سم اند یا منطق

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

2,202

سم اند یا منطق  Logic

پیلیادونه: د مالپاره د دې موضوع څېړل او بیا د دې لیکنې ترتیبول همدومره ستونځمن دي، لکه داموضوع پخپله او ګومان مې دی، چې د لسیتونکو لپاره به هم داستونځې وي. زیات وییونه او کلیمي دلته شته، چې هغه پخپله باید و څېړل شي او دا کار دلته کیږي. دا لیکنه په پښتو ده او هغه مسلکي ویونه به هم په پښتو ځکه وي، چې زه په عربي نه پوّېږم، بیا هم راځۍ په ګډه یې سره جوړ کړو.

سم اند: دالیکنه  د فلسفي او ژبنیز لیدکونج یا لیدټکو ( چې له کوم کونج یا ټکي څخه یو څه کتل کیږي) سره سر او کار لري. د برېښناییزو سم اندیز- تړنو ته دیجیتال تښنیک او سم اندیزبنسټتیګې وګورۍ.

له سم اند ( له زړې یوناني کلميLogik  λογικὴ τέχνη logikè téchnē فکرکوونکی هنر ، مخ ته تګډول   یا ښونبنسټ یا دلیل Argument ) څخه په ټوله کې هوښیار پای لاس ته راوړنه یا  پایونه Schlussfolgerungاو په ځانګړي توګه د ده پوهنیزه پای لاسته راوړنپوهنه یا  فکرپوهنه                 Denklehreپوهېږو. په سم اند کې د ښونبنسټ د هغه و باوریوالي جوړښت ته څېړل کیږي، له وینا خوندیوالي څخه خپلواک.  په همدې موخه سړی له ،،فورمال ( دباندنۍ بڼې)،، سم اند څخه هم غږیږي. درسم او رواج سره  سم اند د فلسفې یوه برخه ده. له پیله ورځني سم اند د  رېتوریک  په ګاوندیتوب کې وده وکړه.

د شلمې پېړۍ راپه دېخوا سړی د سم اند لاندې یا څخه سیمبولیک سم اند، چې دا هم د جوړښتپوهنې Strukturwissenschaften د بنسټ په څېر دی، پوهیږي. لکه د شمیرپوهنې او د تیوریتیکي اینفورماتیک په دننه کې، چې کارول کیږي.

د یووېشتمې پېړۍ په پیل کې دا دماماخان مېږي شینواري لهخوا ،، سماند،، بلل شوی.

دواړه سپي  veritas رښتیا او falsitas نارښتیا هوسۍ problema پرابلم ښکار کوي، سم اند له درانه  syllogismus سم اندیزې پایونې سره مصلح پسې ځغلي. کیڼ لاندې Parmenides (يوناي فیلوسوف)، د  سم اندیزو دلایلو په فلسفه کې له ننوتنې سره، په سمڅه کې ځای ونیوه.

ورځنی یا مودرن سیمبولیک سم ان د پیداېښتي ژبې پر ځای باندې د جوړې شوې ژبې څخه کار اخلي (  غونډله لکه ،، مڼه سره ده،، په ځای د بېلګې په توګه   دغونډلویناو سم اند یا غونډلویناسم اند  Prädikatenlogik  ( پرېدیکات:د ازماېښت له لارې ارزونه) سره په فورمالي شوي بڼه لکه د ،،مڼې،، او ،،سره،، لپاره ځاي په ځای شوی وي)  او د دې لپاره کره پېژندل شوي پایلارې  یا و پای ته وړلو لارې  ته راوړنې Schlussregeln کاروي.  د دې لپاره د فورمال سیستم څخه یوه ساده بېلګه ویناسماند  Aussagenlogik دی ( دلته د اتومي ویناولپاره تورې ايښول کیږي). سیمبولیک سم اند شمېرپوهنیز سم اند هم بلل کیږي ( د آکتر ماخان مېږي شینواري د سم اند کتاب کتل کېدی شي) او یا په تنګه – یا راتړلې موخه فورمال سماند.

منځپانګه

۱ – د ،، سم اند،، بېلابېلې پرېپوهېدنې

۲ –  د سم اند تاریخ

۳ – برخورشوګانې

۳ .۱ –  کلاسیکي سم اند Klassische Logik

۳ . ۱ – کالکیول بڼه 2Kalkültypen او سم اندیزه تلنه

۳ . ۲ – ناکلاسیک سم اند

۳ . ۳ . ۱ – فلسفي سم اند  Philosophische

۳ . ۳ . ۲ اینتويڅیونیزموس، رېلېوانڅ سم اند او کونېکس سم اند

Intuitionismus, Relevanzlogik und konnexe Logik

۳ . ۳ . ۳ – ډېر ارزښتي سم اند او فوزي سم اند Mehrwertige Logik und Fuzzylogik

 ۳ . ۳ . ۴ – نامونوتون لوجیک Nichtmonotone Logiken

یادونه: دا پورته جرمني وییونه په خپل ځای کې څېړل کيږي.

د ويي ،، سم اند، منطق Logik،، بېلابېلې پرېپوهېدنې

ویېنه یا افاده ،، سم اند یا منطق،، په یوناني کې  logikè téchnē  په زاړه ستوا Stoa  ( د پخوا وخت یو ښونځی دی) هم په زاړه Peripatos  ( د پخوا وخت یو ښونځی دی)  کې د  دلایلو همداسې د پایونپوهنې لپاره راغلی، خو په دې پرېپوهېدنه د لومړي سلیزې ز ک څخه د مخه نه دۍ راوړل شوی.   دا کلمه ان  له انتیکو Stoiker Zenon von Kition   ستویېکي زېنون له کیتون څخه خوره شوې.

په الماني کې دا ویي„Logik“  په ۱۹-مه پېړۍ کې ( لکه مانول کانت، جورج وېلهلم ، فریدریښ هېګل) ډېر واره هم د پېژندتیوري ،، اونتو لوجي،، یا ټولیز دیالیکتیک لپاره  کارول کېده

سم اند په مادرنه موخه له بلې خوا زیات وخت بل ډول په نخښه شوی، لکه شننه، دیالیتیک، یا لوجیستیک. نن هم د بېلګې په ډول په سوسیولوجي کې د معامله کولو سم اند فرمولول یا ادبیاتپوهنه کې لکه د شاعرۍ سم اند او ورته خوریږي یا وېشل کیږي،  چې په هغو کې د نورو په څنګ کې د لاس ته راوړني تیوري نه پوهیدلکیږي، بلکه د ټولیزه ،، لارې یا قوانینو،، پوهنه  یا د تلنلارډول، چې په یوه ټاکلې ورشو کې باور لري.  په ځانګړې توګه د فرمول ژبې فلسفې په رسمرواج کې د یوې ،، سم اندیز،، شننې لاندې دېر واره یوه شننکلمه ییز اړوندوالی پوهېدل شوی.

په پیل راوړنې انځورونو کې  د ویېنې ،، سم اند،، کارولډول د دې په مخامخ د شلمې پېړۍ  له پیله  ورځنی دی.

په ټولیزه  یا ورځنۍ ژبه کې دا ویېنه لکه ،، سم اند،، یا ،، سم اندیز فکر،، له دې وراخوا په ډېرو نورو یا په پوره بله موخه پوهېدل کيږي او داسې یو ،، هراړخیز فکري پرابلم„lateralen Denken“ یې په برکې نغښتل،، یا  مخ ته ږدي.

همداسې کلیمې لکه د ،، ښځو سم اند،، د ،، نارینه و سم اند،، او „Affektlogik“ او کلیمې ،، ټولورځنی سم اند،، چې د ،، روغ انساني يوهېدنه،،(common sense)  په ورځنۍ ژبه کې

په دې ورشو کې ،، سم اند،، زیات وخت د پراګماتیک Pragmatikد معاملې په فورم سره سر او کار لري. یو دلیل( ارګومنت) د ورځنۍ ژبې د ،، سم اندیز،، په حیث  په نخښه کیږي.

دا مدلل، اړینشوی، باوري، روڼ او روښانه برېښي.

په یو سم اندیز دلیل کې باید  د فکرکونې توان  څرګند شي.

 په اوسنیو خبرو کې دا لا تر اوسه پورې د  ردولو نه دی،  چې د سم پسې تلنې یالاس ته راوړنې تیوري د سم اند زړی جوړوي، خو بیا هم دا د ردولو نه ده، چې کومه تیوري سم اند پورې اړه لري او کومه تیوري سم اند پورې اړه نه لري. ډېرۍ پوهنه او دلیلتیوري د منل – نه منلویا ردول او نه ردولو حالتونه ( کوم چې د پراګماتیک او د ناسم پایونو سره سر او کار لري) او د خبرکړنو تیوريSprechakttheorie

Geschichte der Logik د سم اند تاریخ ،

 برخورشوګاني یې

ټولګیز سم اند

Klassische Logik  ټولګیز سم اند

د ټولګیز سم اند همداسې له یوه ټولګیز سم اندیز سیستم څخه سړی ټیک هغه وخت غږیږي، چې لاندې سیمانتیکي semantische دلایل پوره وي:

۱ – هره وینا له دواړو رښتیاارزښتونو، چې ریښتیا او ناریښتیا بلل کیږي ټیک یو لري، دا په دې پرېپوهېدنه، چې وینا یارښتیا یانارښتیا ده. دا پرينڅيپ د دوه ارزښتوالي پرينڅيپ بلل کیږي یا Bivalenzprinzip…

۲ – د یوځای شوې یایوځای ايښولشوې یا تړلې وینا رښتیا ارزښت. د وینا رښتیاارزښت یواځنی د هغه برخویناو د رښتیاارزښت او د ډول له لارې څخه چې دا برخویناوې څنګه سره ايښول شوي یا یوځای شوې دي،  ټاکلی دی. د پراخېدنې پرينڅیپPrinzip der Extensionalität oder der Kompositionalität.

د ټولګیز سم اند klassische Logik  کلمه  زیاته د ځای په ځای شوي – ، ځاینیولي – ، بنسټیز سم اند  په موخه پوهېدل کیږي، ځکه چې ناټولګیز- نا دورييزسم اند په هغه جوړ، د تاریخي سپارښت په توګه. له دې وراخوا   Aristoteles اریستو تالس که داسې ووایو د سم اند نماینده، ځان د ډېرارزښتیز سم اند  او همداسې ناکلاسیک سم سره بوخت کړی وو.

– د فورمال کلاسیک سم اند غوره برخورشوګانې کلاسیک ویناسم اند، د لومړۍ پوړۍ برېدیکات سماند او د جګو پوړیو سم اند، چې د ۱۹- مې پېړۍ پای او د شلمې پېړی پیل کې له ګوتلوب فرېګې، چارلزاسندرز پييرس، برتراند رسل او الفرد نورف وایټهېډ (  Gottlob FregeCharles Sanders PeirceBertrand Russell und Alfred North Whitehead ) له خوا ودیز شوي یا پرمخ تللي. په ویناسم اند کې ویناوې شنلکیږي، چې ایا دوي له خپله ځانه بېرته له ویناو یوځای شوي یا تړل شوي یا د ګډوله ویناو په څېر راغلي، چې د یونکتورونوJunktoren یا تړننخښو ( د بېلګې په توګه: ،، او ،،  ،  ،، یا ،، ) له لارې سره یوځای تړلشوي. که یوه وینا د یونکتورونو یا تړننخښو له لارې تړلو برخویناو سره نه وي تړلي، دا د وینا سم اند له مخې اتومي ویناوې دي، داپه دې پرېپوهېدنه (پ،پ)، چې نوره نه ټوټه کیږي یا بېلیږي.

پرېدیکات سم اند د غونډلې دننه جوړښت هم انځورولی شي، چې وینا سم اندیز نورې نه ټوټه کیږي. د وینا ( مڼه سره ده)  دننه جوړښت انخورونه د پرېدیکات ( وینافنکشن هم بلل کیږي) له لارې( سره ده) له یوې خوا او د هغه د ارګومنت (مڼه) یا دلیل له بلې لور، له دې سره پرېدیکات د بېلګې په توګه یو خوي ( سور) وایي، چې ارګومنت باندې دلالت کوي، یا اړیکې، چې  د هغه د ارګومنتو په منځ کې شته ( xله   yڅخه لوي دی). دا له شمېرپوهنیز سم اند څخه  (  دما د شمېرپوهنې سم اند کتاب کې کتل کېدی شي) له څېرونې( مېپېنګ) کلیمه رابېله شوې یا منځ ته راغلې.

یو سم اندیز ویناڅېرونه (فنکشن) ټیک لکه یو شمېرپوهنېزه څېرونه یو ارزښت لري، چې هغه شمېرنیز نه دی ( په ګڼونو نه لیکل کیږي)، بلکه یو رښتیا ارزښت دی.

 د لومړۍ پوړۍ پرېدیکات سم اند او د لوړو پوړیو پرېدیکات سم اند توپیر په دې کې دی، چې د کوانتورونو Quantoren ( ،،ټول،، ، ،، لږتر لږه یو،،) له لارې کوانتیفیڅیر quantifiziert  کیږي.

د لومړۍ پوړۍ پرېدیکات یواځې په یوګونو باندې کوانتیفیحير کیږي( د بېلګې په توکه ،، ټول چرګان سره دي،،)، د جګو پوړیو په پرېدیکات کې او پخپله په پرېدیکات کوانتیفیحیر کیږي ( د بېلګې په توګه ،، یو پرېدیکات شته، چې په سوکرات اړوند دی،،).

د بېلابېلو ویېنکاتیګوريو لکه ترمونه، فونکتورونه، پرېدیکات او کوانتورونه TermenFunktorenPrädikatoren und Quantoren فورمال اړتیا پرېدیکاتونو سم اند( د ارزښتونې سم اند) ته اړتیا شته.  دا په پوړیز سم اند کې، د تیپیکي Lambda-Kalküls ، په بڼه سرته سیږي. له دې سره د بېلګې په توګه شمېرپوخنیز ايندکشن Induktion یو ورځنی رابېلېدوړ فرمول

تر ۱۹ –مې پېړۍ پورې برلاسۍ سیلوګیستیSyllogistik، چې تر ارېستوتالس پورې بېرته ځي، د پرېدیکات د مخکښ په څېر کېدی شي و پوهېدلی شي. د سیلوګسیتیک یوه بنسټکلمه دا کلمه،، کلمه،، ده، هغه هلته نوره نه ټوټه کیږي.

په پرېدیکات( د ازماېښت له لارې ارزول) یا د ارزونې سم اند کې کلمه  د یوځایېزې پرېدیکات په څېر ویلکیږي یاکه غواړۍ افاده کیږي، د ډېرځاییز پرېدیکات سره کېدی شي ورزیات د کلمې دنننی جوړښت وشنل شي او له دې سره د دلیل یا بنسټښونیز باوریوالی وښایي، چې هغه سیلوګستي رانیولوړ نه دي. یو زیاته intuitiv ( بې شننې پوهېدل) کارول شوې ورځنۍ بېلګه دا دلیل دی ،، ټول اسونه ژوي دي، نو له دې سره ټول اسسرونه د ژويو سرونه دي،، . چې په پورته سم اندونو کې لکه پرېدیکات سم اند څخه رابېلېدلی شي یارانیولکېدی شي.

پسې دوېمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.