د کونړ له دوو ولسواليو څخه په سلګونو کورنۍ تېښتي ته مجبوره شوي

585

د حکومتي سرچینو په حواله د کونړ له دوو ولسواليو، غازي اباد او ناړۍ څخه په زرګونو کورنۍ تېښتي ته مجبوره شوي دي. دغه ولسوالۍ طالبانو نيولي دي.

د کونړ د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو ریاست ویلي دي، له غازي اباد وروسته له ناړۍ هم د خلکو د بې کوره کېدنې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د کډوالو چارو رئیس عبدالرشید ساپي دویچه ويله ته وویل چې له ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو تر اوسه پنځه زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، چې نیږدې ۱۵سوه هغه ننګرهار ته کډه شوي او نورې په کونړ کې پاتې شوي دي.

دی وايي، له یو شمېر کډوالو سره یې مرسته کړې او پاتې نورو سره هم وار په وار مرسته روانه ده.

دغو کډوالو ته د اوسېدو مشخص ځای نه دی ښودل شوی، نو له همدې امله ډېر يې په لارو، هدیرو، پارکونو، د سیند پر غاړ، اسد اباد مارکیټونو او بېلابېلو ځایونو کې په بد حالت کې اړولي، چې د خوراکي توکیو له سخت کمي سره مخ دي.

یوه بې ځایه شوي کډوال چې د اسد اباد ښار د یوه مارکیټ په څنګ کې یې له نیږدې پنځلس مېرمنې او ماشومان سره په سوځنده ګرمۍ کې اړولې، دویچه ويله ته وویل چې په ډېر بد جګړه ایز حالت کې یې له ساعتونو پلي مزل وروسته اسد اباد ته ځان راورساوه؛ د خوراک له پاره هېڅ نه لري او داچې ماشومان او مېرمنې په بد حالت کې دي.

د محراب په نوم دغه بې ځایه شوي کډوال وویل، د اوسېدو هېڅ درک او ادرس نه لري، هر ځای چې یې بلدي څوک وموندل د هماغه په کور کې به واړوي.

یوه بل بې ځایه شوي کډوال او د ناړۍ اوسېدونکي ذاهدالله وویل: »ډک کورونه او ټول شته مو پریښي؛ یوازې مو سرونه خوندي کړي؛ خو تر اوسه حکومت هېڅ ډول مرسته نه ده رارسولې او د بې ځایه شویو له پاره د اوسېدو کوم ځانګړی ځای هم نه دی راښودل شوی.«

په کونړ کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس انجینیر عبدالوارث ساپي دويچه ويله ته وویل چې د دوی ادارې له بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکیو مرسته کړې او خپلو امکاناتو ته به په کتو دغه مرستې دوامداره وساتي.

یو شمېر کډوالو ته د ولایت مرستیالې برېښنا شیرزۍ د ولایت سکتوري ریاست، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست او نورو حکومتي ادارو ډوډۍ رسولې او په ځینو دولتي ځایونو کې ورته د شپې تېرولو زمینه سازي شوې ده.

د کونړ ولایت د ټولنیزو چارو مرستیالې برېښنا شیرزۍ ویلي، هڅه کوي چې ټولو بې ځایه شویو کډوالو ته رسېدنه وکړي او په لومړي قدم کې یې د شپې تېرولو او ډوډۍ غمه وخوري.

اوس په کونړ کې په ولسي کچه د کډوالۍ او بې کوره کېدنې په اړه اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي او خلک ویره لري، که جګړه نورو ولسوالیو ته وغځېږي، د دوی په وینا «لوی انساني ناورین» به رامنځته شي.

دا مهال د کونړ په غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو کې طالبان دي او حکومتي ځواکونه وخت ناوخته هوايي بریدونه پرې کوي؛ خو په نورو سیمو کې هم ځيني وخت جګړې کېږي.

همدا وړمه ورځ وسله والو د کونړ نورستان لویه لار د کونړ په چپې درې کې تړلې وه، چې تر لنډې جګړې او مرګ ژوبلې وروسته بېرته ازاده شوې ده.

د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد ساپی اندېښنه لري چې که ولایتي اداره او پوځي چارواکي د حالاتو کابو کولو له پاره جدي کار ونه کړي، جنګ نورو ولسوالیو ته هم غځېدلی شي؛ خو حکومتي سرچینې ډاډ ورکوي چې حالت د دوی په کنترول کې دی.

طالبانو دویچه ويله ته په لېږلي پیغام کې ادعا کړې ده چې غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ د دوی په ولکه کې دي، چې تر نیونې وروسته یې ګڼ شمېر حکومتي عسکر دوی ته تسلیم شوي او زیاته وسله او مهمات یې هم نیولي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.