړي، مور او پلار یې باید له هماغو شېبو نه د ښوونې او روزنې تابیا وکړي، ځکه په دغه مرحله کې د دوی ذهنونه پاک وي او د زښته ډېرو څېزونو د زده کړې توان لري، په دغه مرحله کې که دغه د ژوند اړین څیزونه لکه موټر، موټرسایکل، بایسکېل او ځینې نور تخنیکي شیان ور وښودل شي، هم یې ماشوم زده کولای شي او هم یې په راتلونکې کې پرې ژوند ډېر اسانه کېدای شي.

۱۲ـ ماشومان او نوي تنکي ځوانان باید نازدانه ونه روزل شي، که هر څومره ستاسو اقتصادي وضعیت ښه وي او اولادونه ته مو هر ډول سهولت برابرول نه درباندې بار کېږي، بیا هم هغوی کله کله له سختیو سره مخامخ کوئ، ځکه په دې سره به دوی په راتلونکې کې د ژوند هر ډول سختیو ته تیار وي او شخصیت به یې هم یو بشپړ شخصیت وي. ځکه د استاد محمد صدیق پسرلي یو بیت دی، چې:

جوړ شي شخصیت له لوړو ځوړو نه

خوړې چې یې خوا کې نه وي غر نه دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.