ايا له سرحده د مهاجرو شړل غيرقانوني عمل دی؟

787

په رسنيو کي د اروپا پر باندنيو پولو د مهاجرو د بېرته پر شا شړلو راپورونه زيات سوي دي. «پوش بېک» څه شی دی؟ ايا دا عمل هميشه غيرقانوني وي؟ دلته يې ولولئ:

د رسنيو يو شمير راپورونه وايي چي د اروپا پر باندنيو پولو له نيمي لاري د مهاجرو شړل زيات سوي دي. په دې ترڅ کي په زياته يونان، پولنډ او کرواسيا هيوادونه تورن سوي چي بېله دې چي د پناه متلاشي کسانو پناه غوښتنه وپلټي، هغوی له سرحده ليري شړي. په دې ترڅ کي انګريزي لغت «pushback» کارول کيږي. پوش بېک څخه شی دی او آيا دا عمل هميشه يو ناقانونه عمل وي؟

د پوش بېک لغوي معنی د پر شا تمبولو يا پوري وهلو ده. د انګريزي دغه لغت له سرحد څخه د مهاجرو د ليري شړلو له پاره کارو ل کيږي. له څو مياشتو راهيسي د پولنډ او سپيني روسيې يا بيلاروس پر پوله يو شمير مهاجر بند پاته دي. د هري ورځي په تېرېدو سره د دغو مهاجرو شمير نور هم زياتيږي. اکثره دغه مهاجر د عراق او افغانستان سره تړاو لري او غواړي پر دغه مسير د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته داخل سي. په دې ترڅ کي په تيرو مياشتو کي د ۷ کسانو د مړينې راپورونه هم ورکول سوي دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله د اکتوبر د نيمايي راهيسي نژدې هره ورځ ۵۰۰ کسان د پولنډ پر پوله نيول کيږي. په داسي حال کي چي هغوی بېله اجازې کوښښ کوي چي د پولنډ سرحد ته داخل سي. د اټکل له مخي په زرونو مهاجر د سپيني روسيې یا بیلاروس او پولنډ پر پوله واقع ځنګلونو کي په دې انتظار دي چي د اروپايي اتحاديې پولو ته داخل سي.

پولنډ د سپيني روسيې پر ولسمشر اليکزاند لوکاشېنکو تور لګوي چي ګواکي د نړۍ له بحران ځپلو سيمو څخه مهاجر سپيني روسيې ته راجلبوي چي بيا يې د اروپايي اتحاديې باندنيو پولو ته رهنمايي کړي. د پولنډ د تور له مخي لوکاشېنکو غواړي په دې توګه د مهاجرو څخه د سياسي فشار راوړنې د اوزار په توګه کار واخلي. لوکاشېنکو د روان عيسوي کال په می مياشت کي اروپايي اتحاديې ته ګواښ کړی ؤ چي پر پولو به يې د مهاجرو د ممکنه هجوم مخه و نه نيسي. دا د هغه وروسته چي اروپايي اتحاديې پر دغه هيواد يو شمير بنديزونه ولګول.

پولنډ خپلې هلي ځلي زياتي کړي چي د سپيني روسيې له لاري د ورتلونکو مهاجرو مخه ونيسي. په دې ترڅ کي دغه هيواد د پوله ساتونکو شمير زيات کړی او په پام کي لري چي د سپيني روسيې سره پر خپله تقريبا ۴۰۰ کلومتره پوله باندي دېوال ته ورته جوړښت ودروي. د دې له پاره پارلمان ۳۵۳ مليونه يورو تصويب کړي دي.

مرستندويه سازمانونو د پولنډ هيواد په پارلمان کي په قوانينو کي د تعديل مسوده هم سخته غندلې ده. د دغې مسودې له مخي پولنډي چارواکي اجازه ترلاسه کوي چي بېله کومې پلټنې او پناه غوښتنې د چانس ورکولو څخه انسانان د پولنډ له خاوري څخه هغه هيواد ته وشړي له کوم څخه چي ورته هغوی په «ناقانونه توګه» پولنډ ته داخل سوي وي. د پولنډ پارلمان په قانون کي ياد تعديل تصويب کړی دی او اوس د ولسمشر د توشيح په انتظار دی. د دغه تعديل له مخي به هغه کسان چي «په ناقانونه توګه» پولنډ ته داخل سوي وي له نيم کال څخه تر څو کالو پوري و پولنډ ته له بيا داخلېدو څخه ممنوع اعلان کړي.

Polen Migranten an Grenze zu Belarusد سپيني روسيې پر سرحد زيات مهاجر بند پاته دي

پوش بېک څه شی دی؟

د (Pushback) لغوي معنی د پر شا تمبول يا پر شا پوري وهل دي. دغه لغت د مهاجرو د منزل مقصود يا يو بل ترانزيت هيواد له پولو څخه د هغوی شړلو يا پر شا ټېل وهلو د عمل له پاره کارول کيږي. په اکثرو مواردو کي پوش بېک يو غير قانوني عمل ګڼل کيږي، خو په دې تړاو د محکمې نهايي پرېکړه نسته. دا ځکه چي د قانوني يا غير قانوني پوش بېک د قضاوت کولو مخکي بايد معلومه سي چي په ځانګړي مؤرد کي «د بېرته نه لېږلو اصل» نقض سوی دی که نه.

«د بېرته نه لېږلو اصل»

د جنيوا کنوانسيون د ۳۳مې مادې او د نړيوالو قوانينو له مخي و داسي هيوادونو ته د کسانو اخراج يا لېږد ممنوع دی چي هلته د هغوی ژوند ته ګواښ پېښ وي، د شکنجې سره مخامخ وي يا د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندي کيږي. ټول هيوادونه چي ياد نړيوال تړونونه يې لاسليک کړي دي، د ياد اصل په مراعت کولو مکلف دي. د اروپايي اتحاديې په قوانينو کي هم اړونده برخه پر همدغه ساحه اتکا کوي.

د اروپايي اتحاديې د قوانينو له مخي د دغې اتحاديې هيڅ غړی هيواد نسي کولای چي د پناه يو متلاشي بېله دې چي مخکي يې د پناه غوښتنې او بيا د پناه د ارزونې فردي امکان ورکړی وي، اخراج کړي. يعني د دغو قوانينو له مخي که هر څوک هم د اروپايي اتحاديې پولو ته داخل سي او د پناه غوښتنه وکړي، نو حتما يې بايد د پناه غوښتنه وارزول سي او له هغه مخکي يې اخراج ممکن نه دی. دا ممانعت له پولې څخه د پناه غوښتونکو د بېرته جوابولو يا پر شا تمبولو په اړه هم صدق کوي.

پر پولو د مهاجرو پر شا شړل عموما غير قانوني تصور کيږي، خو په عمل کي د دا ډول يو غير قانوني اقدام تثبيت ډېر ستونزمن وي. د رسنيو تيرو راپورونو ښودلې چي د پر شا تمبول کېدونکو مهاجرو سره په زياتو مواردو کي تاوتريخوالی هم کيږي. دغه مهاجر داسي ثبوتونه نسي وړاندي کولای چي د دوی سره د تر سره سوي ياد عمل تور ثابت کړي. د دې تر څنګ د هغوی سره اړونده امکانات هم نه وي. خو رسنۍ او مرستنديه سازمانونه د داسو پيښو په هکله معلومات راټولوي او خپروي يې. زياتره وختونه د اړونده هيواد چارواکي له سره دا تور نه مني چي ګواکي د پناه متلاشي کسان يې له پولې څخه پر شا تمبولي دي. بعضي وختونه کي چارواکي دا ومني چي دا کار يې کړی دي، نو بیا اکثره وختونه دا استدلال کوي چي دغه اقدام يې ګواکي ځکه نه دی غيرقانوني، ولي کوم هيواد ته چي دوی مهاجر شړلي دي، هلته د هغوی ژوند ته ګواښ نه ؤ موجود.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.