په کابل کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شوي

644

په کابل ښار کې د سه شنبې په ورځ د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې د ځايي رسنيو په حواله پنځه تنه په کې ټپیان شوي دي.

Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabulکابل – د آرشیف انځور

رويټرز خبري آژانس د آریانا نيوز تلويزيون په حواله لیکي چې دغه چاودنه پر يوه هايلکس ډوله موټر شوې ده.

په رپوټ کې د پيښې په اړه ډير جزئيات نه دي ورکړل شوي او چارواکو هم په پيښه کې د مرګ ژوبلې ارقام په رسمي توګه نه دی تائيد کړی.

خو تر دغه رپوټ وروسته دویچه ویلې په دې اړه د جزيياتو د ترلاسه کولو په موخه د طالبانو د داخله وزارت له ویاند، سعيد خوستي، څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه. خوستي وويل چې دغې چاودنې «کوم ځاني او مالي زیان» نه دی اړولی. هغه وویل چې دغه ماین د دارالامان سړک په یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوی وو.

له کله چې په اګست مياشت کې طالبان واک ته رسيدلي کابل ښار د په کراتو د چاودنو شاهد پاتې شوی دی.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې په یوه ورته چاودنه کې د آریانا تلويزيون يو ځوان خبريال ووژل شو.

په کابل کې له دې پېښو تر ټولو خونړۍ یې د نومبر مياشتې په پیل کې، په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون يوه وسله واله حمله وه چې مسئوليت يې داعش ډلې منلی وو. د هغه وخت په رپوټونو کې ويل شوي وو چې په دغه حمله کې د طالبانو د يو لوړپوړي قوماندان په شمول نژدې شل تنه وژل شوي ول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.