نیویارک ټایمز: په کابل کي د امریکا د بې پیلوټه طیارې د وروستۍ حملې قرباني ترهګر نه ؤ

853

د نیویارک ټایمز په حواله د تیر اګست میاشتي پر ۲۹ مه په کابل کي د امریکا د بې پیلوټه طیارې وروستۍ خونړۍ حمله د چاودیدونکو موادو پر یوه موټر نه، بلکي د یوه غیرحکومتي سازمان د کارکوونکي پر موټر باندي سوې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د کنټرولي کمرو تر ارزیابۍ وروسته د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۱۰مه) خپور سوي خپل راپور کي لیکلي، چي د زمری احمدي د ویشتل سوي موټر په شا کي د اوبو څخه ډک لوښي پراته وه. د هغه ورور ایمل احمدي تر دغي خونړۍ حملې یوه ورځ وروسته د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وه، چي ورور یې تروریست نه بلکه د یوه غیرحکومتي سازمان کارکوونکی ؤ. د امریکا په دغه حمله کي مجموعأ لس ملکي کسان وژل سوی وه، چي شپږ یې کوچنیان وه.

د نیویارک ټایمز په حواله احمدي د انجنیر په حیث د غذا او تعلیم په غیر دولتي بین المللي سازمان کي کار کاوه، چي مقر یې په کلفورنیا کي ؤ. فلمونه ښکاره کوي، چي احمدي او همکاران یې لوښي او یا ګیلنونه څه ډول د اوبو څخه ډکوي.

Afghanistan US-Drohnenangriff in Kabul

د پنتاګون ویاند، جان کربي نیویارک ټایمز ته ویلي دي، چي تحقیقات اوس هم روان دي او اطمینان یې ورکړ، چي « په دنیا کي هیڅ نظامي د امریکا په مقایسه دې خبري ته توجه نلري، چي د ملکي تلفاتو څخه مخنیوی وسي.» هغه په ادامې سره وویل، چي دغه حمله د کَره معلوماتو پراساس تر سره سوې وه او «موږ اوس هم معتقده یو، چي پدې کار سره د کابل په هوايي میدان کي د عاجل تهدید مخنیوی سوی دی.»

د امریکايي پوځ په حواله د بې پیلوټه طیارې دغه حمله د داعش ملیشو  پر یوه نقلیه وسیله باندي تر سره سوې ده، کومه چي د چاودیدونکو موادو څخه ډکه وه او د کابل د هوايي میدان دپاره یو بلقوه تهدید ؤ. خو د درو ملکي کسانو وژنه یې منلې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.