د کابل تر نیولو کابو څلور اوونۍ وروسته، د سه شنبې په ماښام طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه. دغه کابینه د ملا محمد حسن اخند «رئیس الوزرا» له لوري رهبري کیږي چې دوه مرستیالان لري.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې تړون لاسلیک کړی وو د رئیس الوزرا مرستیال ټاکل شوی. مولوي عبدالسلام د رئیس الوزرا یا د کابینې د مشر بل مرستیال دی.
د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب، د دفاع وزارت سرپرست او مولوي امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه پریکړه «د اړینو حکومتي چارو د پرمخ بیولو په منظور » شوې ده او دا چې د پاتې وزارتونو او اړونده ادارو مشران به تر زیات غور وروسته اعلان شي. هغه کسان چې د وزارتونو او ادارو د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي، د طالبانو سابقه لرونکي کسان دي.
ذبیح الله مجاهد د سرپرستانو د لېست د معرفي کولو پر مهال وویل چې دغه ټاکنې زیاتره سیاسي دي او تر ارزونې وروسته به مسلکي کسان د اداراتو او وزارتونو د مرستیالانو په توګه وټاکل شي. تر دې دمخه طالبانو ویلي وو چې د «ټولشموله حکومت» د جوړیدو په لټه کې دي، خو ټاکل شوي ټول کسان د دوی د ډلې غړي دي.
د طالبانو د سرپرستې کابینې غړي:
- ملا محمد حسن آخند، د ریاستالوزرا سرپرست
- ملا عبدالغنی برادر، د ریاستالوزرا مرستیا
- مولوي عبدالسلام حنفي، د ریاستالوزرا مرستیا
- مولوي محمد یعقوب مجاهد، د دفاع وزارت سرپرست
- ملا سراج الدین حقاني، د کورنیو چارو وزارت سرپرست
- مولوي امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست
- ملا هدایتالله بدري، د مالیې وزارت وزارت سرپرست
- شیخ مولوي نورالله منیر، د معارف وزارت سرپرست
- خیرالله خیرخواه، د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست
- قاري دین محمد حنیف، د اقتصاد وزارت سرپرست
- شیخ مولوي نور محمد ثاقب، د حج و اوقاف وزارت سرپرست
- مولوي عبدالحکیم شرعي، د عدلیې وزارت سرپرست
- ملا نورالله نوري، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست
- ملا محمد یونس آخندزاده، د کلیو بیا رغاونې او پراختیا وزارت سرپرست
- شیخ محمد خالد، د دعوت او ارشا، امر بالمعروف او النهې عن المنکر وزارت سرپرست
- ملا عبدالمنان عمري، د ټولګټو وزارت سرپرست
- حاجي ملا محمد عیسی آخند، د معادن او پترولیم وزارت سرپرست
- ملا عبدالطیف منصور، د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست
- ملا حمیدالله آخندزاده، د ملکي هوایي چلند او ترانسپورت وزارت سرپرست
- مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست
- نجیب الله حقاني، د مخابراتو وزارت سرپرست
- حاجي خلیل الرحمان حقاني، د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست
- ملا عبدالحق وثیق، د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست
- حاجي محمد ادریس، د افغانستان بانک سرپرست
- مولوي احمد جان احمدي، د چارو د ادارې سرپرست
- ملا محمد فاضل آخند، د دفاع وزرات مرستیال
- قاري فصیح الدین، لوی درستیز
- شیرمحمد عباس ستانکزی، د بهرنیو چارو وزارت معین
- مولوي نورجلال، د کورنیو چارو وزارت معین
- ذبیح الله مجاهد، د اطلاعات او کتلور وزارت معین
- ملا تاجمیر جواد، د استخباراتو ریاست لومړی مرستیال
- ملا رحمت الله نجیب، د استخباراتو ریاست اداري مرستیال
- ملا عبدالحق، د کورنیو چارو د مخدره توکو ضد څانګې معین
د طالبانو له خوا په اعلان شویو کسانو کې هیڅ یو داسې کس نه شته چې په تیرو شلو کلونو کې دې یې کومه لوړپوړې دنده ترسره کړې وي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.