ولې الله تعالی په قران کریم کې له میاشي څخه یادونه کړې؟

ژباړونکی: مير افغان مخلص

2,403

ځکه میاشی د پیدایښت (خلقت) له پلوه ډیر عجیب او غریب دی، چې د نن ورځې علم د میاشي د پیدایښت باره کې تازه ځینې ټکي کشف کړي چې په لاندې ډول دي:

  1. د نړۍ ټول موجودات ۳۲ غاښونه لري؛ خو میاشی ۴۸ غاښونه لري.
  2. د نړۍ ټول موجودات، له یوه فیل څخه نیولې تر یوه مچ پورې یو زړه لري؛ خو میاشي بیا درې زړونه لري.
  3. د نړۍ ټول موجودات دوه سترګې لري، اما ځیني خارق‌العاده موجود د دوو یا دریو سترګو درلودونکي وي؛ خو میاشي که څه هم ډېر کوچنی وجود لري ۱۰۰ سترګې لري.
  4. میاشي دوه ډوله پښې لري، یو ډول یې پر سخت ځایونو د ګرځېدو لپاره دي او بل ډول یې پر صاف، لکه د ښېښې په څېر ځایونو د ګرځیدو په پار دي، چې معمولا پر لارې تګ پرې ناشونی دی.
  5. میاشي د وینې ډول د تشخیص لپاره داسې رادار لري، چې د نن ورځې الوتکې یې د ساینس له پرمختګ سره سره کمه اندازه ترې برخمنې دي.
  6. د میاشي نېښ د قیف په ډول قاف کې وي، څو په میکروب ککړ نه‌ شي او تر هر ځل چیچلو( نېښ وهلو) او پاکولو وروسته یې بېرته قاف کې ږدي.
  7. ښځینه میاشي انسان چيچي؛ خو نارینه میاشي انسان هیڅکله نه‌چیچي.

کولی شو دغه ټکی د ” بعوضة” له کلېمې څخه، چې په اخر کې د تأنیث ” تاء” لري، استنباط کړو.

  1. ښځینه میاشي په خپل نس یا رحم کې شته تخمونو ته د پروټين برابرولو په موخه انسان چيچي.

میاشي هغه کسان نه‌چیچي، چې په وینه کې د پام وړ پروټین نه‌ لري.

  1. میاشي په تېاره کې له لرې واټن څخه په بدن کې د شته حرارت له لارې د هغه رګ د موندلو وس لري، چې وینه پکې جریان لري.
  2. کله مو چې میاشي وچیچي او بیا موږ خپل لاس هغه ځای ته یوسو، فکر کوو چې میاشی پرې ناسته دی، دا هغه وخت وي چې میاشي خپل کار کړی او اړینه وینه یې زبېښلې وي او د میاشيی له لوري، له مخکې رامنځته شوې بې هوښي ورو ورو له منځه ځي.
  3. د میاشي نېښ د آمپول د ستنې په څیر نازک دی، ځکه د انسان له وینې سره داسې ماده ګډوي او وینه رقیق کوي، څو نېښ وهل شوې وینه د منفذ له لارې نېښ کې جاري شي.
  4. میاشی پاک خوړونکی موجود دی او غالبا له پاکو ګلانو او او بوټو( واښو) څخه تغذیه کوي.
  5. که څه هم ډیری کسان فکر کوي چې میاشی وینه خوړونکی موجود دی، خو لکه څنګه مو چې مخکې نغوته وکړه، چې میاشی په خپل نس کې د شته تخمونو د اړتیا لرې کولو په موخه چې هماغه پروټین دی له وینې یې باسي.
  6. په هر ثانیه کې خپل وزرونه ۶۰۰ ځلي یو له بل سره وهي او د وزرونو د حرکت د تېزۍ له کبله غږ تولیدوي، چې په اسانۍ د اورېدو وړ ده.
  7. په خپلو پښو د بېلا بېلو ګلانو تخم ځای په ځای کوي، چې د ښځینه ګلانو د القاح ( تولید) لامل کېږي.

د”رونالدروس” په نوم کس، په ۱۹۰۲ میلادي کال کې له دې کبله د نوبل جایزه واخیسته، چې نوموړي دا کشف کړه چې میاشی د “الحمی الصفراء”  په نامه ناروغۍ لېږدوي، چې د افریقا په ایتوپي هېواد کې ۳۰۰۰۰ کسه د دوو کالونو په موده کې د همدې ناروغۍ له امله مړه شوي وو.

فکر نه کوم چې میاشی دې په لومړي پړاو کې سېده خپل نېښ په رګ کې ننه ‌باسي؛ بلکې له نېښ وهلو مخکې خپل د پام وړ ځای لکه د جراح ډاکټر په څېر، په خپلو غاښونو پرې کوي او وروسته په نېښ ننه‌ باسلو سره له رګ څخه وینه اخلي.

✨هَٰذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ ۚ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.