هند: «په افغانستان کې د پاکستان کارونه څارو»

649

د هند د بهرنيو چارو سکرتر، شري هرش واردهن شرينګلا ويلي دي چي په افغانستان کي دمګړی وضعه مستحکمه نه ده. د هغه په وينا له همدې کبله هند او د امريکا متحده ايالات «د انتظار کولو او څارلو» پاليسي خپله کړېده. هغه زياته کړې چي البته دا د دې معنی نه لري چي هند پر خپله سطحه هيڅ نه کوي.

د هند او طالبانو تر منځ اړيکي

د هند خارجه سکرتر و واشنګټن ته تر درې ورځني سفر وروسته په ډلي کي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۳مه) دا څرګندونې و رسنيو ته وکړې. د هغه په وينا د طالبانو سره په محدودو خبرو اترو کي ورته داسي معلومه سوې ده چي هغوی به د هند د اندېښنو په وړاندي «معقول چلن» خپل کړي.

شرينګلا په دوحه کي د هندي سفير او د طالبانو د مشرتابه تر منځ د ملاقات په هکله د يو سوال په جواب کي وويل: «داسي نه ده چي زموږ او طالبانو تر منځ دي کومې تفصيلي خبري اتري سوي وي. خو تر اوسه چي مو ورسره کومي خبري سوي دي، له هغه څخه راته داسي معلومه سوې چي طالبان د دې اشاره راکوي چي هغوی به د وضعيت سره په چلن کي معقوله لاره خپله کړي.»

د هند خارجه سکرتر دا هم وويل چي اوس د امريکا د متحده ايالات او هند دا څاري چي پاکستان په افغانستان کي څه کوي. هغه زياته کړه: «معلومه ده چي هغوی هم زموږ په شان په غور څارنه کوي… او موږ هم بايد په ډېره باريکۍ او عمق سره د پاکستان اقدامات وڅارو.»

شرينګلا د خبرو په جريان کي وويل: « د مځکي پرسطح تر اوسه لا حالات واضح نه دي او اوس بايد وکتل سي چي وضعيت پر کوم لور ځي. اوس بايد وکتل سي چي هغه ژمني چي په ولسي سطحه تر سره سوي دي، ايا هغه به په عمل او اصل کي پوره کړل سي که نه، او دا چي کارونه نور څنګه پر مخ ځي.»

Bangladesch Harsh Vardhan Shringlaشري هرش واردهن شرينګلا

له طالبانو څخه د هند توقعات

په نوي ډلي کي د هند د بانديو چارو وزارت دا خبره روښانه کړې ده چي له طالبانو څخه دا توقع لري چي په افغانستان کي بايد هيڅ ډول ترهګرۍ ته ځای ورنه کول سي. خارجي سکرتر وويل: «موږ د لږکيو او د ښځو د حقونو موضوع هم مطرح کړې ده او زما په فکر هغوی هم په دې تړاو ژمني کړي دي.»

د شرينګلا په وينا په افغانستان کي د لشکر طيبه او جيش محمد په شان تندلارو ډلو ته په ماضي کي خلاص لاس ورکول سوی ؤ او هند اوس هم په دې هکله اندېښمن دی. د هغه په وينا «په دې تناظر کي هم د پاکستان کردار ته کتل پکار دي.»

«د متحده ايالاتو او هند پاليسي يوه ده»

شرينګلا ويلي دي چي د افغانستان په هکله د هند او د متحده ايالاتو پاليسي يوشانته ده. د هغه په وينا امريکا وايي چي طالبانو ورته ډاډ ورکړی دی چي هيڅ چا ته به اجازه ور نه کړي چي د افغانستان مځکه د بل هيواد پر ضد وکاروي.

د هغه په وينا د امريکا متحده ايالاتو طالبانو ته په ښکاره ويلي دي چي که له افغانستان څخه هر ډول ترهګري کارونه تر سره سول، طالبان به يې مسؤل وبلل سي.

دغه هندي چارواکي وويل: «موږ په افغانستان کي د وضعې او هلته د پاکستان د کردار په هکله د امريکا سره په بشپړه خبرو اترو کي شامل يو او ګورو چي حالات پر کوم لور ځي.»

هندي چارواکو په تيرو وختونو کي په تکرار سره ويلي دي چي طالبان د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ايس آی سره نژدې اړيکي لري او له دې کبله اندېښنه لري چي پاکستان پر طالبانو د نفوذ لرلو کوښښ کولای سي.

په هند کي زیات کارپوهان په دې نظر دي چي که هند د طالبانو سره اړيکي ټينګي نه کړي، نو په آئنده کي ورته لوی تاوان رسېدلای سي. د دغو کارپوهانو په آند له همدې کبله بايد هند د طالبانو سره د دوه اړخيزو اړيکو جوړولو له پاره نوی پړاو پېل کړي. هند يو له هغو هيوادونو څخه دی چي په تيرو کالونو کي يې په افغانستان کي په لوړه اندازه پانګونه کړېده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.