راپور: په افغانستان کې د سېلابونو له کبله تر راروانې سپټمبر میاشتې د قحطۍ خطر شته

93
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د قحطۍ د لومړنۍ خبرتیا سیستم شبکې له دې خبرې سره، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله تر راروانې سپتمبر میاشتې پورې د قحطۍ خطر شته، یو شمېر سېلاب ځپلي وايي، په سیمو کې یې له سېلابونو د شاوخوا دوه میاشتو په تېرېدو لا هم بېړنیو مرستو ته اړ دي.

“د قحطۍ د لومړنۍ خبرتیا سیسټم شبکه”، چې د قحطۍ د وړاندوینې یوه نړیواله شبکه ده په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله تر راروانې سپټمبر میاشتې پورې د قحطۍ د خطر په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د متحده‌ایالتونو په نړیوالې پراختیا ادارې “یوایس‌ایډ” اړوند دې شبکې ده د شنبې په ورځ د جون په ۶مه په خپل راپور کې اټکل کړی چې د دې قحطۍ اغېز ښايي په ځینو سیمو کې د سږني کال له اکټوبر څخه نیولې د ۲۰۲۵م کال تر جنورۍ میاشتې پورې دوام وکړي.

په یاد راپور کې راغلي چې وروستي سېلابونه، د وچکالۍ اوږدمهاله اغېزې، او کمزوري اقتصادي شرایطو خواړو او عوایدو ته د کورنیو لاسرسی له خنډ سره مخ کوي.

ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۴م کال د می په لومړیو کې سېلابونو شمالي، شمال ختیځ او لوېدیځ ولایتونه سخت اغېزمن کړل او په زرګونو هغو کورنیو ته یې پراخ زیانونه واړول چې معمولاً د خوړو او عوایدو لپاره په کرنې او مالدارۍ تکیه‌ وو او اوس دوی بېړنیو بشري خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د دې شبکې د سیمه‌ییزو معلوماتو له مخې، بغلان ولایت په ځانګړې توګه د سېلابونو له امله زیانمن شوی چېرې چې یوازې ۱۲زره جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له امله اغېزمنه شوې.

په ورته وخت کې یو شمېر سېلاب ځپلي هم وايي چې د کورنۍ اقتصاد یې یواځې کرنې او مالدارۍ پورې تړلی و، خو سېلابونو یې هر څه له منځه یووړل او اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان کې یو کروندګر نورالله ازادي راډيو ته وویل: “زموږ کرنیزه ځمکه وه، موږ په حمل کې للمي غنم کرلي وو، د حاصلاتو وخت یې و چې سېلاب راغی او ټول یې یووړل خراب یې کړل.”

د فاریاب اوسېدونکی معاذالله وايي: نه یواځې ځمکې بلکې زموږ کور، حویلۍ، خواړه، کالي دا ټول له منځه تللي وو

د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ یو کروندګر معاذالله وویل: “موږ خلکو غنم، وربشې، نخود او داسې نور شیان کرلي وو، خو له منځه ولاړ. نه یواځې ځمکې بلکې زموږ کور، حویلۍ، خواړه، کالي دا ټول له منځه تللي وو.”

دا سېلاب ځپلي وايي، سره له دې چې په سیمو کې یې له سېلابونو شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوي، خو تراوسه هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

وروستیو سېلابونو په فاریاب کې هم خلکو ته درانه زیانونه اړولي او زیانمن د مرستو غوښتنه کوي.
وروستیو سېلابونو په فاریاب کې هم خلکو ته درانه زیانونه اړولي او زیانمن د مرستو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا “یواین‌ایچ‌سي‌آر” تر دې مخکې ویلي وو چې افغانستان له سختو سېلابونو وروسته له بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلونو له امله تر ټولو زیات زیانمننونکو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې ورسره د مقابلې توان هم نه لري.

د یادونې ده چې افغانستان تر سېلایونو مخکې پرله‌پسې وچکالیو او نورو طبیعي پېښو هم سخت اغېزمن کړی چې عام خلکو ته په کې ډېر زیان رسېدلی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا  کاکړ/ ازادی رادیو

     

     

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.