ایا ریښتیا هم ټول هېواد د کندهاریانو له تحجره کړېږي؟

صبح۸

112

په ټولنیزو رسنیو کې د کانکور ازموینې د ګډونوالو د شمېرو خپرېدو د هېواد د تت او تیاره راتلونکي په تړاو اندېښنې راوپارولې. که څه هم په ټول هېواد کې د کانکور د ازموینې د ګډونوالو شمېر د تېرو کلونو پرتله ډېر کم دی، خو په کندهار کې د کانکور د ازموینې د ګډونوالو د شمېر خورا کمېدو سختې اندېښنې راوپارلې او د کانکور په ازموینه کې ګډون ته د کندهاري ځوانانو نه لېوالتیا ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو په یو شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه په کندهار کې د کانکور د ازموینې د ګډونوالو د شمېر پر کمېدو د اندېښنو په څرګندولو سره د کندهار د اوسیدونکي او د مجاهدینو د حکومت د پوهنې پر وزیر او د طالبانو د امارت د اوبو او انرژۍ وزارت پر اوسني سلاکار غلام فاروق اعظم نیوکې وکړې چې د جمهوریت په دوره کې یې په کندهار کې د کانکور ازموینې د ګډونوالو پر شمېر چې تر اوسني شمېره څو برابره زیات و، نیوکه کړې وه او په یوه غونډې کې یې د وخت ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله مخامخ مخاطب کړل او ګواښ یې وکړ چې دا حالت نور د زغملو نه دی، خو اوس چوپه خوله دی. که څه هم غلام فاروق اعظم دغو نیوکو ته په ښکاره ځواب ورنه کړ، خو پر فېسبوک یې د کندهار پوهنتون د یوه استاد سید احمد قانع لنډې لیکنې ته چې په کانکور ازموینه کې یې ګډون ته د کندهار د ځوانانو پر نه لېوالتیا کړې وه، یوه تبصره ولیکله چې دلته یې کټ مټ را اخلم.« د کندهار پر سر د خان خولۍ ده، سبق څه کوي. په ورقو او میلو کې ښه دي. زما په کوچینوالي دا غزله عامه وه:

سبق او مکتب څه کړي چې لري ماغوندې پلار- دولت بې شمار

زه چې د معارف وزیر وم، کندهار تر بدخشان تعلیم کې ډېر وروسته پاته و، زما ځيګر په وخوت. ما به هر پوه سړي ته عذر کاوه چې د وطن په اولاد سبق ووایاست. که به یې ویل مکتب جوړوم ما به پیسه ورکول چې هسې د وطن اولاد سبق ووایي او عالمان او پوهان سي. د هغه وخت خلک شاهدان دي چې څومره کوششونه موږ وکړه. اوس هم ټول هېواد د کندهاریانو له تحجره رنځ وړي.»

که څه هم فاروق اعظم د طالبانو یو له هغو لابیګرانو بلل کیږي چې په لوېدیځ کې یې زده کړې کړي او د دې ډلې تر واکمنېدو مخکې یې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د دوحې د مذاکرات پر مهال طالبانو ته د ورکړو مشورو ځينی غږیز کلپونه هم خپاره شول. خو اوسمهال چې طالبان په واک کې دي او ده ته هم یوازې د یوه وزارت په کچه مشورتي رول ورکړل شوی، د طالبانو له کړنو ناخوښه دی خو په اوسنۍ واکمنې کې چې دی یې مامور دی د جمهوریت د دورې په څېر ازاده نیوکه نه شي کولای او وخت ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه په لفافه کې خپل ځینې غږیز کلپونو خپروي. خو پر ده له وروستیو سختو نیوکو سره سره، نوموړي په ډاګه کوم څه نه دي ویلي او نه یې هم کوم غږیز کلپ خپور کړی.

د کندهار ځینو نورو فرهنګپالو او لیکوالانو هم په کندهار کې د کانکور په ازموینه کې د زده کوونکو پر نه ګډون نیوکه کړې او ځينو یې د طنز په ژبه لیکلي چې د کانکور ازموینې اخیستونکي دې څه موده وروسته ازموینه واخلي ځکه چې د کندهار ډېری ځوانان د دوی په ټکو شمالي او نورو ولایتونو ته په منظره وتلي دي او په کورونو کې نشته.

خو د فاروق اعظم په  تبصره کې یوازې له کندهاري ځوانانو سر نه دی ټکول شوی بلکې په کنایې سره یې د طالبانو اوسنی مشر هبت الله هم او نور چارواکي چې ډیری یې د کندهار دي، متحجر بللي دي. د طالبانو مشر په کندهار کې اوسېږي او له هغه ځایه فرمانونه او حکمونه صادروي او پر نورو هېوادولو ورځ تر بلې د محدودیتونو کړۍ راتنګوي، نو له دې اړخه د ښاغلي فاروق اعظم خبره سمه ده چې اوس ټول هېواد کندهاریانو له تحجره کړېږي. لیدل کیږي چې د کندهار د خلکو په ګډون د ټولو ولایتونو ډېری اوسېدونکي د نجونو پر مخ  د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو غوښتونکي دي، خو یوازې هبت الله آخند زاده او څو نور سخت دریځي ملایان د ډبرین پیر استازي دي او له نجونو  او ښځو سره خپله دښمني پالي او په ټولنه کې یې حضور نه شي زغملای.

د کندهار ټول خلک د تحجر پلویان نه دي، دا سمه ده چې په وروستیو شلو کلونو کې به د ډېرو کندهاري ځوانانو ماغزه مینځل شوي وي او د ځانمرګي برید واسکټونه به ور اغوستل شوی وي او له ملا عمره نیولې، تر اختر محمد منصور او د دې ډلې تر اوسني مشر ملا هبت الله پورې ټول د کندهار اوسيدونکي او متحجر دي او د هېواد د پرمختګ مخه یې ډب کړی ده. خو د کندهار خلکو ته چې د جمهوریت په دوره کې یې د ډبرین پیر د استازو پر وړاندې مبارزه کړې او ګڼې قرباني یې ورکړې، پکارده چې نوی نسل داسې د ترهګرۍ له وزرو لېرې داسې وروزي چې نور ترې ملاعمر، ملا محمد منصور او ملا هبت الله جوړ نه شي چې د خپل پیر د تیارو استازي وي، بلکې د استاد عبدالرووف بینوا، استاد عبدالحی حبیبي او سلګونه نورو روښانفکرانو په څېر داسې شخصیتونه ترې جوړ شي چې ټولنه د مدنیت پر لور رهبري کړي. که له یوې خوا په اوسمهالي پیر کې کندهار په ملا عمر، ملا  اختر محمد منصور، ملا هبت الله او ډېرو نورو طالب چارواکو بدنام دی، نو د عبیدالله کندهاري، فضل محمد فضلي، عبدالقدیم پتیال او ګڼو نورو ژوندیو فرهنګپالو او روښانفکرو شخصیتونو له وجې یې سر لوړ او نوم نیک دی.

له اوسني حالته د کندهار د خلکو د خلاصون یوازینۍ لار له تحجر سره مخه ښه او په نوې روحیه او نوې بڼه د ځوانانو روزل دي. که کندهار همداسې د طالب او سخت دریځو ځواکونو اصلي مرکز وي، نو لېرې نه ده چې کندهار ريښتیا هم د ډبر زړو او متحجرانو ټاټوبی پاتې شي.

باید وویل شي چې په کندهار کې په کانکور ازموینه کې ګډون ته د ځوانانو د نه لېوالیتا لامل هم طالبان دي، ځکه د یوه رژیم د لوړو زده کړو وزیر چې اعلان وکړي چې یو چا ته به علمي رتبه د هغه د خښو کړو ماینونو په حساب ورکول کیږي، نو طبیعي ده چې زده کړو ته د ځوانانو لېوالیتا کمېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.