سره صلیب موسسې ارغنداب څخه؛ له ۱۰۰۰ ډېر جسدونه پاکستان ته انتقال کړي

877

سره صلیب موسسې ارغنداب څخه؛ له ۱۰۰۰ ډېر جسدونه

پاکستان ته انتقال کړي

د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې له تېرو څو میاشتو راهیسې طالبانو جګړه پیل کړې، چې افغان ځواکونو ورته ګڼ شمېر تلفات اړولي دي.

که څه هم افغان حکومت په یادې ولسوالي کې طالبانو او پاکستاني ترهګرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام په خپل وخت خپاره کړي؛ خو اوس د سره صلیب د مالوماتو له مخې، یواځې په تېره میاشت کې یادې مؤسسې له ارغنداب څخه د طالبانو او پاکستاني ترهګرو ۱۰۴۰ جسدونه پاکستان ته انتقال کړي.

سره له دې، چې اوس مهال د طالبانو په ډلو کې ګڼ شمېر پاکستاني ملېشه جنګیږي او پاکستاني جنرالان په زیاتو سیمو کې د یادې ډلې جګړه رهبري کوي؛ خو بیا هم د پاکستان حکومت په افغانستان کې له خپلې مستقیمې جګړې څخه منکر دی.

څو ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالي کې ګڼ شمېر پاکستاني ترهګر وژلي وو، چې وروسته د سره صلیب مؤسسې له لوري پاکستان ته انتقال شول.

باید یاده شي، چې له سره صلیب مؤسسې پرته هم طالبان د خپلو وژل شویو جنګیالیو زرګونه جسدونه، یا په افغانستان کې د خاورو لاندې کوي او یا یې هم د خرو په واسطه د پولې هاغاړې ته اړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.