!په افغانستان کې د سیمې ددوو مقتدرو اسلامي هېوادونو تقابل

عزیزاحمد فضلي

1,306

په نړیواله کچه د امریکا او اروپایي اتحاد لپاره د چین او روسیې مهارول ستونزمن شوي دي، د جي اوه هېوادونو سږنۍ سرمشریزه او د ناټو ټوله سرمشریزه په چین او روسیې راڅرخیدله، اروپا او امریکا دنړۍ په نورو برخو کې ددغه دوه مهمو هیوادونو تقابل ته ځان چمتو کوي, او په اسیا کې نور نه غواړي چې ددغه دوه مهمو هیوادنو او ایران په وړاندې دغه سیمه تشه پریږدي، نو ددې تشې د ډکېدو لپاره یې تصمیم نیولی چې دا سیمه ترکیې ته وسپاري په نړیواله کچه ترکیه د ایران، روسیې او چین سره په سیالۍ بوخته ده او بل دا چې ترکیه داسې هیواد دی چې اسلامي دی او دلته یې په وړاندې دنورو هیوادونو په نسبت حساسیتونه هم کم دي.
خو ایران هېڅکله نه غواړي چې خپل دایمي مارکېټ (افغانستان) يې د ترکانو لاست ته ولويږي او په خپل ګاونډ کې ترکان د یو خطر په توګه وګوري, دواړه هڅه کوي چې دا سیمه لاندې کړي که څه هم ایران له موږ سره پر پوله پروت ګاونډ هېواد دی چې تر ډېره ورسره تاریخي, مذهبي او کلتوري اړیکې لرو.
دا چې ترکيې د کابل هوايي میدان اړوند چمتوالي وښود او له امریکا سره یې پر دې موضوع د توافق اعلان وکړ, سمدستي ایران د خپلو نېږدې متحدینو پر مټ د حشدالشعبي ډلې د فعالېدو اعلان وکړ چې دا په حقیقت کې ترکیې ته څرګند پيغام ده. حشدالشعبيان هغه شیعه مذهبي افغانان دي چې د قدس ډلې لخوا په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ وجنګول شول, اوس ایران غواړي چې دا شیعه ګان په افغانستان کې بسیج او د خپلو ګټو لپاره دلته وجنګوي.
که څه هم ترکیه له موږ سره ګاونډ نه دی خو د سیمې مهم لوبغاړی ده او تر يوې پيړى راپدېخوا موږ ورسره حسنه اړیکې لرو او ترکيې په ټول هېواد بلخصوص شمال کې پر ازبکانو او ترکتبارانو باندې په بېلابېلو برخو کې سرمایه ګذاري کړې او زیاتې اکاډمیکې اسانتیاوې یې ورته برابر کړي.
نو ددواړو سیمیزو قدرتونو ایران او ترکیې ترمنځ په سیمه کې سياسي, اقتصادي او مذهبي رقابتونه ښه په په درز کې روان دي دواړه هېوادونه د اسلامي نړۍ د مشري خوبونه ويني او د همدې له امله یو بل سره شديد رقابت لري هر یو غواړي چې پر زیاته اسلامي خاوره ولکه ولري تر څو دوي خپل دې هدف ته ژر ورسیږي ددوي ددې مخالفت او زور معلومولو یو ښه مناسب ځاي افغانستان ده.
افغانستان ته ددوي په راتګ به زموږ هېواد کې کورنۍ جګړې ته زمینه برابره شي او زموږ دوه قومونه شیعه افغانان چې تر ډېره هزارګان په کې شامل دي او ترکتباره اقوام چې ازبکان یې غوښنه ونډه تشکیلوي سمدلاسه به د دوي په اشاره او د دوي د ګټو د خوندیتوب لپاره په جګړې لاس پورې کړي, ځکه چې موږ افغانانو تل د پردیو جګړو ښکار شوي یوو د يادونې وړ ده چې پورته یاد شوي دواړه قومونه په وسلوو سمبال شوي.
هېواد د دې پردي او بهرني اور څخه د ویستلو یواځينۍ لار د طالبانو او حکومت ترمنځ یو د بل منل دي.
هیڅ ډله نشي کولی چې پر بلې ډلې غالبه شي تر هغو چې دواړه یو ګډ توافق ته ونه رسیږي او یو بل ونه مني.
د سولې مذاکرات باید تقویه شي او دواړه ډلې د یو ګډ حکومت په رامنځته کولو چې ټول اړخونه په کې شامل وي توافق وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.