سلـسلې زمـا ملالې مېوندۍ

ممتاز اورکزے

650
سلــــــسلې زمـــــــــــا مــــلالې مېوندۍ
د ستا شال دې شي زورواکو ته زندۍ
سلســــــــــلې! زما د زړه د سر لورکۍ
مــــــونږ ته پېښه ده پنجاب سره بدۍ
سلســـــــلي! زما د زړه د سر نازدانې
د ځلـــــــــــــمو سره په يو ډګر روانې
سلسلې راپيښې شوې ورکې ورانې
ســــتا له ننګه به شي کل واړه آسانې
سلســــــلې ته خو زما د پګړۍ ول يې
بــيا زمــــا کـــــــجکلاهي ده ته اول يې
سلســــــلې ته خو زما د پګړۍ ګل يې
ته دې نن هم راته اوسې ته دې تل يې
سلسلې! زمونږ دښمن هم ډېر رذيل دی
سلسلې! ســــــلوک يې تاسره دليل دی
سلســـــــلې! واوره خبره وخت قليل دی
دا ناپــــــاک دښمن له هر کمره ليل دی
سلسلې لورجانې ګرځه هسکې سترګې
ته زمــــــرۍ د پښتونخوا د لويې درګې
ستــــــا په پښو به پرځومه سترې ګرګې
لويان ټــــــــول درصدقه شه لکه چرګې
سلســـــــلې لورجانې ته خو ته ترانه يې
د ستــــــا ترۀ ممتاز ملنګ ته خزانه يې
هــــــــر بېمار شعور ته تۀ انار دانه يې
د پښتون وطن کچکول کښې درادنه يې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.