د جمهوریت د سقوط اوله ورځ

عماد دوران

697

په کابل کې د دعوت قلمي همکار عماد دوران  د جمهوریت د سقوط د اولې  ورځې راپور 

نن ښار ته راووتم، په شهرنو کې طالبان مخې ته رانغلل، یوازې د لسمې حوزې په مخکې دوی ناست وو، صدارت څلورلاي ته نارسیده مې چپ لاس ته وکتل، د ملي امنیت دفتر په دروازه کې نظامي عسکر ولاړ وو، ګلبهار سنټر نه لږ رامخې یو سپین رینجر مخې ته راغی، نږدې پنځلس کسه طالبان پکې وو، د وزیرستانیانو غوندې غټ غټ پکولونه يې پر سر، درې څلور یې په دا بغلونو ورنښتي وو، په ده افغانانو کې هم طالبان ولاړ و، په ډېر قهرمانه موډ کې ښکارېدل، د اطلاعاتو او فرهنګ مخې ته هم ولاړ وو، د مخابراتو وزارت دروازه بنده وه، د ارګ په دوازه کې هم ولاړ وو، خو ډېر نه وو، لږ رالاندې دفاع وزارت ته نارسیده د سړک په منځ کې یو هاموې ټانک ولاو و، خراب شوی وو او همداسې یې پریښی و، د دفاع وزارت له دروازې تر پل محموخان څلورلاي یې بیخي رش جوړ کړی وو، پر ټانکونو او رینجرو یې سپین بیرغونه لګولي وو، د وزارت په دروازه کې یې د عسکرو نظامي خولۍ، کورتۍ، چانټې، مرمۍ او نور نظامي شیان ګډ وډ ډیری کړي وو، ما غوښتل له موټر ور ښکته شم او پوښتنه ترې وکړم چې دا مقدس لباس مو ولې دلته پر ځمکه غورځولی، رنجبر صاحب (فرید احمد رنجبر) ممانعت وکړ، زه ډېر شله شوم، موټر یې څنګ ته کړ، زه چې له موټر ښکته شوم نو د سلګونو مسلح طالبانو په منځ کې مې ځان ډېر بېګانه احساس کړ، ټولو زما پر لور راکتل چې دا ږیره خریېلی او لږ څه مفشن دلته څه کوي، زړه مې وکړ، د ډیرۍ خوا ته ورغلم، د طالبانو ډله ولاړه وه، ترې ومې پوښتل چې دا شیان مو ولې دلته ډیری کړي؟ حیران حیران یې وکتل، مسک شو، ویل یې عسکر دلته تسلیمېږي، دلته خپل نظامي اسباب سپاري او مونږ یې جمع کوو، بیا مې وپوښتل چې تاسو بیا پرې څه کوئ؟ ویل یې مونږ یې دا دی په خپلو مجاهدینو او هغه چا ویشو چې مونږ سره ملګري کېږي، ما ورته لږ په ټوکو وویل چې ښااا دا نو د جلب و جذب مرکز دی، دا یو یې چې لږ نرم مزاجه وو نو ویې خندل او دا نورو چې زمونږ مکالمه یې اورېده نو راته په قهرجنه لهجه کتل. د موټر پر لور چې روان شوم نو ټولو طالباتو راکتل او زما په اړه یې خپلو کې تبصره کوله، مخکې مې ډار ته هیڅ پام نه و خو دغه وخت وډار شوم او په خپل کار پښېمانه غوندې شوم.
ځینو وړو وړو هلکانو پر سرونو سپینې ټوټې تړلې وې، چې کلمه پرې لیکلې وه، پرموټر سایکلونو یې کمبلې له تړلې وې او دوی پرې جوړه جوړه ناست وو.
یو څه چې راته ډېر جالب و، هغه له حضوري چمن سر د یو مرسډیز ډرایور له یو طالب سره جنجال و، ما ته یې خوند راکړ، چې د وطن یو ادنا سړی له مسلح طالب سره د هغه د قهرمانۍ!؟ په اوله ورځ د خپل حق پر سر جنجال کوي. په ډېر جلالي انداز او لوړ غږ یې ورسره دلایل ویل.
په وزیر اکبر خان تپه ملي بیرغ لا هم ځوړند و خو دا ځل نه رپیده، یا به د باد د نشتوالي وجه وه او یا یه به یې د طالب په مقابل کې ځان کلک نیولی وو. صحت عامې سره د کورنیو چارو وزارت یو بلبورډ لګېدلی و، چې د یوې ښځینه افسرې انځور پرې چاپ و. بر لارو به د چا په څیرو کې شدید خشم محسوسیده او ځینو به له ډېره درده خوله له خندا ډکه کړې وه.
خای ځای طالبانو د ټرافیکو دنده پر مخ وړله، موتروانانو یې خبره ډېره نه اورېده، د کار فشار یې محسوسوه او داسې ایسېده لکه قصاب چې عملیات خونې ته د عملیات لپاره راولې.
اهل تشیع ورورنو په قلعه فتح الله، شهرنو، یک پیسګي پل، ده افغانانو او ځینو نورو سیمو کې تورې خیمې لګولې وې، شیدې یې ویشلې او خپل مذهبي رسومات یې ترسره کول.
کابل د پرون په څېر نه و، ښځې او نجونې پکې نه تر سترګو کېدې، د خلکو په څیرو کې مایوسي لیدل کېده، ځینو باسواده ځوانانو سره خو به چې سترګې په سترګو شوې نو د روان ناورین داستان به یې په یوه نرۍ مسکا کې درته بیان کړ. ډلې ډلې مزدوران د سړک غاړې ته مایوسه ناست وو، میوه خرڅوونکي او سبزي خرڅوکي خپل کار ته راوتي وو خو داسې برېښېدل لکه له ځانه چې مرور وي، یو کس د سړک غاړې ته سګرټی لګولی و، ما ته عحیبه وه، ورته مې کړل، چې طالبان دي او ته… ویل یې خپل کار به کوي، زه له دا ۲۵ کالو دا څښوم.
د بندو بانکونو مخې ته ډلې ډلې هیوادوال ولاړ و او د پیسو د ترلاسه کولو هیله یې درلوده.

 

No description available.

No description available.

No description available.

No description available.

No description available.

No description available.

No description available.

No description available.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.