کښېني

ممتاز اورکزے

721
ټــــــــــول ارمانونه په درشل د زندګۍ کښېني
پېريان له کومه کومه راشي په جېنۍ کښېني
مــــــــاته زما بې مکاني ياده شي او مې وژني
کــــــــــوز مازدېګر کوترې راشي په بلۍ کښېني
زه د ورتلو وعـــدې کښې دموره بااختياره يمه
پــــــــــــــه انتـــــــظار ولاړه هغه ليونۍ کښېني
احساسه پورته شه چې هيله مي ارام اومومي
فـــــــــــــرهاده اودريږه چې دغه شرېنۍ کښېني
مومږ تر منزل ځان رسوو که په هر حال وي ياره
زمــــــونږ په شان خلق په چت هم د لارۍ کښېني
دلبرې ځــــــه چې ځو واپس، مونږه ته څه پته وه
چـــــــــــــــې هر لوهار به دکان د منيارۍ کښېني
مـــــــــــــــمتازه چغې وهه .چغې وهه،چغې وهه
تر هــــــــغې پورې يې وهه چې دې مرۍ کښيني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.