طالبان: چین د افغانستان په بیا رغونه کي مهم رول لوبولای سي

613

طالبان چین ته د یوه مهم احتمالي شریک په سترګه ګوري. د طالبانو یوه ویاند، سهیل شاهین د چین دولتي ټلویزیون ته ویلي دي، چي د چین ولسي جمهوریت د افغانستان د سولي او پخلایني په پروسه کي مهم رول بازي کړی دی.

  د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند، سهیل شاهین د چین دولتي ټلویزیون، CGTN ته ویلي دي، «چین د یوه قوي اقتصاد او امکاناتو په درلودلو سره یو لوی هیواد دی. زه فکر کوم، چي دغه هیواد کولای سي د افغانستان په بیا رغونه، نوي کولو او بیا ودانولو کي مهم رول بازي کړي.»

شاهین اضافه کړه، چي چین د نورو لویو قدرتونو برخلاف، لکه امریکا متحده ایالاتو او روسیې غوندي په افغانستان کي ندی جنګیدلی او کولای سي د دغه حقیقت څخه په استفادې سره د طالبانو سره رفتار وکړي.

تردې دمخه د چین خارجه وزیر، وانګ یې د همدې عیسوي کال په جولای کي په چین کي د طالبانو د یوه هییت څخه هرکلی کړی ؤ. وانګ یې تر دغه ملاقات وروسته ویلي وه، امیدواره دی، چي افغانستان یو معتدله اسلامي سیاست تعقیب کړي.

چین پخپله غربي سیمه، شین جیانګ کي مذهبي افراطیت ته د یوې بې

ثباته کونکي قوې په سترګه ګوري او د ډیره وخته څخه په دې تشویش کي دی، چي د شین جیانګ بیلتون غوښتونکي د همسایه هیواد افغانستان څخه د یوه پټنځای په حیث استفاده ونکړي.

د ارشیف عکس: د چین خارجه وزیر، وانګ یې او ملابرادر په پیکینګ کي. دجولای ۲۸ مه

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.