کبر به دي کړی وي

رحمت الله مبین

1,467
د يوه استاد د بېوسۍ کيسه
ظهور کمال صیب په فیسبوک د روانو حالاتو په باب څه لیکلي وو، چې زیات ملګري بېکاره دي او ځیني لاسي کراچۍ ګرځوي؛ خو هیڅ ګټه هم نه لري… ماته خپل حالت رایاد شو … څو ورځې مخکې مې یو ملګري لاسي کراچۍ راته برابره کړه، تقریباً د ۲۰۰۰ افغانیو کېلې هم پکې وې، هغه ورځ مې کوچنی زوی هم راسره وتلی و، د هغه ښه سات تېر شو، ډېرې کېلې یې وخوړې او بېګاه یې نو کور کې د ټولې ورځې کیسې وکړې، ډېر مو ورته وخندل…
مازدیګر زما یو ملګری هم راغی، د سرک پر کراچۍ ته ناست وو، ماښام خلک را ډېر شول، ما یو درجن په ۵۰ افغانۍ ورکولې؛ خو چا نه اخیستې؛ نو ۴۰ او ۳۰ مو نرخ وټاکه؛ یو وار خلک را ډېر شول، یو نفر شپږ درجه وغوښتې، زه په پلاستیکي کڅوړه پسې ولاړم، چې راتلم ملګري مې په شل افغانۍ لیلام کړې وې، ټولې ختمې شوې، ما ورته ویل چې ولې؟ وای تر سسته ګټه، تېز تاوان ښه دی؛ ډېر مې ورته وخندل، بیا هم ګټه ډېره راته ښکاره شوه… سبا له یو شناخته دکاندار سره مارکېټ ته ولاړ، هغه دوه خاښه کېلې راته واخیستې، ورځ مې ټوله تېره کړه، خو ګټه مې ونه کړه، یوڅه تاوان هم شوی و … بل سبا زه خپله ولاړم، دا ځل مې درې خاښه واخیستل، خو ماښام ته کېلې هم راپاته وې او تاواني سوی هم وم … ماښام مې د سړک پر غاړه دوه پاکټه مڼې په پنځوس ـ پنځوس افغانۍ واخیستې، په شپېته مې ورکړې؛ نو خوښ شوم او سبا مې ۳۸ پاکټه مڼې واخیستې، کراچۍ ته مې پورته کړې او ګرځېدم، ماښام ته فقط شپږ پاکټه خرڅې شوې، هغه هم په پنځه روپۍ ګټه… ډېر خپه د کور خواته روان سوم؛ د یو شناخته دکاندار راباندې پام شو، وای دلته راسه … ورغلم، کیسه مې ورته وکړه، چرت یې خراب شو؛ نو راته یې وویل چې ته دلته ودرېږه، کراچۍ مې د دکان تر مخ ودروله، ده چیغې کړې، چـې سېب شصت روپه ـ شصت روپه … که به یې کوم شناخته ولید؛ نو په زور به یې را ګرځاوه، ځینو به خندل او یو نیم به مڼې سره واړولې، په خندا به بیرته روان سو… زه خواشینی وم، چرتونو په مخه کړی وم، د ماخستن اذانونه پیل شول، یو کس په باسکل راغی، ماسک یې تړلی و، زما ملګري دکاندار ورته وویل چې داکتر صیب ډېرې ښې مڼې دي، هغه پښه ولګوله، زړه نا زړه یې ورته وکتل بیا یې باسکل زما ملګري ته ورکړ او د مڼو په اړولو بوخت شو، ما کرار ورته کتل، هغه ډېرې سره واړولې، بیا یې دوه پاکټه خوښ کړل، هغه یې په ځمکه کېښوودل، دوه یې نور هم واخیستل، له ځنډ وروسته یې یو بل هم پورته کړ او بیا یې ماته پنځه سوه افغانې ونیولې … ما دوه سوه ورته ونیوې، هغه راته وویل چې پنځه ویشت نورې هم راکړه، مال نه خو دری سوه زما کېږي، دوی ټولو وخندل، زما ترڅنګ یو شپاړس کلن هلک ولاړ و، په کټ کټ یې وخندل، ویل یې:
ای وستاذ ام اس، حسابه نه مېفامه (استاد هم دی؛ خو په حساب نه پوهېږي …) زه سخت خواشینی شوم … ملګري ته مې په پوښتونکي نظر وکتل، هغه راته خندل، وای ۲۵ نورې ورکړه، ما په ۵۵ ورته ویلي دي … له دې سره ډېر خجالت شوم؛ پیسې مې ورکولې؛ خو سړي یو بل پاکټ هم ور واخیست… سړی ولاړ، ما له خواشیني په ډک انداز هغه ملګري ته وویل، چې:
ولې یاره! دغه هلک او خلکو ته دي ولې ویلي دي، سي دی معلم یا استاد دی؟
هغه راته وخندل او ویل یې سي په دې کې نو څه خبره ده، ټول وطن همداسې دی او خواري غریبي خو بد کار نه دی!
ما ورته وویل مال هغه خبره نه ده؛ بلکې د دې هلک خبرې سخت زور راکړ … ناڅاپه خپل پخوانی حالت را یاد شو، ډک صنف شاګردان مې مخته ودرېدل او زما هغه غرور په څو شېبو کې بیرته په پښوو کې راته لوېدلی و، د یو استاد پر ځای، یو خړ مخی کراچۍ وان چې په حساب هم نه پوهېږي او خلک پسې خاندي په تور ماخستن، له وچو سوزنده شونډو او یخ نیولي پوست سره، نهیلی ولاړ و … په سترګو کې مې اوښکې ډنډ وې، له ځانه سره مې وویل:
«کبر به دي کړی وي».

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.