ناروې د افغان مهاجرو د اخراج پروسه ودروله

689

تر سويډن او فنلد وروسته ناروې هیواد هم اعلان وکړ چې افغانستان ته يې د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ درولې ده. په افغانستان کې د تاوتريخوالو ډيریدل په اروپا کې د افغان مهاجرو د اخراجونو پر بهیر هم اغیز لرلی دی.

د آلمان خبري آژانس له کوپنهاګن څخه ليکي چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د دغه هیواد د مهاجرو چارو د دوو ادارو UDI او UNE چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته يې د  ردسوو مهاجرو د اخراج لړۍ په موقتي توګه درولې ده.

په دې حساب د ناروې پولیس به د سپتمبر میاشتې تر ۱۵مې پورې افغانستان ته اخرجیدونکو افغان مهاجرو نوملړ خپور نه کړي.

د ناروې دغه تصمیم به پر هغو مهاجرو خپل اغیز ولري چې په دغه هیواد کې د اقامت اجازه نه لري او یا یې د پناه غوښتنه رد سوې وي.

اسلو دغه تصمیم په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته په کتو سره نیولی دی.

طالبانو د می میاشتې له لومړۍ يا له هغه وخته چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې، خپلو حملو ته زور ورکړی دی. دغې ډلې په یاده موده کې د ځينو ولسواليو د نيولو ادعا هم کړې ده، خو افغان حکومت بیا پر له پسې له طالبانو څخه د ولسوالیو د بیرته نیولو خبرونه ورکړي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.