داسې ښکاري چې په سوډان کې یوه نظامي کودتا ادامه ولري. د معلوماتو له مخې د دې هیواد د لومړي وزیر عبدالله حمدوک کور محاصره شوی او هغه نیول شوی دی. په دغه هیواد کې ټیلفوني اړیکې او اینټرنټ پرې شوی او وضعیت ترینګلی دی.
د دوشنبې په ورځ له سوډان څخه د یوې پوځي کودتا راپورونه خپاره شول. په دغه هیواد کې انترنت او تلیفونې اړیکې محدودې شوي دي. ویل کیږي چې د سوډان د دولت پنځه غړي هم نیولي شوي دي.
د اکتوبر پر (۲۵مه) د دوشنبې ورځ په سهار د سوډان د کودتا خبر د دغه هیواد خلک اونړیوال څارونکي حیران کړل. کودتا کوونکو ته نیږدې پوځیان د سوډان هیواد په پلازمینې د خرطوم په یوشمیر سمیو کې ځای پرځای شوي دي. د رسنیو د رپوټونو له مخې په دغه هیواد کې د صنایعو او اطلاعاتو وزیر په ګډون د کابینې پنځه وزیران نیول شوي دي.
بل لوري ته څو شیبې ترمخه د سوډان د اطلاعاتو وزارت پر خپله رسمي فسبوک پاڼه ویلي چې لومړی وزیر عبدالله حمدوک نیول شوی دی او یوه نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی. تر دې وړاندې د لومړي وزیر عبدالله حمدوک کور هم د نظامیانو له خوا محاصره شوی دی.
د سوډان د اطلاعات وزارت له لوري په خپره شوې ویناپاڼه کې همدا راز راغلي چې لومړي وزیر حمدوک د کودتا په ملاتړ د اعلامیې خپرول رد کړي ول، او له خلکو یې د کودتا پر وړاندې د مقاومت غوښتنه کړې وه.
د سوډان چارواکو اعلان کړی چې د ټیلفون او اینټرټ په پرې کیدو د خرطوم هوایي ډګر هم تړل شوی او کار نه کوي. د معلوماتو له مخې د دوشنبې ورځې له لومړیو ساعتونو راهیسې په دې هیواد کې انترنیتي خدمات، تلیفونې اړیکي او یو شمیر لین لرونکي تلیفونونه هم له فعالیته لویدلي دي.
په ورستیو ورځو کې د سوډان د خلکو او نظامي مشرانو تر منځ جنجالونه ډیر شوي وه. وروسته له هغې چې په ۲۰۱۹ کال کې د مخکیني ولسمشر عمر البشیر حکومت د کودتا له امله وپرځید، نوی ګډ حکومت د ملکي او پوځي استازو په ګډون جوړ شو.
د روان کال په سپتمبر میاشت کې هم سوډان کې یوه ناکامه کودتاه وشوه، خو نا امني او ناسم امنیتي وضیعت د البشیر حکومت له پرځیدو وروسته په دغه هیواد کې روان دی.
نړیوالو رسنیو د خرطوم په سړکونو کې د خلکو د راوتلو رپوټونه ورکړي دي او ویل کیږي چې خلک ډیر راټول شوي دي.
معترضانو په یو شمیر سمیو کې د نظامي موټرو د مخنیوي لپاره به سړکونو کې د موټرو ټایرونو ته اور اچولی دی او د دې هیواد وضعیت د بدلیدو په حال کې دی.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.