د حميدګل زوی عبدالله ګل څه ويلي ؟

سيد حسين پاچا

878

د حميدګل زوی عبدالله ګل څه ويلي ؟

پاکستان زموږ ازلي او نه پُخلا کېدونکی دښمن دی

له دې وروسته طالبان وپاکستان دواړه ځانونه نه شي خلاصولی

پاکستان په نړيواله ټولنه کې له پېړيو راهيسې زموږ هويت نه شي زغملی، خپلواکي مو ګواښي، پلازمينه مو سېځي، د بېثباتۍ عامل دی، اقتصادي زېربناوې مو ورانوي، دولتي تأسيسات مو ړنګوي او جمهوريت (حکومت) مو ړنګوي

نوټ : د حميد ګل زويه ستا پلار ونېکه هم روسان نه شول ايستلی، خو روسان له اقتصادي پلوه له پښو وغورځېدل. که د امريکا مرسته نه وای، نو دا کار ستا د ټرن پلار له توانه پوره نه وو چې روسان وباسي. ولې مو ګلان ورته په غاړه کې ورواچول؟ ولې مو په خوست او اړونده سيمو کې وګرځول؟ ولې مو ورسره اړيکې جوړې کړې؟ ته اوس داسې غپې او پلار دې هغسې غپل. ملايان دې څه وايی؟ روسانو ته چې مو ګلان غاړې ته وراچول او وروڼه مو بلل، نو ته او مور دې چېرته وئ؟ مور ته دې ووايه چې له مشرف، راحيل شريف، کياني او باجوه وپوښتي چې روسان يې چا ته راوستل، نو چې پلار دې ايستلي وي، نو دوی يې بيا ستا د مور، د کرنيل امام او د بابر د ښځې پسې راوستل که د چا پسې؟

عبدالله ګل د حميد ګل زوی څه وايی؟

فيسبوک دلته کتلای شئ

Facebook

پلار مې؛ له افغانستان روسان وباسل او د مجاهدينو په مرسته يې د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ کړ، دا ځل به زه د طالبانو په مرسته د افغانستان اوسنی حکومت او جمهوريت؛ له منځه وړم (۱)، چې افغانستان بيا په کنډواله بدل (۲) او د پاکستان؛ له سيالۍ ولوېږي (۳).

طالبان کاملاً زما د هدايت تابع دي او دوی ته مو دا دنده ورکړې، چې د افغانستان اقتصادي زېربنا (۴)، دولتي تاسيسات (۵)، حکومت او جمهوريت (۶)؛ له منځه يوسي.

ښاغلی حکمتيار او استاذ محمد زمان مزمل دې يې ځواب ووايی چې د سيد قطب او محمد قطب د هغه تش په نوم اسلامي فلسفې اخري موخه همدا ده چې يو مسلمان بل مسلمان ته ضرر ورسوي؟ دا د هماغه حميدګل زوی دی چې د حکمتيار، مسعود و رباني روزونکی وو. مودوديان، ديوبنديان او د پنجاب هاغه واکمنه کړۍ اسلامي ارزښتونه څنګه تعريفوي؟

د ميجر عامر سپينی خبرې :

((مونږ امريکې ته ‌‌‌‌‌‌ډير خدمت کړی.  طالبانو حکومت مو ړنګ کړ (۱)، شپږ سوه کسان مو وروسپارل (۲) ، ملاضعيف مو بی عزته کړ … ! (۳) ))

بېنظير بوټو :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې د امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

زما استاذ او د طالبانو د سترې محکمې پخوانی رئيس او قاضي القضات مولوي نورمحمد ثاقب، مولوي هبت الله، شيخ عبدالحکيم، ملا عبدالغني برادر، شيخ عمر خطابي او داسې نور دې د حميد ګل د زوی عبدالله ګل، بې نظير بوټو او د مېجر عامر سپينې خبرې دواړه ښه په غور سره ولولي او بيا دې يې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پرتله کړي چې يو له بله سره سر خوري يآ نه؟

اذ قال لابيه لم تعبد بما لايسمع ولايبصر ولايغني عنک شيئًا الی لئن لم تنته لأرجمنّک واهجرني مليًّا [مريم : ۴۲ – ۴۶ ]

ولې د ابراهيم عليه السلام او د پلار يې په کور کې جنجال رامينځته شو؟

پلار يې له اورنمانځنې سره سره د بوتانو (اصنامو) پرستش (نمانځنه) کوله، خو د ګټې وټې او د بزنس لپاره يې د بوتانو جوړولو کار کولو او پکې ښه لاسبری وو او خلکو ته به يې ويل چې :

((دا داسې ځواکمن بوت دی چې که دا واخلې دا د تاسې لپاره هر څه کولی شي. هر څه چې ترې وغواړي هغه درته کولی او درکولی شي)). خو ابراهيم عليه السلام دا نه غوښتل او هغه د حق لاروی وو. پلار ته به يې ويل چې دا کار مه کوه. دا خو نه څه اورېدلی شي، نه ليدلی شي او نه له تا څه ضرر بچولی شي تر پرپايه. او له بل لورې يې خلکو ته ورښووله او ورفهموله چې دا خو هېڅ درته نه شي کولی، نو ولې يې اخلئ؟

پلار يې چې وليدل چې زوی مې نه يوازې د بوتانو د سپکاوي او بې ارزښتۍ پسې راخېستې، بلکې غواړي چې اوس مې ټول کاروبار او ګټه وټه خرابه او له بنديز (سقوط) سره مخ کړي او په ټپه يې ودروي، نو له زوی سره يومخيز چپ او خبره سخت ګواښ ته ورسېده چې په کاڼو به دې وولم او ما تنها پرېږده يا په بله مانا له کوره مې وځه.

د ابراهيم عليه السلام موخه حقانيت وو، خو د پلار يې ګټه وټه او کاروبار وو چې په پايله کې په سختې تاوتريخوالي واوښته.

تاسې هم وګورئ چې دغه ملايان چې تاسې پرې سرونه ورکوئ د خپلو ګټو لپاره يې پخپل ښوونيز نصاب کې د قرآن کريم اياتونه دامريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړ چې خلک د کمونېزم په خلاف جنګ ته چمتو کړی شي. د ولس په مينځ کې په ښکاره د امريکا خلاف او د اسلام نارې سورې وهي، خو خپله بيا د سفارت دننه ورځي او ورته وايی : ((زه ستاسې ملګری يم. ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو د ارامولو لپاره دي)). سميع الحق يې بيا وايی : ((د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي)). د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف چې د څارګرې ادارې له مشر فيض الله فيض سره د عمرانخان په لارښوونه امريکا تللی خواشيني څرګنده کړې چې ولې ښاغلی بايډن عمرانخان ته زنګ نه دی وهلی؟

Pakistan’s security adviser complains Joe Biden has not called Imran Khan

طالبه،

ته که داسې مسلمان وای او يا دې دوی د يو وېښته هومره ارزښت درلودای، نو دوی به ستاسې له سفير او ستاسې له امارت سره داسې لوبه نه کولی، خو مسلمان ورته نه ښکارې.

پر تا يې لروبر لوی افغانستان او لروبره پښتونخوا ناارامه کړې او ستا په وسيله يې له پښتنو او بلوڅو د CPEC ستره پروژه واخېسته او پنجاب خپلې خېټې ته واچوله. طالبه ستا حيثيت خو د پنجاب د نيابتي جګړه مار دی چې د خپلو پښتنو او بلوڅو حق دې واخېست او پنجاب ته دې ورکړ او افغانستان دې هم په لوی لاس د پنجاب له ګواښ سره مخ کړ.

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

سراج الحق :

سراج الحق د خپلو ګټو CPEC لپاره د کمونېزم او د کمونيست چين په صفت نه مړيږي. نړيوال دروغجن شاه محمود قريشي خو له حقه منکر او پروېز مشرف يې بيا څه وايی؟

Tariq Aziz – هن ، واخلئ ، کميونسټ پارټي آف سوويت يونين ته کافر… | Facebook

پوښتنه :

که اوس سيد ابوالاعلی مودودي ژوندی وای، نو د افغانستان په تړاو به د هغه تګلاره څه وه؟ هغه به هم افغانستان د کشمير پورې تړلو؟ د يو اسلامي هېواد برمته (بونګه کول) هغه هم د بل په حق کې چې خاوره يې هم نه ده او هغوی خپل ځان مستقل بولي څه حکم لري؟

د حميد ګل زويه،

شيري رحمان :

((په افغانستان کې هر حکومت بايد د پاکستان په خوښه وي، کنه د افغانستان په نوم په نړۍ کې هېواد ځای نه لري)).

حميدګل :

((سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه)).

کشميري سردار عبدالقيوم مشرف ته ويلي وو :

((امريکايان بايدداسې بريدونه وکړي،چې دکابل دوړې موږ په اسلام ابادکې ووينو)).

شهباز شريف :

((د کشمير په قيمت په کابل کې سوله نغواړو)) او ((د کشمير لپاره بايد کابل په اور کې وسوځي!))

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ((د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.)).

عبدالله ګله،

دا خبرې زموږ پر ياد دي کله به هم هېرې نه شي.

دا ښه شوه چې طالب دې موږ ته بيا په لا ښه او کره توګه راوپېژنده چې څوک دی؟ د چا مني؟ او د چا د امر تابع دی؟ څه دنده مو ورکړې او څه پرې کول غواړئ؟

ښاغلی نورمحمد ثاقب او ورسره په شاوخوا کې اړوند طالبي لوړپوړي چارواکي چې ديني علمي رسالت پر غاړه لري ستا څرګندونې، موخې او خپل هويت، ملي – اسلامي او تاريخي ارزښتونه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې بيا له سره ښه په غور مطالعه کړي. د علم دين زده کړې موخه دا نه ده چې څوک دې بلا دک ودليله د حقانيه او احياءالعلوم فتواوې په پټو سترګو ومني او د افغانستان سرنوشت دې د دوی په مدرسو کې د نظاميانو او څارګرې ادارې په لارښوونه وټاکل شي.

دوی په دې پوهيږي چې څوک ستا په شان مُضر شي او دغه ډول مُضرې (تاواني) څرګندونې تا او دوی ته او هم پاکستان ته څه عواقب لري؟ د مُضر حکم څه دی؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

پلار مې د ډاکټر نجیب الله حکومت ړنګ کړ، زه په طالبانو؛ جمهوریت ړنګوم – DawatMedia24

پاکستانی حقاني: نړیوال دي پاکستان د افغانستان حق کې تر غاړه ونیسي | خبریال (khabarial.com)

حقاني: روسیه او ایران د طالبانو موقت، خو پاکستان دایمي ملګری دی | خبریال (khabarial.com)

السکاندر: عمرانخان، دوکه باز دوه مخی او بې شرمه سړی دی | خبریال (khabarial.com)

Russian troops arrive for drill with Pakistan military – Pakistan – DAWN.COM

Russian troops land in Pakistan to participate in ‘friendship’ drills (tribune.com.pk)

Russia”s forces arrive in Pakistan for joint military drill (outlookindia.com)

Russian troops arrive in Pakistan for third joint military drill (tribune.com.pk)

د پاکستان او روس زیاتېدونکي اړیکي – BBC News پښتو

محمود خان: د افغان جګړې تر شا پاکستان دی اور به يې اسلام اباد ته رسیږي | خبریال (khabarial.com)

Afghanistan and Pakistan: A strategy for peace (irpp.org)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.