خپله ژبه

ممتاز اورکزے

653
مـــــــا څــــــــــــــه په سهولت.څه په اسانه رسوي
د خپــــــــلې ژبــــــــــي توري مې امکانه!! رسوي
د خپــــــــــــلې ژبې تورې مې دانې دي د لونګو
زمـــــــــا د زړه خـــــــــــبرې تر جانانه رسوي
د خــــــــپلې ژبـــې تـــوري مـــــې لري کرامتونه
بـــــــې ژبـــــــي احـــساسات مې تر بيانه رسوي
د خپــلې ژبې توري مې سپين زړي رهبران دي
تيـــــــــارو کښې د تاريخ مې هم تر ځانه رسوي
د خپــــــــلې ژبې توري مې د ننګ علمبردار دي
چــــــــــــې مـــا به د سيالۍ تر هر ميدانه رسوي
د خپـــــــــــــلې ژبې توري مې راڼه، راڼه خاپونه
چــــــــــــــــــې ما به تر له ما تللي کاروانه رسوي
د خپــــــــــــــلې ژبي توري مې په شان د ملايکو
زمــــــــا دعــــــا بالجـــــــــــهر تر آسمانه رسوي
د خپـــــــــلې ژبې توري مې ممتازه درېڅې دي
نظـــــــــــــــر مې تر خوشال او باچا خانه رسوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.