د جمهوریت د سقوې دوهمه ورځ

عماد دوران

625
په کابل کې د دعوت قلمي همکار عماد دوران  د جمهوریت د سقوط د دوهمې  ورځې راپور 
له خپل ګاونډی مې سایکل واخیست، له حاجی یعقوب څلورلاري روان شوم، د لویې څارنوالۍ مخکې طالبان پر پلاستیکي څوکیو ناست وو، دوی ډېر څک وو، د عکس اخیستلو چانس نه و او ترې تېر شوم. د زړې تایمني د درېیمې کوڅې په سر کې ABC سټور ته مې ورپام شو چې خلاص و، دا هغه پلورنځی دی، چې عموماً به د کابل اشرافو پکې توکي رانیول، ور وګرځېدم، ساتونکيو یې د پخوا په څېر یونیفارم نه و اغوستی، ور ننوتم، ګورم چې هغه ښځینه سټاف یې نه وو او داخلي ټول کاریګرو یې دا ځل افغاني جامې (کمیس او پرتوګ) اغوستي، د عسکر، کاریګر او منیجر یې هیڅ فرق نه کېده. راووتم، د پلورنځي په خوا کې د جنرال سمیع سادات دفتر مخې ته موټرونه ولاړ وو، چې ور نږدې شوم نو ټول هغه غټ غټ پکولونو والا وو، دولتي پلېټ لرونکي دوه آبي رنګه پراډو موټرونه له طالبانو ډک وو، داسې ښکارېدل چې د ملي امنیت له دفتر نه یې تازه راویستي وي. روان شوم، کاردان پوهنتون، تایمني څلور لاري ته نارسیده د اهل تشیع مذهبي رسومات تر پرون ګرم وو، سرک یې په توره خیمه راتنګ کړی و او هر موټر ته به یې د شربت څښلو ست کاوه، ځینو به وڅښه او ځیني به تېر شول، زه ورته څه وخت ودرېدم چې وګورم طالبان یې څښي او که نه، لږه شېبه وروسته طالبان په رینجر کې راورسېدل، تنکیو هلکانو د نورو په څېر دوی ته هم شربت وستاوه خو دوی په خپلو کې څه تبصره وکړه، ویې خندل او تېر شول. په سلیم کاروان څلور لاري کې مې ټرافیک ولیدل چې د موټرو نظم یې برابروه، ورته ومې ویل څنګه راغلي یاست؟ ویل یې له دفتر راته زنګ ووهل شو چې سبا خپلو ساحو ته لاړ شئ او خپله وظیفه انجام کړئ، مونږ ته د طالبانو مشرانو ویلي چې تاسو ته به د پخوا په څېر معاش درکوو. د دوی ورستي لفظونه دا وو چې “ببینیم که چه مشه”
د هوایي ډګر شهید څلور لاري ته ورسیدم، ټرافیک له دې خوا تلونکي موټر ودرول، د موټرو په اول قطار کې د طالبانو یو بې پلېټه فیلډر موټر هم د ټرافیک په اشاره ودرید، طالبان ترې راکوز شول، ټرافیک سره یې خبرې شروع کړې، د لږ ځنډ لپاره یې د ټولو خلکو توجه جلب کړه او بېرته موټر ته وختل، ما داسې احساس کړه، چې د کوم اړین کار لپاره نه؛ بلکې یوازې د خپل برم د تظاهر لپاره راکوز شوي وي. روان شوم، په څلورلاري کې مې پورې غاړې ته د خیرخواه په نوم د تیلو پمپ ته پام شو، چې د پمپ مخې ته یې د طالبانو سپینه جنډه د پلېټ فارمونو په تېږو لکه کړې وه. د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ ته ورسیدم، د مراجعینو د تګ راتګ په دروازه کې ډله طالبان ولاړ وو، هلته د خپلواکۍ د سلیمې کالیزې په مناسبت یوه مصنوعي دروازه جوړه شوې وه چې د امان الله خان انځور پرې لګېدلی و، دروازه وه خو د امان الله خان برخه تخته یې یې ترې ماته کړې وه.
د آریا ښارګوټي په دروازه کې د کورنیو چارو وزارت د دروازې په اندازه طالبان ولاړ وو، زه حیران شوم، چې دوی ته لکه چې ښارګوټی او وزارت یو شی ښکاري. ما یې له لرې عکسونه واخیستل، زړه نا زړه وم، چې د خبرو لپاره ورشم که نه؟ بس زړه مې وکړ او ورغلم، یو ځوان طالب سره مې سلام وکړ، ورنه مې وپوښتل چې دا خو دولتي ځای نه دی نو دلته د څه لپاره ولاړ یاست؟ ویل یې د خلکو د امنیت لپاره، چې د چا موټر خلک غلا نه کړي او کورونو ته یې ور نه شي. ما ویل ښا ښا دا خو ډېره خبره ده تاسو د غلو مخه نیسئ، ده ویل په هیچا باور نه دی پکار، زمونږ په مجاهدینو کې هم رنګارنګ خلک دي، څه پته لګېږي که دوی دا کار وکړي، ویل یې مونږ د کابل امنیتیان یو او نورو طالبانو ته هم اجازه نه ورکوو چې ښارګوټي ته ننوځي. زه لږ نور هم ورخوږ شوم، ماویل ستاسو قومندان څوک دی؟ ویل یې قاري صاحب ضیا الرحمان، ډېر تکړه سړی دی. ما ورنه د یو عکس هیله وکړه، بښنه یې وغوښته او ویې ویل چې مونږ ته د عکس اخیستل اجازه نشته، دا نور طالبان کولی شي خو مونږ نه شو کولی. ځوان ښه چلند وکړ، ما مننه وکړه او روان شوم.
د کورنیو چارو وزارت مخامخ، پورې غاړه د دوکانونو مخکې دوه طالبان، چې څېرې یې غیرنورمال وې روان وو، ټولو خلکو مسک مسک ورکتل، دوی هم داسې خجالت رقمه غوندې وو، سرونه یې ټیټ اچولي وو او روان وو، زه ورغلم پوښتنه مې ترې وکړه، چې د څه لپاره دلته ګرځئ؟ ویل یې ګزمه کوو، ما ورسره سلیفي واخیسته او ترې لاړم.
د نظامي هوایي ډګر په دروازه کې ګڼه ګوڼه وه، ما ویل دا څه خبره ده؟ یو کس ویل دا هغه خلک دي، چې غواړي بهر ته لاړ شي، دروازې خوا ته یې ورغلم، دروازه بنده وه خو خلک ورته ولاړ وو، ومې کتل چې ډېری خلک یې د کابل هغه لوچک طبعیته هلکان و، ځینو یې منظم خلک ښکارېدل، له بهرنیانو سره د کار اسناد یې لاسونو کې وو او کورنۍ یې ورسره وې. لږ مخکې لاړم، د صفر یو قطعې قومنداني مخکې هم یو لس کسان دي او د یادې قطعې له منسوبینو سره، چې دوه زرهي هایلکسو سره، چې د احمد شاه مسعود عکس پرې لګېدلی، خپل ځانګړی یونیفورم یې اغوستی او ولاړ دي، دوی د پخوا په څېر وحشي او قهرجن نه ښکارېدل، په ډېره مهربانه لهجه یې خلکو ته ویل چې ګورئ! دا د هوایي ډګر اړوند ځای نه دی، مخکې لاړ شئ او د هوایي ډګر دروازې ته ځانونه ورسوئ. ولاړ خلک شله و، چې خیر دی تاسو لار راکړئ، مونږ به په دیوال هوایي ډګر ته واوړو؛ خو دوی په هماغه مهربانه لهجه خپله خبره تکراروله، چې نه کېږي. د دوی بحث روان و او زه د هوایي ډګر دروازې خوا روان شوم، زه چې څنګه ور رسېدم نو خلکو زما خوا رامنډې وهلې، زه حیران شوم چې دا ولې منډې راوهي، لږ وروسته پوه شوم، چې دا خو د طالبانو له کوتکو منډې وهي، چې خلک پرې رش جوړ کړی نو هغوی ورپسې کوتک راواخلي او په منډه یې کړي، دلته مخلوق راټول شوی و، ښه ډېر طالبان هم پکې اوښتل را اوښتل، د مسوولو طالبانو تر څنګ د نورو سیمو هم تلل راتلل، فکر مې کاوه چې دوی هم خبر شوي چې دلته ګڼه ګوڼه ډېره ده او راځه ساعت به پکې تېر کړو، ځینو یې د ګنیو شربت څښه، ځینې یې شورنخودو ته ولاړ وو او ځینې هسې ګرځېدل را ګرځېدل، په خلکو کې داسې خوشحاله خوشحاله ګرځېدل لکه پارک ته چې راغلي وي. چې د خلکو منځ ته ورغلم نو ډزې شوې او خلکو دا ځل په ډېره وارخطایۍ منډې کړې، طالبانو په کوتکو خلک وهل، یو رینجر نه یو طالب ورته راغږ کړل چې سم یې وډبوه دا د… ما دغه وخت ویډیو کوله او د طالب د وهلو عکسونه مې وانشول اخیستی.
له هوايي ډګر راوان شوم، نوې تایمني ته لاړم، تایمني کې د یو سنوکر کلب دروازه خلاصه خو دننه پکې څوک نه و، ما یې څښتن ته وویل چې طالبان ممانعت نه کوي؟ ویل یې (چرا ممانعت کند؟ به کرکت که اجازه میدهد به سنوکر هم باید بدهد، کرکت و این چه فرق دارد؟) هغه بازار چې پخوا به د ښځینوو د ګڼې ګوڼې له وجې پکې د قدم ایښودلو ځای نه و، نن خالي خالي و، یوه نیمه حجاب کړې ښځه به هم پکې تر سترګو کېده خو د سړيو برخه پکې ډېره وه، چې ډېری یې د غرفو دوکانداران وو. قلفي پلورونکی شیخ ماما، چې په خپل ځانګړي سایکل ناست و ترې ومې پوښتل، چې کاکا د وضعیت په اړه څه وایې؟ راته کړل یې، چې خدای به د افغانانو کومې حیرانۍ ته کتلي وي، چې داسې ښه ورځ یې پرې راوسته، شکر چې له امریکایانو خلاص شو. له څلور لاري نه لږ مخکې د لومړي مرستیال امرالله صالح کور ته ورتاو شوم، هلته د طالبانو رش کش بیخي زیات و، دا راته هغه تر ټولو ډېر خشم لرونکي طالبان ښکاره شول، له لرې مې عکسونه واخیستل او پرې ورغلم، اکثره یې دا د غټو پکولونو والا وو، هلته یو مشر سړی ولاړ و، پوه شو چې زه پرې ورځم، مشوره ګۍ یې راکړه، چې (او بچه! نرو)، په یوې نرۍ مسکا مې ترې مننه وکړه او خپلې سرټمبګۍ ته مې ادامه ورکړه، ورغلم، دوی ما ته رډې رډې راکتل خو زه پرې بې پروا تېر شوم، لکه هیڅ چې نه پوهېږم چې دنیا توره ده که سپینه.
د خیرخانې خوا روان شوم، د خیرخانې د اطفایې آمریت مخې ته طالبان ناست دي او د ډوډۍ خوري. زه ورغلم او پوښتنه مې ترې وکړه، چې د اطفایې خدمتونه فعال دي؟ ویل هو، ما ویل چېرته خو به اور نه وي لګېدلی؟ ویل یې نه پوهېږم، دا خلک یې اوس ووتل چې چېرته لاړل. د خواجه بغرا له ګولايي چې څنګه تاؤ شوم نو مخکې د (هواشناسي) په نوم یو ریسټورانټ او آیسکریم خانې مخکې رینجر ولاړ ده او طالبان آیسکریم خوري. زه ونه توانېدم چې له آیسکریم سره د دوی عکسونه واخلم خو نږدې ورغلم او آیسکریم والا ته مې ویل چې یو شل روپګي ما ته هم جوړ کړه. له قومندان سره مې یې ستړي مه شي وکړه، ورته مې وویل چې ستاسو دا تشکیلات جوړ شوي که نه؟ مسوولیتونه معلوم دي او که نه هر سړي توپک راخیستی او ګرځي راګرځي؟ ویل یې تصفیه روانه ده، د ځینو سیمو تصفیه شوې او ځینې پاتې دي، په تصفیه شوو سیمو کې چارې معلومې دي لکه دا زمونږ سیمه. زه له ده سره په خبرو وم چې دوه ږیر خریلي کسان د ریسټورانټ د څنګ له کوڅې راووتل چې ظاهراً دولتي وظیفه دار کسان او د سیمې اوسېدونکي معلومېدل، له لرې نه په قهقه خندا، په لوړ غږ وايي چې تبرییییک تبرییییک، طالب قومندان هم ورته وخندل، غېږې یې سره ورکړې، راغلو کسانو قومندان ته زما په اړه اشاره وکړه چې یعني دا څوک دی؟ قومندان ما ته کړل چې ځوانه ورځه مخې ته دې ښه، دوی ته یې وویل چې راځئ دننه به کینو. زه روان شوم، لږ مخکې د ملي امنیت یوه هایلکس او دوه نور موټر وردیدل، چې ډاله یې د ملي امنیت له درېشیو ګډوډ بار کړې وه، یو ملا صاحب ترې راکوز شو، د سړک په غاړه د یو کور دروازې ته ودرید، یوې ښځینه ورته دروازه خلاصه کړه او ملا صاحب کور ته ننوت، د سیمې له یو کس نه مې پوښتنه وکړه، چې دا خلک دلته څه کوي؟ راته یې وویل (خانه شان است) ما ورته وویل چې اوس یې کور راوستی؟ ویل یې (نیییی از سابق بود). زه حیران شوم او روان شوم.
د پارک ګولايي کې هم هغه پخوانۍ ساه نه وه، کراچیوانان ولاړ وو، خو هغه پخوانی بیربار پکې نه و، د ښوونځي دوه زده کوونکي مخې ته راغلل، پوښتنه مې ترې وکړه، چې نن ښوونځی خلاص و؟ ویل یې هو، نن مو آزموینه وه، ما ورته وویل ښونځی مو چېرته دی؟ ویل یې (پیش، در او کوچه – مکتب غلام دستګیر)، د مریم لیسې بازار بیخي بدل بدل و، لکه زندۍ کړی دې چې وي، ښوونځي ته ورغلم، هلته زده کوونکي ډېر و، چوکیدار ته مې یې ویل، چې نجونې هم ښوونځي ته راځي؟ ویل یې (نییی بابا! دخترها از کجا شد، استاد ها شان نه میاید). د مریم لیسې په بازار کې طالبان ګرځېدل، مارکیټونو والا یې کتل او ورته یې ویل چې سر له سبا باید مارکیټونه خلاص کړئ، مونږ خو څه لیوان نه یو چې خلک به خورو. ارایش ګرو د خپلو دوکانونو ښځینه انځورونه سپرۍ کړي وو، په مریم لیسه کې د مسعود عکسونه ډېر نه تر سترګو کېدل، خلکو تر ډېره هڅه کړې وه، چې عکسونه لرې کړي؛ خو د ځینو موټرو پر ښیښو چارکونج خاپونو داسې ښودله چې پخوا دلته د مسعود عکس لګېدلی و.
شمالي سرای خوا لاړم، یوه ډله ځوانان له دوه طالبانو سره ولاړ وو، ورته ویل یې چې دا ستاسې څنګه حکومت دی، چې د تخار کرایه له ۱۱۰۰ څځه نن درې زرو ته ورسیده؟ طالبانو ورته ویل چې دا هر څه به سم شي، لږ صبر وکړئ. دلته د موټرو ګڼه ګوڼه د پخوا په څېر نه وه؛ مګر کافي اندازه بیا هم وه، په بازار کې له تېرېدونکیو رینجرو د طالبانو د ترانو غږونه راوتل، چې د خلکو توجه یې جلبوله. غوښتل مې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم مزار ته ورشم، ور روان شوم، د غونډۍ په لمنه کې د پوډریانو هجوم وو، یو پوډري په خپل استوګنځي سپینه جنډه لګولې وه، ما ورته وویل چې دا څه شی دي؟ په خپل خاااص انداز یې وویل چې (بیرق امارت اسلامي افغانستان)، پورته لاړم، لار مې غلطه کړې وه، د فهیم پر ځای د محمد عالم ایزیدیار د زوی سالم ایزیدیار پر مزار پېښ شوم، دا وخت وپوهېدم، چې دا خو د فهیم او ایزیدیار مشترکه امپراتوري ده.
د فهیم مزار ور روان شوم، پر لاره د قران د پاڼو د دفن ځای سره یو هاموې ټانک پنچر ټیرونه ولاړ و، زه د عکس اخیستلو لپاره ودرېدم چې د کورونو د کثافتو وړونکیو یو بوی لرونکی زرنګ راغی، یو ورته ناست و او بل شاته ډاله کې نیم ولاړ و، ډاریور یې ځوان و، جامې یې مردارې وې خو نور سور او سپین و، سیده د ټانک خوا ته ورغلل، دروازې یې خلاصې کړې او داخل یې وکوت، زه ورغلم او پوښتنه مې وکړه، چې دا ټیرونه یې څنګه پنجچر شوي؟ بس نو پنچر شوي دي، مونږ د امارت استخباراتي خلک یو او اوس یې حوزې ته وړو. ما ته یې ویل ته څوک یې؟ دلته څه کوې؟ وارخطا شوم، ورته مې وویل چې دلته مې کور دی او خپل کور ته روان یم، ویل یې (ځه هلکه ځه). ترې روان شوم او مزار ته ورسیدم، هلته هیڅ څوک هم نه وو، فهیم نن ټولو پلویانو یوازې پریښی و، هغو پلویانو، چې فهیم ورته د بې شمېره بې عدالتیو په ترسراوي خدمتونه کړي وو، هغو پلویانو چې د چا لپاره فهیم د انسانانو پر سرونو هم سرپه نه وه کړې. یکي یوازې و، د ګمبزې دروازه مې یې خلاصه کړه، غالۍ غوړېدلې وې، عکس یې هم اخوا په ګلانو کې ټومبل شوی و، د قبر شناخته یې چې د ده د کارنامو یادونه پرې شوې وه، چا وړې وه. دی راته غوږ و او ما خپلې خبرې ورته وکړې، د ده له خاموشۍ داسې ښکاریده چې د ملامتۍ ټولې خبرې یې راسره ومنلې. بهر راووتم، د کابل هوا ډېره ګردجنه وه، ما فکر وکړ، چې یا خو د فهیم له مزاره کابل داسې ګردجن ښکاري او یا به د طالبانو د موټرو تېز رفتاریو دا ګردونه جوړ کړي وي.
لاړم سبزي منډۍ ته، منډۍ هم خالي خالي وه، له یو دوکاندار نه مې وپوښتل چې بازار څنګه دی؟ ویل یې (ګو در ګو است بیادر، به ۲۸۰ سیر خریدم اما به هشتاد تاوان کس نه میخرد). بانکونه د پرون په څېر بند و، وږی وم، ډوډۍ مې وخوړه، ماښام شو، د کریم خرم کور ته ورغلم، شک راسره و چې هسې نه په ټول کابل کې طالبانو همدا یوه کوڅه نه وي نیولي، محافظین یې نه وو، د کور برقونه یې مړه وو لکه څوک چې پکې نه وي.
طالبان د کابل ښار پر واټونو، په رنګارنګو نظامي او بې پلېټه شخصي موټرونو کې په غیرمنظم شکل په تېز رفتار ګشت و ګذر کوي، د ډېر کم بېروبار تحمل هم نه لري او د استراري حالت هارنونو وهي، سم دم لکه د زورورو وکیلانو باډيګارډان، ځینو خو یې پر موټر سایکلونو هم دغه هارنونو لګولي او په یو نیم ځای کې یې له شوقه وهي. طالبان عموماً په څلور لارو کې ولاړ وي، له لرې یې داسې احساسوې لکه کوم جنجال چې وي او خلک راټول شوي وي، د دوکانونو په مخکې عام خلک هم د پخوا په څېر یوازې یوازې نه وي، پنځه- شپږ سره راټول وي او د نوي وضعیت په اړه تبصرې سره کوي، دا تبصرې د دوی د ژوند او برخلیک په اړه دي، ځینې دا وضعیت یوه داسې پېښه ګڼي چې خلاصی یې تر نشته او ډېری یې ورته ژورې اندېښنې لري او د څه وکړو او څه کولی شو په کشمکش کې دي. د احمد شاه بابا مېنې او رحمن مېنې په پرته د تایمني، کارته پروان او سرای شمالي خوا خلک ډېر اندېښمن دي.
د سړک په منځ کې د برقونو په پایو تړلي ملي بیرغونه بیګا شپه طالبانو مات کړي، د بېرغ د لرې کولو سربېره یې هغه ډنډې هم ورماتې کړي، داسې احساسوې چې طالبان د دولتي تاسیساتو د ساتنې ډېره پروا نه لري.
No photo description available.No photo description available.No photo description available.May be an image of one or more people, people standing and outdoorsNo photo description available.No photo description available.No photo description available.May be an image of 2 people and people standing

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.