بشري حقونو د څار ټولنه: د پخواني امنيتي ځواک تر سلو ډېر غړي وژل شوي يا لا درکه شوي

652

د بشري حقونو د څار ټولنې په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې د پخواني حکومت د امنيتي ځواک تر سلو ډېر غړي وژل شوي او يا هم لادرکه کړل شوي دي. طالبانو هم په دې اړه غبرګون ښوولی دی.

د «Human Rights Watch»  يا بشري حقونو د څار ټولنې د سه شنبې په ورځ په خپور شوي ۲۵ مخیز رپوټ کې د اګست له ۱۵مې څخه د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې د پوځ د پخوانيو افسرانو، استخباراتي کارکوونکو او حکومت پلوه مليشو  د غړيو د وژنې او يا لادرکه کيدو خبره شوې ده. د رپوټ په حواله دا عسکر او نور کارکوونکي د هغو کسانو له جملې څخه دي چې طالبانو ته تسليم  شوي ول او يا د هغوی له خوا نيول شوي ول.

دغه غير دولتي سازمان ويلي چې له غزني، هلمند، کندهار او کندز ولايتونو څخه یې د تر سلو ډېرو عسکرو او استخباراتي پرسونل د وژل کيدو او يا لادرکه کيدو په اړه د باور وړ معلومات راټول کړي دي.

په اګست مياشت کې واک ته د رسېدو وروسته د طالبانو مشرتابه د پخواني افغان حکومت د ټولو پخوانيو کارکوونکو له پاره «عمومي عفوه» اعلان کړه. هغه وخت د کابل په شمول د افغانستان زياتره ولايتونه پرته له جګړې پرته طالبانو ته سپارل شوي ول. په ډېرو ولايتونو کې امنيتي ځواکونه په ډله ایزه توګه تسليم شول. نورو بيا خپلې دندې پريښوولې او ځانونه یې پټ کړل.طالبانو هر لوري ته د تالاښۍ پوستې جوړې کړي دي. خلک په وسلو سمبال طالبانو څخه اندیښنه لري او له دې کبله غواړي د امکان تر حده د چا د پاو وړ و نه ګرځي. غربي لباس ډیر کم تر سترګو کیږي او په درنو وسلو سمبال کسان زیات ليدل کيږي.

د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي دي چې طالبانو د پخواني حکومت د کارکوونکو معلوماتو ته د لاس رسي په موندلو سره هغه د دغه کسانو د هويت معلومولو له پاره کاروي او بيا دغه کسان نيول کيږي او يا اعداميږي.

د بشري حقونو د څار ټولنې د آسيا د برخې مشرې پاتيرشيا ګروسمن وويل: «د طالبانو مشرتابه له خوا ژمنه شوې عفوې، سيمه ایز قوماندانان د افغان امنيتي ځواک د پخوانيو غړيو له وژنې او لادرکه کولو نه دي راګرځولي.»

د طالبانو غبرګون

د بشري حقونو د څار ټولنې پر موندنو په غبرګون کې طالب چارواکو ويلي چې د خپلو ليکو څخه یې ۷۵۵ هغه کسان ايستلي دي چې ثابته شوې وه چې دا ډول اعمال یې ترسره کړ دي او په وژنو، شکنجه او غير قانوني نيونو تورنو له پاره يې يوه پوځي محکمه جوړه کړې ده.

خو د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله طالبانو داسې کوم معلومات نه دي ورکړي چې دا ادعاوې یې تائيد کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.