امریکایي ځواکونو کندهار کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي

720

یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي، چې د افغان ځواکونو پر ملاتړ یې کندهار او د افغانستان پر یو شمېر نورو ولایتونو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

د اسوشټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یاد بریدونه د هغو جنګي الوتکو په وسیله شوي، چې له افغانستان څخه د باندې ځای پر ځای شوې دي.

د امریکا د فاع وزارت ویاند جان کربي هم ویلي، چې دوی د افغان ځواکونو پر ملاتړ پر طالبانو هوايي بریدونه کړي؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې یاد بریدونه یې له کومو سیمو څخه کړي دي.

یو بل لوړ پوړي امریکايي چارواکي هم دغه راز زیاته کړې، چې د تېرې چهارشنبې او پنج شنبې په ورځ امریکايي ځواکونو پر طالبانو څلور هوايي بریدونه کړي، چې ګڼ شمېر مالي او ځاني تلفات یې ور اړولي دي.

باید یاده شي، چې امریکا د قطر په شمول په خلیج هیوادونو کې ډول ډول جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولای شي.

تر دې وړاندې بیا  منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قومنداني پخواني قومندان سکاټ مېلر او یو شمېر نورو جګپوړو امریکايي چارواکو ویلي وو، چې امریکا به له پوځي حضور پرته هم افغانستان کې ترهګرې ډلې تعقیب کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.