شپېته هېوادونه: طالبان دې د چور پر ځای د خلکو امنیت ونیسي

614

طالبان په افغانستان کې په زور واک ته ورسېدل؛ خو اوس دې د چور پر ځای د خلکو امنیت ته پام وکړي.

د امریکا، کاناډا او قطر په ګډون د نړۍ ۶۰ هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې د خلکو امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي او خپل مسؤلیت دې په سالم ډول ادا کړي.

یادو هېوادونو په شریکه اعلامیه کې ویلي، چې اوس مهال افغانستان له یو لوی ناورین سره مخ دی او د طالبانو په شتون کې عامه تاسیسات او ملي شتمني چور کیږي؛ نو په کار ده، چې طالبان د یادې چارې مخنیوي وکړي.

د اعلامیې په باور، که روان چور همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي په یوه اوونۍ کې په افغانستان کې هرڅه له منځه یوړل شي.

یاده اعلامیه په داسې حال کې خپریږي، چې همدا اوس د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې چور روان دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.