غزل

ممتاز اورکزے

622
زه چــــــــې تنها شومه دې ښار کښې، مزه يې اوکړه
لــــــکه بــــــــدل غمی شوم هار کښې، مزه يې اوکړه
زما دا تــــورې کــــــرښې خـــوښې، کــتاب، کـتاب
او ستا رانجۀ خوښ دي سېنګار کښې، مزه يې اوکړه
تــــــه يـــې زمــــــا په انتــظار کـښې، سم چک لګوي
مـــــاته دی ګـــاډی خـــراب لار کښې، مزه يې اوکړه
په هــــغه ښــــــــکلي خو سم رش دی، ضدي زړګيه
راځـــــه چــــې اودرېږو قــــــطار کښې،مزه يې اوکړه
ته څـــــــومره ښـــــــکلی يې لالــــــــيه،غرور هم لرې
دا مــــــلغرې پــــــه يــــــو تار کــــښې؟ مزه يې اوکړه
څــــــــه ناګـــــهانه ســـــره مــــــخ شــو، درود ، درود
مـــــونږ د رحـــــــــمان بابا مزار کښې، مزه يې اوکړه
مـــــــــمتازه خــــوند کـــــوي نــــاســـازې، والله، والله
انګــــــــــــور قلم دی په کوکنار کښې، مزه يې اوکړه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.