غني: پاکستان موږ ته طالباني نظام غواړي خو خپل ځان ته نه

618

افغان ولسشمر اشرف غني نن په ارګ کې د لوی اختر په مناسبت خبرو کې وويل چې طالبان سولې ته «نیت او اراده نه لري.» رپوټونه ارګ ته څيرمه د درو توغندیو د لګيدو څخه خبر ورکوي.

افغان ولسمشر نن د لوی اختر په مناسبت په ارګ کې خپله وینا له مقدمې پرته له امنيتي موضوع پیل کړه. هغه د موجوده بد وضعیت د کابو کولو په موخه د یو نوي پوځي پلان له جوړيدو څخه خبر ورکړ.

غني زیاته کړه چې اوس په افغانستان کې وضعيت ډير خراب دی او له افغانستان څخه د فاع یوازې د سرتيرو مسؤلیت نه، بلکي د ټولو افغانانو مسؤلیت دی.

غني وويل: «هغوی چې د خپل نظام، ملکیت او د ژوند د ساتنې له پاره آماده دي… موږ آماده یو چې له ټولو ګټه واخلو، اما ټول باید د دولت په چوکاټ کې وي.» غني زیاته کړه چې په افغانستان کې خپلسري او ملیشه جوړولو ته ځای نه شته.

غني يو ځل بیا پر طالبانو تور ولګاوه چې هغوی سولې ته ژمن نه دي. هغه وويل: «داکتر عبدالله راته څو دقیقې مخکې وويل: په طالبانو کې د سولي نیت او اراده نسته.»

غني د طالبانو پنځه زره آزاد شوو بندیانو ته هم اشاره وکړه. هغه وويل: «نړۍ ته مو ويلی ول چې د ۵۰۰۰ زره طالبانو خوشي کول لويه اشتباه وه.» ما هماغه وخت د افغانستان سياستوالو او کارپوهانو ته وويل چې دا ډير وخیم عواقب لري: «ما وويل په دې باندې طالبان تقويه کيږي.»

غني د طالب بندیانو د آزادولو په مسئله کې بهرنیان او یو شمیر افغانان پړ وګڼل: «په دې کار کې اول بهرنیان ملامت دي او بیا هغه افغانان چې شک يې کاوه د افغانستان حکومت د سولې نیت نه لري.»

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان رول ته هم اشاره وکړه: «پاکستان موږ ته وايي چې طالبان وحشیان دي او هیڅ د پاکستان په ګټه نه دي، خو په پټه یې ملاتړ کوي او د دوی ټول مطبوعات د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي.» هغه وويل چې پاکستان وايي طالبان به د دوی د هیواد له پاره خطر واقع شي خو افغانستان کې يې غواړي.

په ارګ کې د غني د وینا پر مهال له هغه سره يې لومړی مرستيال، د پارلمان د دواړو مجلسونو مشران او نور مخور افغان سیاستوال او مسؤلانو شتون درلود.

په عین وخت کې له کابل څخه رپوټونه نن ارګ ته څيرمه د درو توغندیو د لګيدو څخه خبر ورکوي. دغه توغندي د لوی اختر په مناسبت د افغان ولسمشر اشرف غني تر وينا لږ د مخه لګيدلي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویاند، میرویس ستانکزي اسوشتید پریس خبري آژانس ته منلې چې ارګ ماڼۍ ته نژدې پر ځمکه توغندي لګيدل دي او وايي چې مرګ ژوبله يې نه لرله.

سيمې ته نژدې په يوه کوڅه کې يو درول شوی موټر چې په بشپړه توګه تخريب شوی موجود دی او پولیس وايي چې له دغه موټر څخه د توغندیو په توغولو کې استفاده شوې ده. د پيښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه توغندي په داسې حال کې لګيدلی چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یا د ارګ په شنه یا ګرین سیمه کې واقع ده او پر استقامت يې ورغلې کوڅې هم تړل شوي دي.

په افغانستان کې له هغه وخته چې د بهرنيو ځواکونو وتل پیل شوي وضعيت تر پخوا ډير ترینګلی شوی دی. ډېری افغانان اندیښمن دي چې د نړيوالو ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته به حالات تر دې نور هم خراب شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر څو مياشتو وروسته درې ورځې مخکې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتي ټيمونو يو ځل بیا دوه ورځني مذاکرات درلودل، خو په هغې کي د پام وړ کوم پرمختګ نه دی شوی. دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې ويلي دي چې دوی به خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.